Home / ابدي ژوندي / د احد یادګار او د بدر انځور، پنځه اتلان یو په بل پسې
د احد یادګار او د بدر انځور، پنځه اتلان یو په بل پسې

د احد یادګار او د بدر انځور، پنځه اتلان یو په بل پسې


نصرت زرمتی

تر پایه لوستل یې مه هیروئ، شهید ملا عبدالقدوس د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکی و، نوموړی خورا متقي پرهیزګار او خاکسار شخصیت و، د اسلامی امارت په دوران کې یې سترې دندي او عهدې هم ترسره کړې وې، چې د هغو له جملې یوه یې د فراه ولایت د هغو سرحداتو رياست و چې له ګاونډ هیواد ایران سره یې لري، او خپله منظمه ډلګۍ یې هم درلوده، د اسلامی امارت په صلیبي جهادي مبارزه کې یې بیا په جهاد لاس پوري کړ، د نوموړي خاص عادتونه ډیر جالب و، اکثر وخت به خاموش او ذاکر و او هره ورځ به یې ټول کال روژې نيولې چې بیا ورته د سیمې یو جید عالم په ډیر ټینګار وویل چې ستا خو اوس عمر هم زیات شو او عملي جهادي مبارزه هم پرمخ بیایې؛ نو لازمه ده چې قوي او ځواکمن واوسې او که تاسو داسي تل روژه دار یاست؛ نو بدن به مو ډیر کمزوری شي چې خدای مه کړه خپل مسولیت به په سمه توګه ادا نه کړای شې؛ نو ده هم ورسره ومنله او له دې وروسته یې یوه نه بله ورځ روژه نيوله، د ژوند تر وروستيو شيبو یې همدا عادت و.

نوموړي پنځه زامن درلودل، ملا عبیدالله، ملا رحمت الله، ملا امان الله، ملاحافظ بسم الله جان او کشر زوی یې نعمت الله جان، د نوموړي زامن هم ټول مجاهدین وو او هر اړخیزه مبارزه یې له خپل اتل پلار جان سره پرمخ ګړندۍ روانه کړې وه، ملا رحمت الله چې په همدې وخت کې د فراه ولایت د استشهادي کنډک مسول و، خورا زړور او شجاع انسان و، ځواني مرګ یوه ورځ د فراه ولایت هوایي ډګر ته فدایان داخلول غوښتل او هوایي ډګر ته یې نږدې کړي هم و، يوازې د ده امر ته انتظار و او دی هم په کمه مصافه کې دوی ته نږدې په موټرسایکل ور روان و چې مکار دښمن ته راپور رسیدلی و او ځای په ځای يې کمینونه نیولی وو، چې په نتیجه کې یې نوموړی رحمت الله سره له شپږو استشهادیانو اسیران شول، دا هغه وخت و چې په یاد ولایت کې مجاهدین ډیر کم او په نیست حساب وو، نوموړی یې له ډیرو شکنجو ورکولو وروسته په شل کاله قید محکوم او د څرخي پله کرغیړن محبس ته نقل کړ.

د رحمت الله دوه کاله په زندان کې تیر شوي وو چې اتل پلار جان یې له خپلو زړورو مجاهدينو سره یوځای د جوین پر ولسوالۍ وسلوال هجوم ورووړ، جګړه په شدت روانه وه او د ولسوالۍ ودانۍ ته مجاهدین داخل شول خو هغه وخت د اوسني وخت په پرتله دښمن ډیر ځواکمن و او له هری خوا ورته مرستي راورسیدې چې دوی پر ولسوالي کې د ننه محاصره شول، زیات شمیر مجاهدین روغ و وتل خو یو تعداد مجاهدین د نموړي اتل ملا عبدالقدوس په شمول چې دا وخت یې عمر ۶۵  کاله وو پکې شهیدان شول.

د ډلګۍ سرپرستي یې د مشر زوی ملا عبیدالله پر غاړه شوه، د ملا رحمت الله په محبس کې پنځه نیم کاله تیر شول چې یوه ورځ د څرخي پله له محبس نه د یو تعداد نورو مجاهدينوسره دوباره په داسي حال کې ګیر شول چې له همدې محبس نه پر خفیه طریقه د وتو په حال کې وو، نوموړی یې مخکي هم ډیر شکنجه کړی و خو دا ځل یې په هغو پرهرونو ورته مالګې واچولې، تر دې اندازې یې سخت شکنجه کړ چې د پرهرونو له کبله یې په همدې منحوس زندان کې خپل هجر ځپلی ژوند له لاسه ورکړ او په زندان کې شهید شو چې بیا یې جنازه را انتقال او د شهید پلار جان څنګ ته یې د سیمې په یوه هدیره کې خاورو ته وسپاره.

