Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دمظاهره کونکو له مرګ ژوبلي وروسته په مصر کي شپنۍ مظاهرې ترسره شوي
دمظاهره کونکو له مرګ ژوبلي وروسته په مصر کي شپنۍ مظاهرې ترسره شوي

دمظاهره کونکو له مرګ ژوبلي وروسته په مصر کي شپنۍ مظاهرې ترسره شوي


دمصردپلازمینی قاهرې په المطریة سیمه کي دیوه تن تر وژل کېدلو او دلسګونو مظاهره کونکو تر ټپي کېدلو وروسته  تیره شپه دمصرپه یوشمېر ښارونو او سیمو کي مظاهرې ترسره شوي دي
دتیري جمعې په ورځ ددې هیواد په ښارونو او ځینو سیمو کي مظاهرې ترسره شوې، چي دقاهرې په المطریة سیمه کي مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او لسګونو کسانو ته پکي مرګ ژوبله واوښتله
راپورونه وايي، چي تیره شپه دمصرپه ګڼو ښارونو اوسیمو کي مصریان لارو کوڅو ته راوتلي وو او داوسني رژيم په خلا ف يې لاريونونه کړي دي
راپورونه وايي،چي دجيزه ولایت په دوو سیمو امبابة او الوراق سیمو کي زرګونو کسانو دپوځي کودتا او اوسنی رژيم په خلاف شعارونه ورکول او دهغوی دظلم غندنه يې کوله
ویل شوي، چي مظاهره کونکو داوسنی رژیم دختمېدلو او په همسایه هيوادونو کي دمصري پوځ دنه مداخلې غوښتنه کوله، مظاهره کونکو په خپلو شعارونو کي دپوځي کودتا دعاملینو دمحاکمه کولو او اعدامولو غوښتني کړي دي
په جيزة برسېره په قاهره اسکندریه اویوشمېر نورو سیمو کي هم مظاهرې ترسره شوي دي
که څه هم مصري پولیس او پوځ په دوام داره توګه له مظاهره کونکو سره شخړي کوي او هغوی وژني، خو بیاهم په دغه هیواد کي داوسني رژيم په خلاف مظاهرې ترسره کیږي

احمدظريف


Leave a Reply !



//