Home / ابدي ژوندي / د شهید مولوي محمد عالم کلیم ژوند او کارنامو ته کتنه
د شهید مولوي محمد عالم کلیم  ژوند او کارنامو ته کتنه

د شهید مولوي محمد عالم کلیم ژوند او کارنامو ته کتنه


عبدالرؤف حکمت

د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ په شپږمه نیټه د افغانستان اسلامي امارت د خپلو نظامي جهادي کدرونو له منځه یو خورا غښتلی او کارنامه ساز مجاهد له لاسه ورکړ.

هو کې، مولوي محمد عالم کلیم هغه مجاهد و چې لکه څرنګه یي چې د مجاهدینو تر منځ د یوه ویاړلي او مخلص مجاهد په حیث شهرت درلود همداسې یي په کفارو او د حق په دښمنانو کې هم زړونه خوړین کړي و،دا چې مولوي محمد عالم څوک؟ څرنګه ژوند یي وکړ؟ او د اسلامي نظام په لاره کې یي کوم جهادي خدمتونه وکړل ؟ په راتلونکو کرښو کې یي لوستلی شئ.

شهید مولوي محمد عالم کلیم

مولوي محمد عالم کلیم د ۱۳۴۳ هـ ش کال په پسرلي کې د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ په لنډۍ نومې سیمه کې د کوچیانو په یوه کاله کې دنیا ته راغی، د پلار نوم یي محمد اصغر او د پښتنو د اندړو له قبیلې سره یي تعلق درلود.

محمد عالم کلیم په کم عمر کې ددیني زده کړو حصول ته ملا وتړله،لومړۍ زده کړې یي په تانده ځوانۍ کې د پاکستان د بلوچستان په پښین سیمه کې ترسره کړې،وروسته د دیني تعلیماتو لپاره قبایلي سیمو ته لاړ هلته په شمالي وزیرستان میرانشاه کې د وتلي جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني صاحب په مدرسه منبع العلوم کې شامل او دیني زده کړو ته یي ادامه ورکړه.

څرنګه چې د مولوي جلال الدین حقاني مدرسه په تعلیمي خدمت سربیره د جهادي فکر مدرسه هم وه، مولوي محمد عالم کلیم په همدې مدرسه کې په جهادي فکر وروزل شو او وروسته یي د مولوي جلال الدین حقاني تر مشرۍ لاندې  دافغانستان په جنوب ختیځ خوست اوپکتیا کې عملا په جهاد کې برخه واخیسته او لومړنی جهادي سفر یي له همدې ځایه پیل کړ.

نوموړی په خوست کې له څه مودې جهاد وروسته زابل ته راغی او په خپله سیمه کې یي د زابل د میزان په ولسوالۍ کې د آمر ملا ظریف تر قومانده لاندې د سرو لښکرو او کمونیستي رژیم پر ضد جهاد ته ادامه ورکړه.

مولوي محمد عالم کلیم له جهاد سره سره خپل ددیني زده کړو سلسله هم تعقیبوله،د بلوچستان په لورلایي ، کویټه اونورو مختلفو سیمو کې یي له دیني مدارسو دیني تعلیم ترلاسه کړ،نوموړي د کمونیستي نظام د سقوط تر وخته همیشه جهاد ته هم تلو، خو دکورنۍ جګړې او تنظیم شاهۍ په دوران کې یي ټوله توجه یوازې دیني زده کړو ته راوګرځوله.

نوموړي  خپله ددیني زده کړو سلسله د اسلامي امارت دواکمنۍ په مهال پای ته ورسوله او د پاکستان په مردان کې یي  له مشهور عالم مولوي حمدالله جان  داجوی صاحب څخه د احادیثو او فراغت سند ترلاسه کړ.

د طالبانو په اسلامي تحریک کې شمولیت او خدمتونه

مولوي محمد عالم کلیم هغه وخت د طالبانو له تحریک سره ملګری شو،چې دې تحریک په کندهار کې نوی ظهور کړی و او لا د کندهار ښار واک یي نه و ترلاسه کړی،نوموړي د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د یوه ډلګۍ مشر مولوي عبدالخالق تر مشرۍ لاندې په دې اسلامي تحریک کې خدمت پیل کړ، په ګڼو جګړو کې یي برخه واخیسته، د کابل له فتحې وړاندې د وردګو ولایت په میدان سیمه کې زخمی شو خو الله تعالی ورته شفاء ورکړه، د کابل له فتحې وروسته یي هم  په پروان، کاپیسا او د افغانستان په شمالي ولایاتو کې په ډیری جنګونو کې د یوه مخلص او مطیع مجاهد په حیث برخه واخیسته.