له دې نه وروسته د نوموړي شهید مشر زوی ملا عبیدالله عرفان چې د شهید پلارجان د ډلګۍ سرپرستي هم ورپه غاړه وه او له دې سره سره د یاد ولایت د دوو نورو ولسوالیو په شمول د غلیکا ولسوالي نظامي مسول هم و، په خپلو دندو کې خورا ځیرک او په ډیره ښه توګه یې سر ته رسولې، دا وخت د نوموړي اتل شهید حاجي ملا عبدالقدوس څلورم زوی ملا بسم الله جان هم د ځوانۍ نوې مرحلې ته رسیدلی و او تنکی زلمی و، مکار دښمن د نوموړي اتل شهید کورنۍ ته دومره متوجه و چې په یاد ولایت کې یې په بل چا پسې دومره هڅه نه کوله لکه د دوی په نابود کولو پسې یې چې کوله؛ نو له همدې کبله لکه څنګه چې بسم الله جان عملي مبارز و یوه ورځ له خپلو پنځو تنو مجاهدينو ملګرو سره په موټر کې په خپله سیمه کې د ګزمې په حالت کې وو چې د اشغالګرو د هوایي چاپې تر برید لاندې راغلل، شینوک چورلکو پیاده عسکر ښکته کړل او جنګي چورلکو هم بمبار شروع کړ، دوی هم په پوره میړانه ورسره وجنګیدل، بلاخره حافظ بسم الله جان ټپي او د دښمن په لاس اسیر شو او پنځه واړه طالبان ملګري یې شهیدان شول، نوموړی یې د باګرام توقیفګاه ته انتقال کړ.

له دې پیښی وروسته د نوموړي شهید مشر زوی ملاعبیدالله چې دښمن یې تل د نیولو هڅه کوله، بلاخر په دې بریالي شول چې دی هم اسیر او د څرخي پله کرغیړن محبس ته انتقال کړي. له پیښی وروسته د شهید الحاج ملا عبدالقدوس اخند دریم زوی چې له ملا بسم الله جان څخه مشر و، ټول مسولیتونه ده ته متوجه شول، نوموړي هم په پوره اخلاص قوي عزم او نه ماتیدونکي هوډ دوام ورکړ، نوموړی د شهید پلار جان د ډلګۍ سرپرست او د یاد ولایت د اناردرې ولسوالۍ نظامي مسول و، لکه چې مخکي مو وویل د دوی د کورنۍ هر فرد د دښمن د سترګو خار و؛ نو تل يې ورته لومي ایښودلې، چې یوه ورځ تقدیر دی هم د خپل عمر په اخري شیبو کې د خاکسفید په سیمه کې د جابر دښمن د لومي ښکار کړ، د څو نورو مجاهدينو په شمول له څو ساعته سختې جګړې وروسته ملا امان الله جان هم د شهادت جام نوش کړ.

اوس نو کړاو ځپلې کورنۍ کوم بل داسي اتل نه درلود چې د شهیدو او اسیرو اتلانو کار پر مخ یوسي؛ ځکه چې د دوی اخری کوچنی ورور نعمت الله جان ډیرکشر و.

