Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / اوکراین،دجګړو په ترڅ کي تر۱۶۰ زیاتو پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې،۹۰پوځیان تري تم شوي
اوکراین،دجګړو په ترڅ کي تر۱۶۰ زیاتو پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې،۹۰پوځیان تري تم شوي

اوکراین،دجګړو په ترڅ کي تر۱۶۰ زیاتو پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې،۹۰پوځیان تري تم شوي


داوکراین په ختيځ  کي په اوربند برسېره دپوځ او بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه روانه ده، چي په ترڅ کي يې له دواړو لوریوڅخه لسګونه کسان وژل شوي دي
اوکرایني پوځ ویلي، چي بېلتون غوښتونکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په پوځي مرکزونو اوپوځیانو ۴۹ بریدونه ترسره کړي دي
بېلتون غوښتونکو په اوکرایني پوځ تورلګولی، چي په دونیڅک ښار کی يې دولسي وګړو په کورونو بریدونه کړي دي، چي یوه ښځه يې وژلې ده
اوکرایني پوځ تیره ورځ وویل، چي داوکراین په استراتيژيک ديبالڅيف ښار کي دجګړو په ترڅ کي ۱۳پوځیان وژل شوي، تر۱۵۰زیات ټپيان شوي، په دې برسېره ۹۰ پوځیان دبېلتون غوښتونکو له لوري ژوندي نيول شوي او تر۸۰زیات پوځیان تري تم شوي دي
داوکراین ولسمشر پيټرو پروشينکو ویلي، چي ۲۵۰۰ پوځیانو ددبیالڅيف له ښار څخه په شاتګ کړی دی

بېلتون غوښتونکو ته دوراوښتو  تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی او نه هم روس پلوه بېلتون غوښتونکو په دې اړه څه ویلي دي
که څه هم تيره اونۍ ښکېلو لوریو په اوربند هوکړه وکړه، خو په اور بند برسېره هم په سیمه کي جګړې رواني دي، دمنيسک داوربند له مخي دواړو لوريو بېلتون غوښتونکو او پوځ باید درندي وسلې دجګړې له لومړۍ کرښي ايستلي وای، خو ویل شوي، چي دواړو لوریو له سيمي خپلي درندي وسلي نه دي ایستلي
تردې وړاندي کيف دپوځ او بېلتون غوښتونکو ترمنځ داوربند دټينګښت لپاره دملګرو ملتونو دمنځګړيتوب غوښتنه کړې وه، خو روس دملګرو ملتونو منځګړيتوب رد کړی دی

احمدظريف


Leave a Reply !



//