Home / ابدي ژوندي / دشهیدمولوی عبدالرحمن(محمود) رحمه الله ژوندته کتنه
دشهیدمولوی عبدالرحمن(محمود) رحمه الله ژوندته کتنه

دشهیدمولوی عبدالرحمن(محمود) رحمه الله ژوندته کتنه


 لیکنه: قاري ضعیف غز نوي

جهادي سنګرونه او ورکې ځار سوي کدرونه ، هریود دې وړ دی چې په ستاینه یې یوځانګړی کتاب ولیکل شي،خودشاعرپه خبره: ستا د ښايست ګلونه ډیردي = ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه؛ ځکه نوباید ووایم چې زه د دې أخیرودوه نیمولسیزود جهادي کدرونو له قطارنه دیوې دیني، علمي،او جهادي هستۍ په ژوند اوحالاتودرسره غږیږم،ترڅود حقې لارې دلارویانولپاره دصبر او تسلي الهام، اودفیل په غوږکې ویدوزلمو لپاره د پاڅون پیغام وګرځي،(وماذالک علی الله بعزیز).

دغه جهادي هستي،دسنګرونو اتل،دحساسي، بشاشي، او متبسمې څیرې څښتن،دصبر، حوصلې، اونرم زړه خاوند،داخلاص،شفقت، اومهرباني سمبول،دلوړ علمي استعداد اوویاړمنار،دقره باغ پر افق ښکاره،د غزنوي اسمان پر جبین ځلیدلی جهادي ستوری، چې څو ورځې وړاندې له خپله مداره ووت،دژوندپسرلی يې خزان، اودعمر ورځ یې مازدیګر شوه، دغه په الهي مینه مست،مبارز مولوي عبدالرحمن رحمه المنان ،و چي په (محمود) سره یې شهرت درلود.

زوکړه:

شهیدسعید مولوي صاحب محمودله نن څخه ۵۶کاله وړاندې په سپوږمیزکال ۱۳۸۱ کې چې له ۱۳۳۸لمریزکالسره برابره وه، د غزنی ولایت قره باغ ولسوالۍ دسفرخیلو په کلي کې دسیمه ایز متبحر عالم مولوي فضل محمدصاحب په دینداره علمي، جهادي اوشهید پاله کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې، چې له خاپوړو پیل کولوسره سم یې دلوی څښتن دوحدانیت،درسول الله صلی الله علیه وسلم دمتابعت، اوداسلام د سپیڅلي دین دحقانیت درس د خپلې دیندارې مورکۍ د غیږي د زانګو له مدرسې څخه په رګونو وڅښه اوپه خبرود سم پوهیدلوسره سم يې خپل نیک پلارورته همدادرس په مغزو کې ورمحلول کړ.

زده کړې:

دا چې شهیدمحمود په یوعلمي ټبر کې زیږیدلی و؛ نو ځکه یې د دیني علومو حصول ته لومړیتوب ورکړ، له خپل والدماجد څخه یې دیني زده کړې پیل اوبیاد سیمې او ګاونډي هیوادپه بیلا بیلو حجرو اومدرسو کې یې په جیدوعلماءکراموسبقونه وویل،چې له هغوی څخه دسیمې په کچه متبحر او خاکساره علمي سټه مولوي عبدالمحمد صاحب مشهورپه (چمبرانوملاصاحب) اودعلم،جهاد او تصوف په اسمان کې ځلانده ستوری مرشدناخلیفه صاحب دبشیر او متواضع عالم دین مولوي عیسی محمدصاحب،همدارازد آب بند ولسوالۍ اړوندنوموتی ممتازعالم دشهیانوپلار جانګل آخندزاده صاحب رحمه الله یادولای شو،شهیدمحمودته د علمي تندې دماتولوپه تکل د پیل کړي طالبي ژوند،سفرونو،ستونزو او پردیسیوګاللوپه پایله کې د ګاونډي هیوادخیبرپشتونخوا مربوط داکوړه خټک په مشهوره علمي اداره دارالعلوم حقانیه کې د علمي ستوریو او جلیل القدره شیوخولخوادفراغت دفضیلت تاج (پګړۍ)ورپه سر کړل شوه، اودخپل تره(آکا)علمي، سیاسي، او جهادي مشهورې څیرې الحاج مولوی محمدصادق (عرف صادق حاجي صاحب)په مبارکولاسونو اعزازي چپنه ور واغوستل شوه.