دا ورځې د  ۲۰۰۱۱  کال اوایل وو، چې زه هم د امریکایانو د هوایي چاپې په توسط د ۱۴ کالوپه عمر اسیر شوم او د باګرام زندان ته لاړم، څو ورځي تیرې شوې چې په محبس کې د ننه عمومي تبدیلي شروع شوه، له یو محبس نه بل ته او له یوې پنجرې نه یې بلې ته زندانیان بدلول رابدلول، په دې تبديلي کې مختلف بندیان زموږ پنجرې ته راوړل شول، د کندهار هلملند پکتیا او نورو ولایتونو په شمول یې زموږ د ولسوالۍ او سیمې هم بعضي بندیان راوړل، پنجره تقریبا په ډکیدو وه چې یو خام زلمی چې ښکلي غنمرنګه څیره لرله، له مسکا ډکه خوله او په نوراني مخ یې نري تور ویښتان زرغون شوي وو، پنجرې ته راوړل شو، څنګه چې زموږ سره زما له عمر سره مناسب کس هیڅوک هم نه وو؛ ځکه ورته ډير خوشحاله شوم، له روغبړ وروسته مي ترې پوښتني وکړې، د ده سنجیده خبرو عادي تبسوم او سپیڅلې تقوا مي په زړه ژوره اغیزه وکړه، دا وخت يې په زندان کې ۱۸ میاشتي پوره شوې وې او زما بالکل اولنۍ مرحله وه، د بګرام د ټولو محبسونو او هرې پنجرې دا اصول وو چې د شپې له  ۱۱ بجو وروسته به بالکل خاموشي وه او په لوړ اواز درس ویل او خبري کول منع وو (البته دا زموږ خپل نظم و نه د زندان له خوا) خو له بسم الله جان سره مي مینه تر دې حده زیاته شوه چې موږ به کله له ډوډۍ خوړلو وروسته درسونه خلاص کړل نو له ۱۱ بجو وروسته به مو ورو ورو مجلس شروع کړ، د جهاد او سنګر کيسې، د حجرې او طالبۍ کیسې، اکثر وخت به دومره تر ناوخته سره په خبرو وو چې ټول ملګري به د تهجد د لمانځه لپاره موږ رابیدارول، څنګه چې دی له رنګه تور و نو ما به له نازه ورته بلال ویل، که څه هم له رنګه تور او غنمرنګ و خو په الله قسم په څیره کې یې یو عجیبه معصومیت او نورانیت وو، خورا متقي، پرهیزګار او زياته خوش اخلاقي پرې څښتن پیرزوکړې وه، څومره وخت چې مي ورسره تیر کړ، د ده په څیره مي د غم اثار کله هم ونه لیدل، تل به مسکی و او هيڅ بې هوده او نازيبا الفاظ مي ترې وانه وریدل.

دا وخت زه هم ډیر کشر وم، خو ده داسي عجیبه ګوزاره راسره کوله لکه یو مشر ورور او ډیر مهربانه ورور یې چې له یو کشر او ډیر ګران ورورسره کوي، ما به ډیر تشویقاوه او تل به مي هڅاوه چې ته باید اسلام او د افغانستان مومن ولس ته ډیر وخت خدمت وکړې ځکه چې دا ملت داسي بچیانو ته اړتیا لري خو ده به تل راته ویل چې نه زه باید زر تر زره شهید شم، ما به ورته ویل چې شهادت خو د هر مومن ارزو ده؛ مګر له اخلاص سره خدمت هم چې څو ډیر وي هومره یې بدله ډیره وي، ده به ویل چې دا کړی خدمت دي الله راته قبول کړي نور د الله تعالی دیدار ته ډیر ناقرار یم او تل به یې راته ویل چې ما ته په هر لمانځه کې د سپیڅلي او قبول شوي شهادت غوښتنه له رب نه کوه.

یوه ورځ يې راته وویل چې نصرته! ما نن شپه یو عجیب خوب ولید ما ویل څنګه؟ ده ویل نور یې څه کوې خو فکر کوم چې بغیر له کوچني نعمت الله جانه مي نور ټول وروڼه شهیدان شوي، ما ویل داسي تعبیر مه ورکوه خدای جل جلاله به یې درته وساتي، ده ویل نور نه پوهیږم.

یو کال مي تقریبا د ایکو په نوم محبس کې له ده سره په یوه پنجره کې تیرکړ  ډیر ښه په اطمنان صبر او خوښۍ مو شپې او ورځې تیریدلې، بلاخره مو تر منځ بیلتون راغی او هغه داسي چې د بګرام له ټولو محبسونو یې ماشومان او کم عمره زندانیان راټول کړل او یو بیل ځای ته یې د بلاک شش په نامه محبس ته انتقال کړل، له ده څخه جدایي په محبس کې د ننه تر ټولو بده خاطره راته همدا وه، د خدای په امانۍ په وخت کې دده له سترګو هم اوښکې روانې وې او زما هم، بهر حال سره بیل شو، میاشت پس د همدې شپږم بلاک ماشومو زندانیانو ته شپږدیرش نفري مکتوب د پلي څرخي له سياسي بلاک ګونتنامو نه راغی، چې باید له همدې شپږم بلاک نه شپږديرش تنه تر ټولو د کم عمر بندیان دلته را انتقال شي چې پنځه ورځې پس همداسي وشول او تر ټولو کشران زندانیان یې همدې سياسي بلاک ګونتنامو ته انتقال کړل، په دوی کې زه خپله هم وم، د څرخي پله په ګونتنامو بلاک کې له یو کال مودې بند تیرولو وروسته لله الحمد ازاد شوم.

