Home / اعلامیه / د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيي اوعالي تحصيلاتو كميسيون اعلاميه
د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيي اوعالي تحصيلاتو كميسيون اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيي اوعالي تحصيلاتو كميسيون اعلاميه


بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيي اوعالي تحصيلاتو كميسيون اعلاميه

قال الله تعالی :  اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)  سورةالعلق

و قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ ) .متفق عليه.

له پورته الهي ارشاد او نبوي هدايت څخه له ورايه څرګنديږي چې تعليم ، ښوونه او روزنه او د دين زده کړه د انسان هغه بنيادي ضرورت دی چې د ده د خلقت او پيدايښت سره يو ځای پيداكيږي د انسان ژوند دوه اړخونه لري ، دنيوي او اخروي چې د دواړو اړخونو د تنظيم او برابرولو لپاره پوهې ته ضرورت دی ترڅو وكولاى شي په  دنيوي ژوندكې د ژوند د بنيادي ضرورتونو د لاسته راوړلو لپاره د وخت ، محل او شرائطو سره سم اسانتيا وې رامنځ ته كړي او په اخروي ژوند كې چې د انسان  وروستی منزل  او تلپاتې ژوند دی هغو موخو ته ځان  ورسوي كوم چې دده سعادت ، نيكمرغي او وروستی بری پكې نغښتی دی  نو دغه بيا تعليم ، ښوونې او زده كړې ته ضرورت لري

نو ځكه د اسلام مقدس او سپيځلى دين د انسان  د دواړو اړخونو د بري او انسان ته د ښه او هوسا ژوند د برابرولو لپاره په تعليم او زده كړې ټېنګار كوي لكه چې فرمایي : (فاسئلوا أهل الذکر ِان کنتم لاتعلمون).

د افغانستان اسلامي امارت د دې مقصد لپاره د خپلو هر اړخيزو اسلامي پاليسيو په ترڅ كې د  تعليمي پاليسيو د پر مخ بيولو لپاره د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو كميسيون  ټاکلى تر څو د اسلامي امارت تعليمي او تحصيلي پاليسي د اسلام د سپيڅلي دين د ځلانده هداياتو په رڼا كې تعقيب ، تطبيق او پر مخ بوزي د دې كميسيون د كار ي استقامتونو د تشخيص او هم د كاري صلاحيتونو د حدودو د ټاكلو لپاره د وخت او هيواد شرائطو ته په پام سره يي په (101) مادو كې یوه لائحه ترتیب کړې تر څو د هغې د موادو په لارښونه  خپلې كړنې تر سره كړي نو د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو كمیسيون خپل مجاهد ولس او ټولو هيواد والو ته اعلانوي چې :

  1. د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو كميسيون لكه څرنګه چې عملاً يې ثابته كړې ده  د اسلام د دښمنانو د تبليغاتو بر خلاف تعليم ، ښوونې او روزنې ته پوره  ژمن او  ورته  تر هر څه زيات اهميت  ورکوي .
  2. دغه كمیسيون ټولو تعليمي ادارو ته هغه كه دیني دي  لكه ديني مدرسې ، دارالحفاظونه ، كليوالي مدرسې او دارالايتامونه آن د تخصص تر كچې پورې ادارې  اوكه عصري دي لكه ابتدائيه ښوونځي ، متوسطې ، لېسې او پوهنتونونه او د مسلكي زده كړو او د لوړو زده كړو ادارو ته د هيواد په دننه او بهر كې د خپلو امكاناتو په چوكاټ كي وده  وركوي .
  3. د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون لکه څرنګه چې له عنوان څخه يې څرګندیږي د عالي تحصیلاتو د مؤسساتو نظارت ، کنترول او مراقبت په غاړه لري په ټولو هغو مرکزونو کې چې دغه مؤسسات موجود دي هلته د دې کمیسیون ټاکلي مسئولین مؤظف دي  ، چې ددې مؤسساتو استاذان  ،  محصلین او نور منسوبین کولای شي د هغوی سره په تماس کې شي او یا په لاندې  ليکل شويو ادرسونو او نمبرونو رابطه وکړي .
  4. د دغو ادارو د لاپر مختګ لپاره كه چيرې دګرانو هيوادوالو څخه څوك  وغواړي په شخصي توګه يوه اداره فعاله كړي د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو كميسيون يې قدر كوي او ورسره لازمه مرسته كوي .
  5. د دغو ټولو تعليمي ادارو د كيفيت د لوړوالي او په مسلكي معيارونو باندې د برابر ولو په منظور د تعليم او تربېي او عالي تحصيلاتو كميسيون د دیني علماؤ ، استاذانو او د عصري او مسلكي علومو د متخصصينو مشورې ، نظريات او رغنده وړانديزونه  په ورين تندي مني او درناوی یې كوي .
  6. د تعليم او تريیې او عالي تحصیلاتو كميسيون له عاموهيوادوالو څخه هیله كوي تر څو د خپل دیني او هیوادني مسئووليت پر بناء د ملت بچيان په هرځاى كې چې وي تعليمي ادارو ته تشویق  او سوق كړي په ځانګړې توګه په كليوالي سېمو كې د تعليم او زده كړې زمينه ورته برابره كړي .
  7. د تعليم او تربيي او عالي تحصیلاتو كميسیون په هر ولايت كې ولايتي تعليمي مسئول او په هره ولسوالۍ كې د ولسوالۍ تعليمي مسئول ( مدير )  لري چې د كميسیون تعليمي پلانونه او پروګرامونه په ټولو ولاياتو او ولسواليو كي د هغوی له لارې عملي كيږي ګران هيوادوال كولای شي د هغوی سره په تعلیمي چارو كې خپله رابطه وساتي . د تعليم او تربيې او عالي تحصیلاتو  كمېسيون سره د رابطې نمبرونه او ايميل ادرس  په لاندې ډول دي :

تيلفون شمېرې  :-       ( ۰۷۰۷۳۶۴۳۱۱)

                                                  ( ۰۷۰۴۰۹۱۷۴۳)

د ايميل ادرس  :[email protected]

د مخابرې نمبر :-

بسم الله الرحمن الرحیم

اعلامیه کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان

قال الله تعالی :  اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)  سورةالعلق

و قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ ) .متفق عليه.

