Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه، درژیم پوځیانو دیوې کورنۍ ۲۱ تنه غړي اعدام کړي
سوریه، درژیم پوځیانو دیوې کورنۍ ۲۱ تنه غړي اعدام کړي

سوریه، درژیم پوځیانو دیوې کورنۍ ۲۱ تنه غړي اعدام کړي


دسوريې په حلب ولایت کي دبشارالاسد درژیم پوځیانو او اړوندو ملېشو ديوې کورنۍ ۲۱ تنه غړي حلال کړي دي.

دغه پېښه نن سې شنبه دحلب ولایت په رتيان ښار کي وروسته ترهغه پېښه شوې، چي کله سیمي ته درژیم پوځیان او وسله والي ملېشې ننوتي دي.

راپورونه وايي، چي دبشارالاسد درژیم پوځیان چي دحزب الله، ابوالفضل العباس او نورو ملېشو ملاتړ ورسره وو دباشکوي په کلي ولکه وکړه اودحلب په شمال کي درتیان او حردتنین ښارونو ته ننوتل.

دسوريې خبري اژانسونو خبر ورکړی، چي درژیم پوځیان دعراق، لبنان او ځینو نورو هیوادونو له ملېشو سره یوځای دباشکوی سيمي، درتیان او حردتنین ښارونو ته ننوتلي او دولسي وګړو عام وژنه يې کړې ده.

درژیم مخالفینو ویلي، چي دوی په جګړو کي درژيم پوځیانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده او دبهرنیو هیوادونو یوشمېر رژیم پلوي ملېشې يې نيولي دي، مخالفینو ویلي، چي ځيني سیمي يې بيرته له رژیم څخه نيولي دي.

دانصارالدین جبهې ویلي، چي دوی درتیان او حردتنین ښارګوتي بیرته له رژیم څخه نیولي دي، خو رژيم تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

راپورونه وايي، چي درژیم پوځ او ملېشو دحلب په یوشمېر سیمو کي جګړې پيل کړي دي، چي غواړي درژیم مخالفین کمزوري او ترکنترول لاندي سیمي ورڅخه ونیسي.

په حلب کي رژیم دولسي وګړو عام وژنه په داسي مهال ترسره کړې، چي ددغه هیواد په بېلابېلو سیمو کي درژیم او مخالفینو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.

احمدظریف


Leave a Reply !



//