تدریس اوعلمي خدمتونه:

شهیدمحمود رحمه الله علیه،د خپل علمي سفرله پایته رسولووروسته هیواد ته راستون شو، په خپله سیمه کې یې د خلکو اودهغوی دبچیانوپه خدمت، پالنه اوروزنه پیل وکړ،په بیلابیلوکلیو کې یې امامتونه وکړل، ورسره څنګ کې یې په هر مسجدکې دطالبانود میشت لپاره حجرې (دائرې) آبادې او فعالې وساتلې چې له دغه لارې یې دسیمې ډیری طالبان له علمي فیوضاتو برخمن شول اودعلم په لسګونومینوالودعلم له دغه منبع (محمود) څخه خپله علمي تنده ماته کړه.

د طالبانوله اسلامي تحریک سره یوځایوالی:

کله چې شوروي سرو لښکروپه افغانستان کې ماتې وخوړه اومزدور حکومت یې هم نسکورشو په هيواد کې د جهادي ډلو تر منځ جګړو زور واخيست او په پايله کې يې دڅورلس کلن جهاد وياړونه تر پښو لاندې شول نو په لمریزکال ۱۳۷۳ کې چې د۱۴۱۵سپوږمیزکال محرم الحرام له ۱۵مې سره برابره وه، دهیوادپه جنوب لويدیځ کندهار ولایت کې د یویشتمې پیړۍ د اتل ځوان ملامحمدعمر(مجاهد) رحمة الله علیه په مشري د طالبانواسلامي غورځنګ پیل شو، په دغه تحریک کې ټول هغه مخلص مجاهدین چې په هیواد کې د اسلامي نظام دحاکمیت دراوستلو په تکل یې قربانۍ ورکړې وې، راغونډ او په ډیره کمه موده کې یې دهیواد ډیرې سیمې د جګړې له شر څخه وژغورلې چې خلګو ورکې د امنیت احساس وکړ، دغه اسلامي تحریک له جنوب لویدیځ زون څخه مرکزي زون ته ډیرپه لنډ وخت کې ځان ورساوه،کله چې طالبي سپیڅلې قافلې مرکزي زون ته مخه کړه، د قره باغ ولسوالۍ طالبان د خلیفه ملامحمداسحاق آخند زاده صاحب په مشري دمقر ولسوالۍ ته د استقبال لپاره ورغلل، دشر او فسادپرضد پیل شوي جهاد کې یې دهرراز قرباني وعده ورسره وکړه، خدای بښلی شهید مولوي عبدالرحمن(محمود)هم له دې قافلې سره ملګری اود اسلامي امارت دسقوط ترمهاله دیووفادارمجاهد په صفت ورسره پاته شو.

د صلیبي یرغل په وړاندې جهاد:

