Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / اوکراین، بېلتون غوښتونکو دجګړو په ترڅ کي دديبالڅيف ښار ځيني برخي نیولي
اوکراین، بېلتون غوښتونکو دجګړو په ترڅ کي دديبالڅيف ښار ځيني برخي نیولي

اوکراین، بېلتون غوښتونکو دجګړو په ترڅ کي دديبالڅيف ښار ځيني برخي نیولي


داوکراین په ختیځ کي بېلتون غوښتونکو دجګړوپه ترڅ کي دديبالڅيف دښار ختیځي برخي نيولي دي.

کیف هم منلې، چي دديبالڅیف دښار ځيني برخي بېلتون غوښتونکو نیولي دي او زیاته کړې يې ده، چي په اور بند برسېره په دغه ښار کي جګړه روانه ده.

داوکراین دولسمشر دفتر ویلي، چي په دیبالڅيف ښار کي جګړې دسولي لپاره دنړۍ هڅي له منځه وړلی شي.

بېلتون غوښتونکو ویلي، چي دوی ددیبالڅیف زیاتي برخي ترخپلي ولکې لاندي راوستلي دي او ګڼ شمېر حکومتي پوځیان يې نیولي دي.

داوکراین ددفاع وزارت هم ویلي، چي ځیني کسان يې دبېلتون غوښتونکو له لوري یرغمل شوي دي.

داوکراین په ختیځ کي جګړې په داسي مهال ادامه لري، چي تیره اونۍ په اوربند هوکړه وشوه، خو وروستیو جګړو ښودلې، چي په دغه اور بند عمل نه دی شوی.

داوکراین حکومت په روسیې تور لګوي، چي دبېلتون غوښتونکو مرسته کوي او هغوی ته هر ډول وسلې ورلیږي، خو روسیه دغه تورونه ردوي.

په دې وروستیو کي دجرمني استخباراتي سرچینو خبر ورکړ، چي داوکراین په شاوخوا ۱۰ میاشتنۍ جګړه کي تر۵۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

دملګرو ملتونو له رسمي شمېرو سره سم داوکراین په جګړو کي تراوسه څه کم شپږ زره کسان وژل شوي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



//