Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه، دبشارالاسد رژیم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي
سوریه، دبشارالاسد رژیم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي

سوریه، دبشارالاسد رژیم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي


دسوريې دبشري حقونو سازمان په خپل یوه راپور کي ویلي، چي له ۲۰۱۱ کال راهیسي دبشارالاسدرژیم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي دي.

دیاد سازمان په راپور کي ویل شوي، چي د۲۰۱۱ کال دمارچ له میاشتي راهیسي چي دبشارالاسد درژیم په خلاف پاڅون پیل شوی تراوسه ددغه رژیم له لوري ۸۲ تنه ژوندي سوځول شوي دي.

په دغو سوځول شویو کسانو کي ۴۷ ولسي وګړي دي، چي ۱۸ پکي ماشومان او ۷ تنه پکي میرمني دي او ۳۵ تنه وسله وال مخالفین دي.

په ژوندي سوځولو برسېره رژیم سلګونه کسان تر مرګ وروسته هم سوځولي دي، په دغه تازه راپور کي ویل شوي، چي دسوريې رژیم ۷۷۳ تنه له وژلو وروسته سوځولي دي، چي په هغو کي ۱۴۶ ميرمني، ۶۹ تنه ماشومان او ۲۲ تنه هغه کسان دي، چي په زندان کي تر تعذیب لاندي وژل شوي وو.

یاد سازمان دبشارالاسد درژیم له لوري دمړو دسوځولو لاملونه خپلو مخالفینو ته دزور ورښکارول، په هغوی ویره خپرول، مذهبی تعصب، دوهلو اوشکنجو دنښو پټول ښودلي دي، په دې برسېره ویل شوي، چي دډیری هغو ښځو جسدونه هم سوځول شوي، چي درژيم دپوځیانو له لوري جنسي تيری پرې شوی دی.

دبشري حقونو سازمان ویلي، چي رژیم دژوندیو انسانانو او مړو سوځول دیوه منظم پلان له مخي کوي او په سوځولو برسېره دولسي وګړو او خپلو مخالفینو لپاره دتعذیب هرډول طريقې کاروي.

په راپور کي ویل شوي، چي ترټولو ډیر کسان دحماة ولایت ژوندي سوځول شوي دي، چي شمېر يې ۳۸ تنو ته رسيږي، چي ۷ تنه پکي ولسي وګړي ا و پاته ۳۱تنه وسله وال مخالفین دي، په دې برسېره ددمشق، درعا، حلب، دیرالزور او یوشمېر نوروسیمو کسان سوځول شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو دسازمان مشر محمدعبدالغنی په نړیوالي ټولني، ملګرو ملتونو او رسنیو نیوکي کړي، چي درژیم په جنایاتو او ظلمونو چوپه خوله دي.

دنوموړي په خبره، داسي دتعذیب طريقه به نوي، چي دبشارالاسدرژیم دي دخپلو مخالفينو او لسي وګړو په خلاف نه وي کارولي، نوبیاولي ملګري ملتونه او رسنۍ پرې غلي دي، برعکس درژيم دمخالفي ډلي دولت اسلامي په دغه ډول کړنو نیوکي کوي او تبلیغات پسي کوي.

نوموړي ویلي، ملګري ملتونه دبشارالاسد درژیم په ملاتړ دجنګېدونکو اجنبیانو په اړه هیڅ نه وايي، خو په النصرة جبهې او دولت اسلاميه نیوکي کوي، چي اجنبي وسله وال ورسره ملګري دي.

دیادوني وړ ده، چي درژیم له لوري دژوندیو انسانانو دسوځولو په اړه راپورونه په داسي مهال ورکول کیږي، چي رژیم په خپلو زندانونو کي له زندانیانو سره هرډول ظلم ته ادامه ورکړې ده، په ځینو راپورونو کي ویل شوي، چي له ۲۰۱۱ کال راهیسي دسوریې رژیم لسګونه زره زندانیان په وهلوډبولو، شکنجو اودلوږي له لاري وژلي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



//