کله چې په لمریزکال ۱۳۸۰ د میزان میاشتې په ۱۵مه صلیبي تاړاکګرودخپلوضمیرپلورونکوځیره خوروپه توسط زموږپرهیواد بې رحمانه یرغل وکړ، د همدې متجاوزینودسختو وحشي اورسا بمباریو له امله چې په هيڅ ځای کې ورسره د مقابلې توان نه ترسترګوکیدو، د اسلامي امارت مجاهدینودعالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله په امرشاتګ وکړ،خودا چې زموږهیوادته (کنانةالله)د الله تعالی د غشو چانټه ویل شوې په هرپیر کې چې دوخت طاغوت پر دې خاوره دبلوسیدوتکل کړی، په دین او خاوره مین بچیان یې په وړاندي راپاریدلي اودتیریګروله ککرو یې منارونه جوړکړي؛ ځکه نود نړیوال صلیبي ايتلاف له یرغل سره سم افغان مجاهد ملت په مقابل کې په جهاد او مقاومت لاس پوري کړ،دامقاومت دهیوادله جنوب، جنوب لویدیځ اوختیځ زون څخه پیل اوپه تدریجي توګه دهیوادټولوسیموته خپورشو،دصلیبیانوضد دغه مقاومت څپې د قره باغ ولسوالۍ ته هم راورسیدې، د دې ولسوالۍ غیرتمن اولس اومجاهدینو هم جهادي خوځښت پیل کړ،دزړورمجاهد حاجي صاحب داروخان(شفق) اودهغه د مرستیال اتل اوسرشاره مبارز قاري صاحب عبدالمتین(شفیق)تر مشري لاندې د سیمي مجاهدینوظهوروکړ،په دین مین شهیدمحمود هم ټوپک ورسره په اوږه کړ او د لوی څښتن له لوري ورکړي استعداد سره یې دخپلومشرانوهرروا امر ته په ورین تندي لبیک وویلو،د دې مقاومت په جریان کې پر میړني مجاهدحاجي صاحب داروخان (شفق)یرغلګردښمن د خپل بې ضمیره جاسوس په مټ چاپه ووهله اوحاجي صاحب شفق یې دیو ملګري شعیب په ګډون دبګرام د وحشي زندان میلمه کړ،د دلګۍ مشري فقیر صفته متقي مجاهد قاري صاحب (شفیق) ته پاتې شوه،داسلام دښمنانود حاجي داروخان له نیولووروسته دخپلومزدورانو په وسیله د قاري صاحب شفیق لټون پیل کړ، بالآخره یې په کال ۱۳۸۶ کې د سنبلې میاشتې په ۱۲ دسه شنبې په شپه یوه نیمه بجه دخواجه شیر غره په لمنه کې شمال لورته پروت شیرسر نومي کلي په مسجد کې، قاري صاحب له پنځویشت کسیز ګروپ سره په خواږه خوب ویده وو، چې پیره دارددښمن د چاپې خبرورکړ، قاري صاحب له ملګروسره دمسجدمخته دیرغلګرو په وړاندې سنګرونه ونیول، له اوږد مقاومت وروسته قاري صاحب د۹ ملګروپه ګډون دشهادت جام نوش کړ،پاته ملګرو کې قاري جاوید، اسیر شو،یوشمیرملګري زخمیان اوځيني روغ رمټ له سیمي ووتل،لنډه دا چې دګوتوپه شمیر ملګري بې سرپرسته ډیرد مایوسۍ په حالت کې پاته شول،دا پیښه ځکه دردونکې وه چې یومشر حاجي داروخان اسیر او دوه مشران قاري شفیق اوملامحمدصادق (صدیقي)له ټاکلوسره متصل یو په بل پسې په شهادت ورسیدل،دمشرتابه تشه، د اسلحو، اوموټرسائکلونوضیاع،دا ټول داسي څه دي چې طبعاانسان د غم او مایوسي په ټغر کینوي؛ نود دغسي یوحالت تصور اوبرداشت دعاموانسانانولپاره ګران کارده، په دغه ویرجن حالت کې یواځينی کس محمود و چې د پاتې ملګروپرسر یې دشفقت لاس تیر او په ځان یې راټول کړل،محموددمشر په صفت نه بلکې دیو عادي مجاهدپه توګه د خدای تعالی ددین دحاکمیت لپاره ټولودنیوي لذتونوته شاکړه، په سپینه ږیره یې چانټه په تن او ټوپک په اوږه کړ، دغه مهال چې یومشرته سخته اړتیا وه او له دې سره سره چې نوموړي ته دمشرتوب زمینه هم مساعده وه؛ خو ده مشري قبوله نه کړه هغه ووچې دټولوملګروپه اتفاق له ډیرټینګاروروسته حافظ صاحب د دلګۍ د مشر اومحمودورسره دمرستیال په توګه وګمارل شول،له دغه ټاکنیز بهیر وروسته په هره برخه کې دشهیدمحمودپرخدمتونود قره باغ زمکه، فضا، اولس اوغلیمان شاهدان دی،دهیواددقسم خوړلودښمنانو اودهغوی دبادارانوپرضددقره باغ ولسوالۍ دمجاهدینوپه ټولوکمینونو،انفجاراتو، او تکتیکي بریدونو کې دمشر،فرد، اویاهم د طراح په توګه سهیم و،د دې خبرې دثبوت لپاره دغلیم د کشفي، بونګنو اوبې پیلوټه الوتکولخوادشهیدمحمود دائمي تعقیب یادولای شو،ډیر ځله داسي پیښه شوې چې دقره باغ د کومې سیمې پرفضابه دغلیم د کشفي الوتکوغورهار زیات و، ملګرو به ویل لکه چې محمود په دغه سیمه کې دی،دا مبالغه نه بلکې زمادسترګو لیدلی حال دی،یوه ورځ د مقاومت قوي سنګر(کډي جامراد) کې سره یو ځای شوو،یونابلده ملګری ورسره سپور و، مایوطرف ته ګوښه کړ او ورته مې وویل دغه نابلده کس له ځانه سره مه ملګری کوه،وایي زماشناخته ده،ماویل زماخوښه نه ده، وایي بل څوک دموټر سایکل ملګري نه راسره کوي،نوته راځه ما ویل درځه زه چې ورسره سپور شوم، د مولوي عبدالبصیر(طیب)د کلي دمسجدمخته ترونو لاندې ملګري ناست وو، ورته ودرید، دووکسانوما ته وویل قاري صاحب په تا ځان تاوان دی، ماویل ولي؟وایي په محمود پسې بونګنه (کشفي) الوتکه ګرده ګرځي،ماویل خیرده، همداراز دوه ځله یرغلګرود نوموړي دموندلوپه موخه د شپې مهال دده پرکورنا کامه چاپې ووهلې، دریم ځل یې د نوموړي دورور قاري صاحب عبدالستارسیرت په کورچاپه ووهله چې په زخمي حالت کېيې له ځان سره یووړ او د بګرام په کرغیړن زندان کې له درویشت۲۳میاشتو بند تیرولووروسته د لوی څښتن په فضل راخلاص شو.