په ۱۹۹۷ میلادي کال کې چې کله د طالبانو یو لوی لښکر د سالنګ تونل له لارې د افغانستان شمال ته واوښت دغه مهال مولوي محمد عالم د جبل السراج په سیمه کې د شورای نظار لخوا ونیول شو او څو میاشتې ورسره بندي پاته شو.

مولوي محمد عالم چې د شورای نظار له کوم قومندان سره بندي و د هغه ورور له  اسلامي امارت سره بندي و، دغه قومندان مولوي محمد عالم ته وویل چې که ته زما ورور راخلاص کړې نو زه  به هم تا ازاد کړم،مولوي محمد عالم له یوه دریمګړي سره یوځای  کابل ته راځي او د جهادي خط  قومندان  ته وایي چې دی په مشروط ډول له دښمن څخه راغلی دی او وعده یي ورسره کړې چې د پلاني قومندان ورور به د ځان په مقابل کې خلاصوي،نو که ستاسو خوښه وي هغه د قومندان ورور ازاد کړی او که مو خوښه نه وي نو زه به بیرته دښمن ته ورشم.

دغه مهال په لومړیو کې دقومندان دورور په خلاصولو موافقه ونه شوه نو ځکه مولوي محمد عالم بیرته دښمن ته د ورتلو اراده وکړه، خو له روانیدو وروسته یي د مجاهدینو مشرانو پریکړه وکړه،د شورای نظار دقومندان ورور یي ازاد کړ او مولوي محمد عالم له نیمې لارې بیرته راستون شو، چې دغه دښمن ته بیرته د ورستنیدلو او حتی له دښمن سره وعده پالل د نوموړي یوه کمساري کارنامه  وه.

د امریکا په خلاف  جهاد

له کابل څخه د طالبانو له وتلو  او امریکا له حاکمیت وروسته مولوی محمد عالم له هغو لومړنیو مجاهدینو څخه و چې له څو تن نورو مجاهدینو سره په ګډه یي په زابل ولایت کې جهاد پیل کړ.د زابل ولایت  په شاجوی ولسوالۍ کې نوموړی له مقدمو مجاهدینو شمیرل کیږي.

د مولوي محمد عالم نږدې ملګری مولوي محمد انور وایي، هغه د پیل وخت ډیر د غربت او تش لاسۍ وخت و،د مولوي صاحب او نورو طالبانوکورونه حکومت تلاشي کړل او وسلې یي ترې یووړې،حتی یو میل سلاح هم نه پیدا کیدله،مولوي محمد عالم زه د سیمې یوه قومندان ته ورولیږلم چې یوه میل سلاح راکړي،هغه راته  وویل چې ټول امارت ړنګ شو اوس په یوه کلاشینکوف نه راټینګیږي. ما دا خبره مولوي محمد عالم ته وکړه هغه قسم یاد کړ چې که ټول مجاهدین تسلیم شي هم ارام به نه کینم او که په تش لاس هم وي جهاد ته به ادامه ورکړم.

مولوي عبدالحلیم منصور چې هغه مهال لومړنی ډلګۍ مشر و وایي: په پیل کې د مولوي صاحب د ملګرو له جملې موږ دری کسان یعني مولوي محمد عالم،شهیداسدالله جمشید او زه و چې مخفي جهادي کارونه مو پیل کړل،لومړی مو یوازې په شاجوی کې فعالیت کاوو وروسته دایچوپان،خاکران  او ارغنداب ته مو هم فعالیت پراخ کړ.نوموړی وایي له مولوي محمد عالم صاحب سره په ګډه مو ۵۴ میله وسله توزیع کړه او ځوانان مو جهاد ته تیار کړل چې وروسته ددې ټولې ډلګی مشر مولوي محمد عالم وټاکل شو او تشکیلات یي خورا پراخ شول.

عبدالحلیم منصور د هماغو لومړیو سختو شپو انځور داسې راته وړاندې کړ: هغه سخت  وخت و چا له ډاره مجاهد ته شپه نه شوی ورکولی،موږ به  د بازار له نانوایي ډیرې ډوډۍ واخیستې، له ځان سره به مو غرو ته یووړې هلته به مو یوه هفته ورباندې ګوزاره کوله،د یخ او ګرمۍ ټولې شپې به مو په تورو غرو کې تر آسمان لاندې کولې،حتی کله به چې ډير یخ و نو په ریګونو کې به مو د قبر غوندې ځایونه راته ژور کړل او ریګ به موپه ځان واړاوو تر څو د شپې له سخت یخ نه ورباندې ځان وساتو،له ډیر یخ څخه دځینو ملګرو رنګونو داسې تور اوښتي وو چې شناخته خلکو نه پیژندل حتی له لوږې او تندې ځیني ملګري بي حسه کیدل.

