Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / ناټو دروسيې دممکنه برید لپاره تیاری نیسي
ناټو دروسيې دممکنه برید لپاره تیاری نیسي

ناټو دروسيې دممکنه برید لپاره تیاری نیسي


دبريتانیاددفاع وزیر مايکل فالون ویلي، چي روسيه دبالتیک هیوادونو ته په واقعي او ښکاره خطربدله شوې ده او ناټو په دغو هیوادونو دروسيې دممکنه برید لپاره تياری نیسي.

فالون دغه خبري تیره ورځ سيرالیون ته دسفر په مهال کړي دي، نوموړي ویلي، چي دروسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین ښايي له پټو تاکتیکونو څخه استفاده وکړي، څو لتوانیا، استونیا او لاتویا ناارامه کړي.

نوموړي ویلي، چي هغه تکتيکونه چي په کریمیا او داوکراین په ختیځ کي ورڅخه استفاده شوې ښايي په بالتیک هیوادونو کي هم تکرار شي.

نوموړي ویلي، چي پوتین ناټو له یوه سخت امتحان سره مخ کړې ده، چي دی سخت ورته اندېښمن دی.

فالون زیاته کړه، چي دروسیې ټانګونه او زري پوښونه داوکراین له پولي تير شوي دي او الوتکي یې دمانش په بحیره پروازونه کوي، دنوموړي په خبره داسي څرګندیږي، چي دروسیې تحرکات ډیر شوي دي.

دبریتانیاددفاع وزیر ویلي، چي په هر ډول ممکنه وي ناټوباید دروسيې دتيري مخه ونیسي.

مایکل فالون په خپلو خبرو کي ونه ویل، چي ناټو دروسيې دممکنه برید دمخنيوي لپاره په کوم ډول تیاریو بوخته ده.

دیادوني وړ ده، چي داوکراین دکړکېچ په سر دناټو دغړو هیوادونو او روس ترمنځ اړیکي ډیري ترېنګلي شوي دي، چي په پایله کي يې امریکااو ځینو اروپايي هیوادونو په روسيې اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.

احمدظریف


Leave a Reply !



//