تقوی یې:

تقوی چې دانسانانوترمنځ دفضیلت معیار اوله ټولوبدمرغیوڅخه انسان ته د نجات غوره وسیله ده، شهیدمحمودله نوروغوره صفاتو سره د تقوی له نعمته هم برخمن و،محمود دغه نبوي حدیث پر ځان عملي کړی و چې ( اتقوامواضع التهم)دتهمت له ځایونو ځان وساتئ،دده د مسؤلیت په سیمه کې یوسرمایه دارکس و، ما اوحافظ صاحب په ډیرټینګار ورته وویل چې دغه کس څخه چې ستاډیر شناخته دی، زما قاري ضعیف دوروڼودراخلاصولولپاره څه پیسې ترې وغواړه،مګرتر پایه یې ونه منله، وایي دازما بدنامي ده، دغه خبره بیا څوک مني چې ماستالپاره ترې پيسې اخستې دي.

دشهیدمحمود په اړه دملګرو اندونه اوخاطرې:

په خپلوهمزولو کې نوموتی ځوان عالم مولوي عبدالبصیرد محمود په اړه وایي: پرمحمود خدای تعالی ویره دومره غالبه وه چې کله به یې خلکوته ددین په حواله خبره کوله نوله سترګو به یې اوښکې روانې وې،همدارنګه طیب صاحب وایی شهیدمحمودراته ویل رسول پاک صلی الله علیه وسلم مي په خوب لید په جنت کې یې زما،زماد کورنۍ اوآکا حاجي صاحب صادق (رحمه الله)ځایونه راته وښودل او بیا یې زه (محمود) او حاجي صاحب دموټرد مخې چوکی کې کینولو اوموټر یې روان کړ.

له شهیدمحمود سره نږدې اوسیدلی زړورمجاهد مولوي احمدمنیرعابر وایي: شهیدمحمود الله جل جلاله په عمري صفت عدل او زړه سوي هم نازولی و او دغه نبوي حدیث یې پر ځان عملي کړی و چي فرمايي ( انصر اخاک ظالما اومظلوما)شهیدمحمود یوه ورځ راته کیسه کړه چې دخپل مسؤلیت په ساحه واغظ ولسوالي کې د شپې ویده وم چیغې اوفریاد مې ترغوږ شو، د باندې راووتلم په یوکور کې د یوې ښځې زړه بوږنوونکې ژړاده، ورمنډه مې کړه، لومړی مې د کلي خلګ راخبرکړل له هغو مې وپوښتل په دغه کور کې څه پیښه ده؟ هغوراته وویل دلته یوه میرمنه ده میړه یې په سفرتللی، یوه میاشت کیږي چې لیور اوخسر یې هره شپه وهي،بیامو دکوردروازه وټکوله که ګورم لیور اوخسر دي انګور (ژنور) یې په ځمکه غورځولې او وهي یې،غږ مې پرې وکړخلګوښځه پریښودله، ښځي چې زه ولیدم ناره یې کړه وای طالبه! دایوه میاشت کیږي ناحقه مې وهي هیڅ ګنا مې نده کړې،شهیدمحمود وویل ښځه مې له دغوظالمانو وژغورله او دوی ته مې جزاورکړه،بله شپه مي حضرت عمررضی الله عنه په خوب ولید.