از ارشاد فوق الهی و هدایت نبوی به وضاحت آشکار میگردد که تعلیم ، پرورش، تربیه و آموزش دین آن نیازمندی بنیادی انسان است که در زمان خلقت وپيدایش وی باهم به وجود می آید.

زندگی انسان دو پهلو دارد ، دنیوی و اخروی ، که بخاطرتنظیم وتنسیق هردو پهلو نیاز به دانش وعلم است، تا انسان بتواند در زندگی دنیوی خویش بخاطر مرفوع ساختن نیازمندی وبه دست آوردن ضرورت های بنیادی بادرنظرداشت زمان ، محل و شرائط سهولیات را فراهم نماید و در زندگی اخروی که آخرین منزل  انسان و زندگی جاویدان است ، خود را به آن اهداف برساند که سعادت، خوشبختی و  کامگاری نهایی وی در آن نهفته است، پس آن به تعلیم ، فراگرفتند و آموختن نیاز دارد ، از همین جا است که دین مقدس اسلام بخاطرکامیابی هردو پهلوی زندگی انسان وبخاطر مساعد ساختند زندگی آرام به فراگری ، تعلیم و آموزش تاکید می کند مثلیکه می فرماید: (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ )

امارت اسلامی افغانستان بخاطر به دست آوردن همین هدف، در ضمن پالیسی های همه جانبه اسلامی خویش بخاطر پیشبرد پالیسی تعلیمی کمیسیون تعلیم و تربیه و تحصیلات عالی را به کار گماشته است ، تا پالیسی تعلیمی و تحصیلی امارت اسلامی را در پرتو رهنمودهای درخشنده دین مقدس اسلام تعقیب ، تطبیق وبه پيش ببرد.

و بخاطر مشخص نمودن استقامت های کاری و تعیین حدود صلاحیت های این کمیسیون، با درنظرداشت شرائط و حالت کنونی کشور ، یک لائحه (طرزالعمل) را که با (۱۰۱) ماده مشتمل است ترتیب نموده، تا در هدایات مواد همین لائحه وظائف خویش را انجام دهد.

پس کميسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی به تمام ملت مجاهد و همه هموطنان خود اعلان می نماید که :

۱ــ کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی امارت اسلامی طوریکه درعمل ثابت نموده، برخلاف تبلیغات دشمنان اسلام، به تعلیم، آموزش وتربیه کاملا متعهد می باشد و از هر چیز به آن اهمیت زیاد میدهد.

۲ــ این کمیسیون به همه ادارات تعلیمی، برابر است دینی باشد مثلا مدارس دینی، دارالحفاظ ها، مدارس دیهاتی ، دارالايتام ها ، آن تاحد تخصص ، و یا عصری باشد مثلا مکاتب ابتدائیه ، متوسطه ، لیسه ها وپوهنتونها، و ادارات آموزش های مسلکی وتحصیلات عالی ، در داخل و خارج کشور در چهارچوب امکانات خود رشد میدهد.

۳ــ کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی، همانگونه که از عنوانش هویدا میگردد، مسئولیت نظارت، کنترول و مراقبت مؤسسات تحصیلات عالی را برعهده دارد، درهمه مراکز که مؤسسات مذکور در آن وجود دارد، در آنجا مسئولین تعیین شده این کمیسیون مؤظف هستند، که استادان ، محصلین و سائر منسوبین این مؤسسات میتوانند به آنها در تماس شوند و به شماره ها و آدرس های ذیل ارتباط گیرند.

۴ ــ به منظور ارتقای بیشتر ادارات مذکور اگر کسی از هموطنان عزیز بخواهد کدام اداره شخصی را فعال نماید، کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی از چنین اقدام قدردانی نموده وبه آنها همکاری لازم می نماید.

۵ ــ به منظور ارتقا کيفیت و مطابق نمودن با معیارهای مسلکی همه ادارات تعلیمی، کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی مشوره ها ، نظریات و پيشنهادات ارزنده و مفید علماء دینی، استادان ومتخصصین علوم مسلکی را به پيشانی کشاده می پذیرد و از آن قدردانی میکند.

۶ــ کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی از همه هموطنان خود میخواهد تا به مبناء مسئولیت دینی و میهنی خویش فرزندان ملت خود را در هرجا که هستند به ادارات تعلیمی  تشویق و سوق کنند، به خصوص درمناطق روستایی زمینه آموزش وتعلیم را برای آنها فراهم نمایند.

۷ــ کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی در هر ولایت مسئول تعلیمی ولایتی و در هر ولسوالی مسئول تعلیمی ولسوالی (مدیر) دارد، که همه پلانها و پروگرام های تعلیمی کمیسیون از طریق آنها عملی میگردد، هموطنان عزیز میتوانند در امور تعلیمی به آنها روابط خود را برقرارنمایند.

ذیلاً آدرس ایمیل وشماره های تماس با کمیسیون تعلیم وتربیه وتحصیلات عالی به شما تقدیم میگردد.

تیلفون : ( ۰۷۰۷۳۶۴۳۱۱)   و  ( ۰۷۰۴۰۹۱۷۴۳)

آدرس ایمیل:  [email protected]

شماره مخابره:  


Leave a Reply !



//