له همداسې امتحاني شیبو څخه مولوي محمد عالم صاحب د یرغلګر کفر په خلاف جهاد پیل کړ،خو له نوموړي سره د ټولو مجاهدینو په څیر الهي نصرت ملګری و، ډیر زر یي ملګري اضافه شول، الله تعالی غنائم په لاس ورکړل،د کار ساحه یي پراخه شوه، دزابل په مختلفو ولسوالیو سربیره یي په غزني او کندهار ولایاتو کې هم جهادي خدمت پیل کړ، تردې چې په وروستیو کې یي د خپلې مربوط ډلګۍ د مجاهدینو شمیر تر زرو مسلحو مجاهدینو ورسید.

د جهاد په لومړیو کلونو کې د مولوي محمد عالم له مشهورو جهادي بریدونو څخه  یو د هغه ایټالوي چارواکي وژل و چې غوښتل یي له کندهاره کابل ته په موټر سایکل لاړ شي چې د شاجوی ولسوالۍ د بازرګان په سیمه کې دنوموړي په مشرۍ مجاهدینو له منځه یووړ،چې دې برید هغه وخت په رسنیو کې یو ځل بیا د مجاهدینو د موجودیت خبرونه تاوده کړل.

ورپسې د نوموړي په مشرۍ مجاهدینو د ارغنداب امنیه قومندان عبدالمحمد سره له ملګرو د سیاګز بند په سیمه کې په یوه کمین کې له منځه یووړل او ورپسې په لویه لاره د تازي په سیمه کې له دښمن سره ټوله ورځ سخته جګړه وشوه او په دې ډول جهادي عملیاتو علني شکل غوره کړ.

د جهاد له علني کیدو وروسته د لومړنیو کلونو هغه لوی عملیات چې مولوي محمدعالم صاحب له نورو مجاهدینو سره په کې برخوال و، د ارغنداب د باغ پوسته له منځه وړل،د خاکران ولسوالي د مرکز نیول،د ارغنداب د ولسوالۍ مقام او ګڼې پوستې نیول،له امریکایانو سره په ارغنداب کې سخت جنګ چې په لومړي ځل د امریکایانو تر لسو پورې مړي پاته او څلور ټانګونه له منځه لاړل، او له غزني څخه د راغلې قوې په شا تمبول چې د جاوید په نوم هزاره قومندان یي د خرني په سیمه  کې د مولوي محمدعالم لخوا په موټر کې سپور په راکټ وویشتل شو اوووژل شو.

په یادو عملیاتو سربیره مولوي محمد عالم نور هم ګڼ عملیات او جهادي کارنامې سرته رسولې چې د ټولو یادول ددې لیکنې تر حوصلې لوی کار دی،خو په مجموع کې ویلی شو چې نوموړی د زابل ولایت په سطحه یو له  سترو او پُرکاره مجاهدینو څخه و چې ډیر وخت یي په سنګرو کې تیریدو،په تیرو څوارلسو کلونو کې دنوموړي  د زر کسیزې ډلګۍ ۲۰۳ تنه مجاهدین له یرغلګرو سره په سختو جګړو کې شهیدان شوي،مولوي محمد عالم صاحب په امریکا ضد جهادکې دری ځله ټپي شوی دی،نوموړي د امارت په تشکیلاتو کې د زابل د ارغنداب،شهرصفا،شلمزو،نوبهار،شینکۍ،میزان او چوپان ولسوالیو نظامي مسؤلیتونه کړي همدارنګه د زابل د ولایتي کمیسیون غړی او څه موده یي رئیس هم پاته شوی دی.

د شهیدمولوي محمد عالم کلیم د شخصیت په اړه

مولوي محمد عالم کلیم په ټوله معنی یو رښتینی،فداکار او سرسپارلی مجاهد او د الله تعالی ددین دخادم و،نوموړی یو ورزیده او مدرس عالم هم ود خپل کور له خوا سره یي دوه مدرسې یوه د هلکانو او بله د نجونو تاسیس کړې، چې سلګونه ماشومان او لویان په کې زده کړې کوي،په دې سربیره د نوموړي اصلي مشغله د الله په لاره کې مسلح جهاد و.

