Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دسويس په ښوونځیو کي په حجاب بنديز لګېدلی
دسويس په ښوونځیو کي په حجاب بنديز لګېدلی

دسويس په ښوونځیو کي په حجاب بنديز لګېدلی


دسویس دکانټون واليزښار په ښوونځیو کي په حجاب او ټکري بنديز لګول شوی دی.

دسویس مليتچي افراطي ګوند دکانټون واليز ایالت حکومت ته په ښوونځیو کي په حجاب او ټکري دبنديز لګولو په موخه دقانون مسوده وړاندې کړې وه، چي دايا لتي حکومت له لوري منل شوې ده.

دیاد ګوند له لوري ددغه قانون په مسوده کي ویل شوي، چي دښوونځیو دقانون له مخي باید په ښوونځیو کي دټولو زده کونکو مخونه او سرونه لوڅ وي.

په وړاندي شوي مسوده کي ویل شوي، چي هغو زده کونکو ته چي مخ او سر يې پټ وي باید ښوونځیو ته دننوتلو اجازه ورنه کړل شي او ددې لپاره باید غوڅ چلند وشي.

په مسوده کي ویل شوي، چي له ښوونځیو بهر هرڅوک حق لري، چي خپل مخ او سر پټ کړي، خو په ښوونځیو کي نشي کولای حجاب واغندي.

دسويس دمليتچی افراطي ګوند مرستیال تیر کال ددې قانون مسوده حکومت ته وړاندي کړه، خو منل شوې نه وه، ليکن اوس منل شوې ده او په حجاب بندیز لګول شوی دی.

په سویس کي له مسلمانانو سره ډیر ناوړه چلند کیږي، په دغه هیواد کي دافراطیانو له لوري په مسلمانانو او داسلام په مقدساتو بریدونه ترسره کیږي، یوازي په تیر کال کي په جوماتونو ۱۴ بریدونه ترسره شوي دي.

دیادوني وړ ده، چي داروپاپه یوشمېر هیوادونو کي په حجاب بنديز لګول شوی دی او مسلمانو ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي، چي په عامه ځايونو کي حجاب واغوندي.

 احمدظريف


Leave a Reply !



//