Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / بنګله دېش، محکمې دجماعت اسلامي مرستیال مشر ته داعدام سزا اورولې
بنګله دېش، محکمې دجماعت اسلامي مرستیال مشر ته داعدام سزا اورولې

بنګله دېش، محکمې دجماعت اسلامي مرستیال مشر ته داعدام سزا اورولې


دبنګله دېش دجنګي جرمونو اړوند ځانګړې محکمې دجماعت اسلامي مرستیال مشر عبدالسبحان ته داعدام سزا اورولې ده.

دجنګي جرمونو ځانګړې محکمې ۷۹ کلن عبدالسبحان دپاکستان او بنګله دېش ترمنځ د۱۹۷۱ کال دجګړې په مهال دخلکو په وژلو، تاوتريخولي، ظلمونو اونورو جرمونو تورن کړی دی.

محکمې په نوموړي نهه تورونه لګولي دي، چي له امله يې په عبدالسبحان داعدام دسزا حکم کړی دی.

دعبدالسبحان وکیل دمحکمې په پرېکړي نیوکه کړې او هغه يې غیرعادلانه بللې ده، نوموړي په عبدالسبحان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

راپورونه وايي، چي دمحکمې له لوري دجماعت اسلامي مرستیال مشر ته دسزا اورولو په مهال دمحکمې مخي ته دپيترولي بمونو برید شوی دی، په برید کي دچادټپي کېدلو راپور نه دی ورکړل شوی.

پولیسو په ډاکې برسېره ددې هیواد په یوشمېر نورو ښارونو کي امنیتي تدابیر سخت کړي دي، ترڅو دممکنه تاوتريخوالي مخه ونیسي.

دبنګله دېش دجنګي جرمونو محکمې تراوسه ۱۷ تنو ته داعدام سزاوي ورکړي دي، چي ډیری يې دجماعت اسلامي مشران دي.

دجنګي جرمونو محکمه ددې لپاره جوړه شوې، چي ترڅو د۱۹۷۱ کال دجګړې په مهال جنګي مجرمین معلوم او سزاوي ورکړي.

له بله پلوه دجماعت اسلامي سياسي ګوند دځانګړې محکمې پرېکړي غندي او وايي، چي دجماعت اسلامي مشرانو ته داعدام سزاوي دسياسي لاملونو له امله ورکول کیږي.

 احمدظريف


Leave a Reply !



//