نوموړی لکه څرنګه چې د بهرنیو کافرو یرغلګرو سرسخته دښمن و د هغوی دداخلي ګوډاګیانواو جاسوسانو په خلاف یي هم جدي موقف درلود. ملا احمدالله وثیق وایي: مولوي صاحب به په دې آیت ډیر استدلال کاوو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو صفت دا و چې اشداء علی الکفار رحماء بینهم. له همدې امله خو نوموړي د کفارو او د هغوی د ملګرو په خلاف له ډیر جدیت څخه کار اخیست او د نوموړی د جدیت له امله د زابل به ډیرو سیمو کې ددښمن پلویان خصوصا جاسوسان له منځه لاړل اوځیني  یي له سیمې تیښتې ته اړل شول.

وثیق صاحب وایي چې د بګرام په زندان کې د تحقیق په وخت یي یوه ورځ ټول تحقیق د مولوي محمد عالم صاحب په اړه راڅخه کاوو، چې دا څرنګه سړی دی؟ چیرې اوسي؟ څه ډول ملګري او امکانات ورسره دي او څرنګه عملیات کوي؟

د شهید مولوي صاحب یو نږدې ملګری یحیی وایي چې د مولوي صاحب همیشنی معمول د قرانکریم تلاوت و چې که به یي لس دقیقې فرصت پیدا کړ هم قرانکریم به یي راواخیست او تلاوت به یي کاوو،د جنید په نوم مجاهد وایي چې د ډیر تلاوت له امله به ډیرځله په خوب کې هم د نوموړي په ژبه د قرانکریم آیتونه تلاوت کیدل چې په خپله یي ترې اوریدلي دي،په تلاوت سربیره دتهجد لمونځ هم دده داسې معمول چې په هرڅومره سخت حالت کې یي هم نه قضاء کاوو.

د شهید مولوي محمد عالم صاحب مرستیال او د ډیر وخت ملګری نقیب الله مقیم د نوموړي د شخصیت په اړه وایي: په مولوي صاحب کې د یوه ښه مؤمن او معیاري مجاهد ټول صفات موجود و خو څلور صفات یي داسې تر ښکاره او تر لمر روښانه و چې حتی دښمن یي هم شاید سترګې ورباندې پټې نه کړي.

مولوي صاحب انتهايي غیرتي و او الله تعالی ورته لوی زړه او د جګړې په ډګر کې د ثبات توفیق ورنصیب کړی و،بله داچې ښه تقوا یي درلوده زما ورسره د ملګرتیا دوولس کاله وشول ډیرې شپې مو یوځای کړې خو زما نه یادیږي چې کومه شپه یي تهجد پرې ایښی وي.دریم داچې د خپلو امیرانو په اطاعت کې خورا جدي و،په هیڅ وجه یي دشرعي امیر له اطاعت څخه غاړه نه غړوله او څلورم داچې تواضع یي درلوده، له کبر او شهرت څخه يي نفرت کیده دا یي زړه غوښتل چې د خدای ددین خدمت وکړي او پټ پاته شي نوم او نښان یي خوښ نه و.

د فاروق په نوم مجاهد وایي چې د زخمیتوب په شپو کې مولوي صاحب له ماسره یوځای په موټرسایکل ګرځیده، یوه شپه چې د پسرلي لومړۍ باراني شپې وې او سخت یخ و د شاجوی د کرتو په سیمه کې زما او مولوي صاحب په غرو کې شپه وه، نیمه شپه مې کړپ کړوپ تر غوږ شو زه وارخطا شوم چې هسې نه امریکایان راغلي وي، خو چې کتل مې مولوي صاحب چې زخمي هم و په باران او یخه هوا کې پاڅیدلی د غره په سړو اوبو یي اودس کړی او د تهجد په لمانځه ولاړ دی.

د نوموړي د ملګرو په وینا د مولوي صاحب بل صفت دا و چې د جماعت لمونځ یي هیڅکله نه پریښود،حتی که دوه کسان به هم و، نوموړي به ملګرو ته ویل چې یو طالب او یو امي مجاهد په موټرسایکل سره ملګري کیږئ او د جماعت لمونځ هیڅکله مه پریږدئ.

شهادت

مولوي محمد عالم کلیم رحمه الله چې بیابیا ددښمن له چاپو او بریدونو څخه الله تعالی ورته نجات ورکړ په پای کې داجیر دښمن په یوه ناځوانمردانه او بزدلانه برید کې د روان کال د جنورۍ میاشتې په شپږمه نیټه د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

چې په جناره کې یي د اسلامي امارت په منسوبینو سربیره لسګونه زره  مهاجرینو، مجاهدینو او عامو مؤمنانو ګډون درلود.

روح دي یي ښاد او یاد دیي یې تل وي.

رحمه الله تعالی


Leave a Reply !



//