Home / ابدي ژوندي / د حیا او تواضع ځلانده ستوری او قهرمان شهید مولوي محمد ولي حقاني (رحمه  الله)
د حیا او تواضع ځلانده ستوری او قهرمان شهید مولوي محمد ولي حقاني (رحمه  الله)

د حیا او تواضع ځلانده ستوری او قهرمان شهید مولوي محمد ولي حقاني (رحمه  الله)


لیک  ( م  ـ  الفت  ) 

مولوي محمد ولي  حقاني (رحمه الله )  دالله  دلارې  هغه پاک ، سپیڅلي  مجاهد  اوداسلامي  امارت باتور قومندان  وو چې  نیږدي دوه لسیزي یې  دالله  درضا او اعلای کلمة الله په خاطر یوه شپه هم په ارام تیره نکړه ، شپه ورځ یې  د دین  ددفاع او د هیواد د لوړو ارزښتونو په نیت  کړاوونه زغمل اوکږ لیچونه یې  کز اوپل کول ، سوچ اوفکر یې  ټول په دې کې نغښتی اومصروف وو ، چې څنګه هغه ځای ته ځان ورسوي  چې دجهاد او امارت ورته اړتیا اوضرورت دی

اتل مولوي صاحب  ته  دامهمه نه وه چې  مشران  ورته کوم مسؤلیت  اومنصب  ورکوي اویایې  په څه  ډول مکافاتو قدرداني کوي ، سرله دې چې  الله  تعالی په  مولوي صاحب  محمدولي  حقاني کې لوړ استعداد اوهمه جانبه بصیرت موجود وو ،   هره دنده اومسؤلیت   به   چې ورته   وسپارل  شوه کماحقه  به  یې  ترسره  کوله  اوسرفرازه به  ترینه  راووت

خو الله  تعالی  ته  نوره همدا خوښه اومقدره  وه چې  داخلاقو ، دیانت  اوزړورتیا دغه  دنګ منار نور خپل لور ته  وبولي  او زمونږ له منځ یې  پورته کړي

مولوي صاحب  محمدولي  څوک وو  :

شهید مولوي  محمدولي  ، دالحاج  ملا محمد ګل ځوی ، په  قوم  عمرخیل احمدز ی دلوګر ولایت  دمرکز پل علم  دسپیست  دکلي اوسیدنکی  ، چې  شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې یې  په  یاده    متدینه  او علم   افروزه کورنی کې  دې  جهان  ته  سترګي  رڼي  کړي

ړومبنی  زدکړي  یې  په  خپل کلي  اوپاتي  نورې  یې  دهجرت په  دیار دپیښور په  مختلفو دیني  مدرسو کې  ترلاسه  کړي  ، دحدیثو لویه دوره یې  په  ۲۰۰۱ کال  کې  داکوړه خټک  په  حقانیه  دارالعلوم کې  ترسره  اودفضیلت   سند او دستار یې  له  هماغه  مدرسي  په  برخه  شو .

مولوي صاحب  به  چې  کله  دژمي  موسم  راغی  اوفرصت  به  په  لاس  ورغی  نو سمدلاسه  به  یې  په  کومي  مدرسي  کې  په  تدریس  پیل وکړاوطالبانو ته به یې  دفنونو مغلق  کتابونه  لوستل ، چې  ویل  کیږي ، مولوي  صاحب   له  دستارفضیلت  ورسته  ۸  کاله  شاندار تدریس  وکړ ، چې دلوګر دالتمورپه دارالعلوم شامحمدیه  مدرسه  ،  دسپیست په تعلیم القران ، داکوړي په  جامعه فاروقیه کې  څوکاله  په  منظم  ډول دیوه زبده استاد په  صفت   پاته  او طالبانو ته  درسونه  وویل  .

مولوي  صاحب  علاوه  په  دې  چې  دتصوف اوتذکيی رڼايي هم په  زړه کې  خاص  ځای  درلود او له  مرحوم  پیرسباق صاحب  رحمه  الله  څخه  یې  لاس  نیوی  کړی  وو ، داکوړه خټک په  مبارکو استادانو اومشایخو سربیره یې ددیني  علومونو اوفنونو مشهور استادان  په  لاندې  ډول  یادولی  شو ، شیخ الحدیث  استاد الاساتذه  عبدالقدوس جان صاحب ، شیخ  حاجی محمدصادق صاحب  ، شیخ  حمدالله  جان داګی  صاحب  ، شیخ محمد اسماعیل رحمانی  صاحب  ، شیخ صاحب محمدامین  صاحب  ، شیخ    سید قریش بابا صاحب ،  شیخ  مو لوی نورمحمد ثاقب صاحب  ، شیخ  مولوي فضل الرحمان پکتیاوال  صاحب  ، شیخ  مولوي عبدالغنی  صاحب  ، شیخ  شامنصورباباجی صاحب  اونور …….

