Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سپين بولدک، مامورینو دافغانستان بانک ټولي پیسې تښتولي
سپين بولدک، مامورینو دافغانستان بانک ټولي پیسې تښتولي

سپين بولدک، مامورینو دافغانستان بانک ټولي پیسې تښتولي


دکندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي دافغانسان بانک څخه ټولي پيسې دبانک دمامورینو له لوري تښتول شوي دي.

دبانک مدیر له دوو کارکونکو سره دافغانستان بانک له ميليونونو پیسو سره دوه ورځي وړاندي تښتېدلی دی.

که څه هم دکندهار اړوندو چارواکو تراوسه په دې اړه معلومات نه ورکول،خو نن يې منلې، چي دافغانستان له بانک څخه پیسې تښتول شوي دي.

دکندهار چارواکو دتښتول شویو پیسو اندازه نه ده ښودلې، خو خبري سرچينې وايي، چي په سلګونو ميليونه پیسې تښتول شوي دي.

ویل شوي، چي دغه پيسې له افغانستان بانک څخه په تدریجې توګه ایستل شوي دي او دبانک مدير له پاته پیسو سره دوه ورځي وړاندي تښتېدلی دی.

دبانک مدير او دوو مامورينو دپیسو له تښتولو وړاندي خپل کورونه له سیمي ايستلي دي او په نامعلوم لوري تللي دي.

دالومړی ځل دی، چي په بولدک کي دافغانستان بانک ټوله خزانه دمامورینو له لوري تښتول کیږي.

دکارپوهانو په اند، دافغانستان بانک دپيسو دتښتولو لامل دکابل په رژیم دخپلو مامورینو او چارواکو بې باوري ښيي.

احمدظريف


Leave a Reply !



//