Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / لیبیا، قبة ښار کي دریو موټر بم چاودنو ۴۵ تنه وژلي، لسګونه ټپیان دي
لیبیا، قبة ښار کي دریو  موټر بم چاودنو ۴۵ تنه وژلي، لسګونه ټپیان دي

لیبیا، قبة ښار کي دریو موټر بم چاودنو ۴۵ تنه وژلي، لسګونه ټپیان دي


دلیبیاپه ختیځ دقبة په ښار کي نن دجمعې په ورځ درې موټر بم چاودني شوي، چي لږترلږه ۴۵ تنه پکی وژل شوي او تر۷۰ زیات کسان پکی ټپیان شوي دي
راپورونه وايي، چي لومړی موټر بم برید دپارلمان درئیس عقيلة صالح په کور شوی، دوهم برید دپولیسوپه یوه مرکز او دریم موټر بم برید یوه پمپ ته څېرمه شوی دی، چي لسګونوکسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده
دقبة ښار ددرنه دښار په لويدیځ ۳۰ کيلومترۍ کي واقع دی، چي له څو ورځو راهیسي دمصرجنګي الوتکي هوايي بریدونه پرې کوي
له ۲۰۱۱ راهیسي چي په ليبیاکي دمعمر القذافی حکومت نسکور شوی په دغه هیواد کي کورنۍ جګړه پيل شوې ده
دليبیاپه زیاتره برخوکي بېلي بېلي ډلي فعالیت لري، په دغه هیواد کي اوس مهال تر ډیره اسلامي او سيکولري ډلي په جګړو بوختي دي

احمدظریف


Leave a Reply !



//