اخلاق اوتقوا  : 

الله  تعالی  مولوي  صاحب  محمد ولي  حقاني  ته  داسې  حسنه  اخلاق  ورکړي  وو چې له چاسره  به  یې  یوځل  ولیدل  اومجلس  به  یې  ورسره  وکړ ، ارومرو به  هغه کس  ترینه  متاثر کیده  او ښه  احساس  به  یې  ترینه  اخیست ، ځکه  مولوي صاحب  ،متواضع  شخصیت  وو ،  کبر  اوبې  ځایه  غرور یې نه  درلود ، دنرم  مزاج   څښتن  وو ، مقابل  کس  سره به  یې   که  به  څه  هم  ترده  کشر  وو ، خو له  قدرداني  اواحترام  ډک  چلند اوبرخورد کاوه

دغه  ډول  مولوي  صاحب  ته  چې  الله  تعالی   بل  مهم  صفت  او خصلت  ورپه  نصیب  کړی  وو ، هغه  حیا وه  ، چې  ترڅو به  چا پوښتنه  نه  وه  ورنه  کړي  مولوي  صاحب  به  کوشش  داکاوه  چې  خاموش  پاتي  شي ، سپک  الفاظ  یې  چاته  په  ژبه  نه  راتلل ، دځان  ستاینه  یې  نکوله  ، داستادانو اومشرانو به  یې  انتهايي  درناوی  او احترام  کاوه  اوتل  به  یې  ژبه  دالله  په  ذکر  لمده  وه  .

دندې  اومسؤلیتونه  : 

مولوي  صاحب   دجهاد اومبارزي  کلونه  ترډیره  بریده   داسلامي  امارت  دنومیالي  جهادي  مشر  اواتل  شهید مولوي  میراحمدګل  هاشمي  سره  یوځای  تیر کړل  او له لوګر  نیویولي   ترپکتیا، خوست، غزني، شمالي او ننګرهار پورې یې  ګډه  اواوږده  ملګرتیا  درلوده  ، تردې  چې  کله  میرصاحب  دلوګر والي  وټاکل  شو، مولوي  صاحب  محمد ولي  یې  دمعاون  په  صفت  دنده  اجراکوله  .

دغه  راز مولوی  صاحب  دلوګر  ولایت  دمرکز  دولسوال  او هم  دلوګر  دازري  ولسوالی  دمسؤل  په  توګه    په  ډیره ایمانتداري  اوصداقت  سره   دندې  سرته  رسولی  ، چې  په  نورو بې  شمیره  لاسته  راوړنو سربیره  یې  دازري  په  ولسوالی  کې  دخارجیانو دیوې  چورلکي  کوزول  او ترډیره  وخته    دعملیي  خوندي  ساتل  دده  دتدبیر یوه ژونده بیلګه  یادیږي،

په  همدې  ډول  کله  چې  مولوي  صاحب  دلوګر ولایت  دمرکز مسؤل  وو ، داجیرې  ادارې له  لوري  ورته  داتیازرو ډالرو وړاندیز شوی  وو په  دې  شرط  چې  هغه  به  له  عملي جهاد څخه  لاس  اخلي  ، خو الله  تعالی  دپاک  ضمیره  مولوي  صاحب  په  عزم  او جهادي  اراده  کې  نور برکت  او جذبه  هم  واچوله  نه  داچي  دغلیم  وړاندیز یې  مسترد کړ ، بلکې  نور یې  هم  دجهاد میدان  تود اوګرم  وساته  اوپه  دښمن  یې  ځمکه  سره  تبی  جوړه  کړه  .

شهادت  :   

په  دې  ورستیو کې  چې دهیواد په  ختیځ  ننګرهار په  ځینو سیموکې  داختطاف ګرو او شوکمارو په  خلاف  اسلامي  امارت  تصفیوي عملیات پیل  کړل اوله یوشمیر ولایتونو څخه  ورته مجاهدین  وغوښتل  شول، مولوي صاحب  محمد ولي  حقاني  هم دمشرانو بلني  ته  لبیک  ووایه  اوله  ګڼو میړنیو مجاهدینوسره یې ننګرهار ته  ور ودانګل  چې  په   ډیرکم وخت کې  یې  دننګرهار  مهمي  سیمي  له  اختطاف چیانو څخه  تصفیه  او پاکي  کړلي

خو غلیم  چې  دمجاهدینو حیرانونکي بریا ولیدله  اوپه  خاص  ډول  یې  دمولوي صاحب  موثریت  هلته  مشاهده  کړه، نو دهغو جدي  تعقیب  او پلټنه  یې  شروع  کړه  ، نو بالاخره  اجیر دښمن  مولوي  صاحب  سره  له  ملګرو دبټي  کوټ  دمریړي  په  ساحه  کې  محاصره  کړ  ، چې  له  درني  جګړې  ورسته  چې  له  مولوي  صاحب  دوی  سره  دمهماتو زیرمي تمامي شوي  بزدله دښمن  مولوي صاحب  محمدولي حقاني  له  لسو تنو ملګر  سره  دروان لمریزکال   د22-11-1394 نیټه په  شهادت  ورساوه.


Leave a Reply !



//