Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / بغلان، سیمه ييز قومندان په يوه کور دبرید په ترڅ کي ښځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
بغلان، سیمه ييز قومندان په يوه کور دبرید په ترڅ کي ښځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

بغلان، سیمه ييز قومندان په يوه کور دبرید په ترڅ کي ښځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې


دبغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کي سيمه ييز قومندان په یوه کور برید کړی، چي یوماشوم يې وژلی او دیوې میرمني په ګډون يې څلور ماشومان ټپيان کړي دي
برید تیره ورځ دنهرین ولسوالۍ په دوابي کلي کي رامنځ ته شوی دی
دسیمي خلکو ویلي، چي دقومندان محمدعلی وسله والو په یوه کور برید وکړ، چي یو  لس کلن ماشوم يې وواژو، یودغيږي ماشوم، دوه نور ماشومان یو څلور کلن او بل اووه کلن او یوه میرمن یې ټپي کړه
ټپيان دنهرين ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي دي، چي اوس مهال تر درملني لاندي دي
دټپيانو دروغتیايي وضعیت په اړه راپور نه دی ورکړل شوی
دبغلان دنهرين ولسوالۍ اوسيدونکي له سیمه ييزو قومندانانو څخه چي درژیم ملاتړ ورسره دی شکایت کوي، چي په دوی ظلم کوي، وهي ډبوي يې، او په زوره پیسې ورڅخه اخلي
دنهرین په ولسوالۍ کي څو میاشتي وړاندي دقومندان محمدعلی او قومندان حلیم وسله والو ددې ولسوالۍ په بازار کي جګړه وکړه، چي ولسي وګړو ته پکي مرګ ژوبله واوښتله، ډیرځله په دغه ولایت کي دسیالو قومندانانو ترمنځ په جګړو کي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي
دیادوني وړ ده، چي دبغلان په نهرین ولسوالۍ برسېره ددې ولایت په بورکه، تاله اوبرفک، اندراب او نورو ولسوالیو کي سیمه يیز قومندانان چي درژيم ملاتړ ورسره دی فعالیت کوي، چي ددې سیمو اوسيدونکي تل دهغوی له ظلمونو څخه شکات کوي
دغه قومندانان له خلکو په زوره پيسې اخلي، وهي ډبوي يې، خلک اختطافوي او په یوشمېر جنایاتو کي لاس لري
احمدظریف


Leave a Reply !



//