Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه، حلب کي دبشارالاسد درژیم ۱۳۰ پوځیان وژل شوي
سوریه، حلب کي دبشارالاسد درژیم ۱۳۰ پوځیان وژل شوي

سوریه، حلب کي دبشارالاسد درژیم ۱۳۰ پوځیان وژل شوي


دسوريې دحلب ولایت په شمال کي درژیم پوځیانو او ددوی ملاتړو ملېشو تعرضي بریدونه پیل کړي دي، ترڅو دسیمي او دترکيې دپولي ترمنځ دمرستي لاري غوڅي کړي او دالزهرا اونبل دښارګوټو کلابندي ختمه کړي.

تیره ورځ درژیم پوځیانو دباشکوی سیمه او درتیان او حردتنین ښارونه ونیول، چي درژیم دمخالفینو په خبره، دغه سیمي یې بیرته له رژیم څخه نیولي دي او سخته جګړه روانه ده.

راپورونه وايي، چي په دغو جګړو کي دوسله والو مخالفینو ۳۰ تنه وژل شوي او تر۱۳۰ تنودرژیم زیات پوځیان او ددوی ملاتړي ملېشې وژل شوي دي.

فعالانو ویلي، چي درژیم جنګي الوتکي په سیمه سخته بمباري کوي او دهوايي ځواک په مرسته درژیم اړوند وسله وال وتوانېدل، چي دحلب ځیني سیمي ونیسي.

راپورونه وايي، چي دحلب په شمال کي دجګړو په سیمو کي درژیم دپوځیانو، حزب الله، ابوالفضل العباس او ځینو نورو ملېشو له لوري دولسي و ګړو عام وژنه شوې ده او لسګونه کسان وژل شوي دي.

تیره ورځ په رتیان ښار کي درژيم اړوندو ملېشو دیوې کورنۍ ۲۱ تنه په چاقو حلال کړل او ګڼ شمېر نور کسان يې ووژل.

ویل شوي، چي دسیمي په جوماتونو کي اعلانونه شوي، چي ټول خلک دي راووځي او درژیم دپوځیانو په خلاف دي جګړه وکړي، ځکه هغوی هري سیمي ته تر ننوتلو وروسته عام وژني کوي، ښځي، ماشومان او هرڅوک چي په مخه ورځي هغه وژني.

درژیم مخالفینو ویلي، چي دبشارالاسد درژیم په هوايي بریدونو کي هم په رتیان او حردتنین ښارونو کي ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چي دحلب دمرکز او ددې ولایت دشمال ترمنځ دمرستو هغه یوازنۍ لاره چي درژیم خالفین يې کاروي دجګړو له امله بنده شوې ده، داناتول خبري اژانس خبر ورکړی، چي اوس مهال دغه لاره درژیم دمخالفینو په ولکه کي ده.

له بله پلوه ددې هیواد په نورو سیمو کي هم درژيم او مخالفینو ترمنځ سختي جګړې رواني دي، چي دواړو لوریو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده.

سوري فعالان وايي، چي ددمشق په الجوبر او تضامن سیمو کي جګړې رواني دي، راپورونه وايي، چي درژیم الوتکودوادی بردی په سیمه، دخان الشیح په کېمپ او دالزبداني په ښار هوايي بریدونه کړي دي، چي یوشمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي دحمص په تلبيسة ښار کي، ددیرالزور په هوايي ډګر اوالجفرة سیمه کي او په درعا کي هم جګړې رواني دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



//