Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / یمن، په بیضاء او ارحب کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ جګړې شوي
یمن، په بیضاء او ارحب کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ جګړې شوي

یمن، په بیضاء او ارحب کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ جګړې شوي


دیمن په بیضاء او ارحب کي دحوثیانو ، عبدالله صالح دملېشو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې شوي دي، چي له دواړو لوریوڅخه ګڼ شمېر کسان پکي وژل شوي دي.

يمني رسنیو خبر ورکړی، چي دبیضاء ولایت دذی ناعم دسیمي په رباط کلي کي دحوثیانو اوعبدالله صالح دملېشو په مرکزونو بریدونه شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چي لومړی يې په سیمه کي دیوې ستري چاودني غږ اورېدلی او وروسته یې ددرندو او سپکو وسلو ډزي اورېدلي دي.

راپورونه وايي، چي دصنعا په شمال کي دارحب په سیمه کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ جګړو کي ۱۳ تنه وژل شوي دي، چي ۷ تنه يې حوثیان دي.

دسيمي اوسيدونکي وايي، چي په ارحب کي دحوثیانو تر وژل کېدلو وروسته هغوی دجنادبة کلي ته ننوتل، درې کلیوال يې ديوې ښځي په ګډون ووژل او ۶ کورونه یې په ماينونو والوځول.

په ورته وخت کي دحضرموت او شبوة قبائلو اعلان کړی، چي دوی به په دغو سیمو کي تاوتریخوالي او جګړو ته اجازه ورنه کړي.

راپورنه وايي، چي په شبوة ولایت کي قبائلي وسله وال له بیضاء سره په پوله ځای په ځای شوي دي، ترڅو دحوثیانودبریدونو مخه ونیسي.

حوثیانو له څو ورځو راهیسي دبیضاء په مرکز ولکه کړې ده او ددې ولایت زیاتي برخي يې ترخپلي ولکي لاندي راوستلي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



//