دندې او مسؤلیتونه یې:

شهیدمحمودد اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال لومړی دعسکرکوټ په نوم د تشکلاتي مرکزد مسؤل په صفت اوبیادوه کاله دقره باغ ولسوالۍ دڅارنوال په حیث دنده تر سره کړې، پرهیوادد صلیبي تاړاکګروتر یرغل وروسته په ۱۳۸۶یم لمریز کال کې د قاري صاحب شفیق د جهادي ډلګۍ دمرستیال په توګه، په ۱۳۹۰ لمریز کې د اسلامي امارت د تشکیلاتي مهال ویش له مخې د واغظ ولسوالۍ د نظامي مسؤل په حیث،په ۱۳۹۱ کې د غزني دخوږیاڼو ولسوالۍ د نظامي مسؤل په توګه، اود روان ۱۳۹۴لمریزکال له پیل نه بیادشهادت تر ورځې د ده یک ولسوالۍ د نظامي مسؤل په توګه.

دشهیدمحموددسالم فکر، ښه رایه،لوړ کاري استعدادد دې باعث و چې شهیدمحمودته د اسلامي امارت دمشرتابه لخوادبیلابیلوولسوالیو نظامي مسؤلیتونه وسپارل شول،شهیدمحمودهم دمسؤلیت په ټولوساحو کې په پوره ایمانداري،اخلاص، او امانتداري وظیفه ترسره کړه،لله الحمد له هرې ولسوالۍ چې به بلې ته تبدیلیده نو اولس اوملګرو به یې په فراق اوښکې تویولې، دیو امیر لپاره ترهرڅه دغه یوویاړمن حالت دی،همدارازمحمودددندوپه ټولو ساحو کې پریرغلګرواومزدورانو یې ځمکه سره تبۍ کړې وه، په ډیروغلیمانو یې میندې بورې کړې،دخوږیاڼو ولسوالۍ خو یې دمسؤلیت په ټوله موده کې تر ټینګې محاصرې لاندې نیولې وه.

پښتانه وایي چې خدای نه وي وژلی نه مري،محمود(رح) له دښمن سره له ټولوجګړو اوهم د هغوی له تعقیب اوچاپولوی خدای جل جلاله روغ وساتلو،خو کله چې الهي قضا پوره اود اجل نیټه راورسیده، بیله جګړې په شپه کې دملګرودڅارلو لپاره په ګزمه او ګشت ووتلو، اواشتباهادیوه تصادف له مخې دروان سپوږمیز۱۴۳۷کال دمحرم الحرام په ۲۵مه نیټه چې دلمریز۱۳۹۴کال د لړم میاشتې له ۱۶مې سره برابره وه، د شنبې په شپه د۵۶کالوپه عمرد شهادت عالي منارته جګ شو، انالله واناالیه راجعون [قدّرالله وماشاءفعل] روح یې ښادستړیاوي یې قبولې اولار یې له لارویو ډکه.

په تدبیر کله ردیږي د ازل نویشته = بې وخته نه راځي هیڅکله د اجل فرشته.

د یادونې وړ ده چې دشهیدمحمودرحمه الله د شهیدپالې کورنۍ دالومړی شهیدنه دی، بلکې۲۰۰۳ کال کې یې کشرورورملاعبدالمنان (محمود)د خوست ولایت اړونددروازګۍ سیمه کې دیرغلګروپرکمپین دبریدپه مهال په داسي حال کې چې د۷۰کسیز ګروپ مشرييې کوله، د غلیم په ناځوانه مرمۍ ولګید اووروسته د شهادت کلیمې په ویلوسره دشهادت دنګ منارته وخوت، انالله واناالیه راجعون.


Leave a Reply !



//