د بسم الله جان په باګرام کې پنځه کاله شوي وو چې سږ کال مي یوه ورځ په ناڅاپي توګه موبایل ته زنګ راغی چې د لیږلو بټنه مې زور کړه که ګورم چې بسم الله جان په ښکلي اواز راته وویل: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته، له خوښۍ نه مي له خولې څخه په لوړ اواز الله اکبر ووت، عجیبه صحنه وه، د زړه خواله مو سره وکړه او د هغه خوب په هکله مي ترې وپوښتل چې د وروڼو د شهادت په هکله یې په باګرام کې راته ویلی و، ده ویل چې هماغسي شوي و لکه څنګه مې چې درته ویلي و، بغیر له نعمت الله جان نور مي ټول وروڼه شهیدان شوي، خو د خدای شکر دی چې کوچنی نعمت الله جان یو څه ستر شوی، د دې جملوپه اوریدو مي زړه ډیر درد احساس کړ او ومي پوښتل مشر ورور دي هم؟ ده ویل هوکې، ما ویل څنګه؟ ویل زما له بندي کیدو پس امان الله جان هم شهید شوی و او مشر ورور مو ملا عبیدالله هم اسیر شوی و، د څرخي پله په بند کې له ډیرو هڅوسره ۱۳ میاشتي بعد خلاص شوی و او د ډلګۍ له سرپرستي سره سره د فراه ولایت د دوو نورو ولسوالیو په شمول د غلیکا ولسوالۍ نظامی مسول هم و، لکه څنګه چې اجيره اداره تل د امارت د لوړ پوړو چارواکو له منځه وړلو هڅي کوي نو دی هم د ناولي رازق د استخباراتو له خوا په شهادت رسیدلی و، د دې خبر په اوریدو نور هم غمجن شوم او اواز مي هم تغیر وکړ، ما ویل ګرانه! په څه ډول تسلي درکړم؟! الحمدالله ته هم طالب العلم یې همدا مو د مسلک راز دی، ده په ډاډمنه لهجه راته تسلي راکول پیل کړل، نه ګرانه زه هیڅ د دوی په سپیڅلو شهادتونو غمجن نه یم بلکې د رب ډیر شکر ادا کوم خو مهمه دا ده چې څښتن تعالی ما ته دا توان راکړي چې د دوی پر پلونو قدم کیږدم او د الله تعالی پر دین داسي ننګونه وکړم لکه څنګه چې دوی وکړل او غاړي ته را لویدلي مسولیتونه داسي سرته ورسوم لکه څنګه چې دوی ورسول.

یقینا چې د ده عزم او ایرادې ته په تعجب کې شوم او د خدای شکر مې اداء کړ، ده ویل ډیري خبرې دي چې باید له نږدې یې درته وکړم، په موبایل نه کیږي، ما ویل حتما ان شا الله درځم له نږدې سره ګورو.

څو میاشتي مخکې مې له زرمت څخه فرا ولايت ته حرکت وکړ او له خپل خواږه ملګري سره غاړه په غاړه شوم، آه عجیبه خوږه صحنه وه، ویل یې ماشاالله څومره ستر شوی یې او دا ښکلې ږیره دې څومره زیب کوي!!، ما هم په ډیره خوښۍ د خلاصون او د مقدس کلام د حفظ مبارکي په یو ځای ورکړه، دوه اونۍ مو سره ډیرې په خوښۍ تیرې کړې، یوه ورځ مې ورته وویل زما خو سبقونه ډیر قضاشول نور باید لاړ شم، ده هم راسره ومنله او ویل یې ان شاالله دا ځل چې ته له سبقانو راستون شوې نو زه زرمت ته درځم، بهر حال د بیا لیدو په هیله موله یو بل نه رخصت واخیست، دی مې په سنګر پریښود او زه د پخوا په څیر خړې حجرې ته راستون شوم.

بسم الله جان له راخلاصیدو سره سم د شهید پلار جان د ډلګۍ مسول او د غلیکا ولسوالۍ د نظامي مسول په حیث وګومارل شو، ده هم خورا په ځیرکتیا، اخلاص او پوره میړانه دوام ورکاوه، تلیفوني اړیکه مو سره درلوده، یوه اونۍ مخکي مې ډیر په سوچونو کې ګرځېد، موبایل مې له ده سره د اړيکې په نيت له جیبه را وایست چې اړیکه مي وصل شوه، ګورم چې اواز یې بدل دی او په غمجنه لهجه یې راسره خبرې پیل کړې، ما ویل وروره! حافظ بسم الله جان شیعب چیرته دی؟ غواړم ورسره خبري وکړم، ده له یوې وړې سکتې وروسته ځواب راکړ، هغه هغه هغه، زه هم اندیښمن شوم، په هغه خدای مه کړه څه شوي؟، ده وویل هغه شهید شو (انا لله وانا اليه راجعون)، د دې جملې په اوریدو مې په سترګو تیاره راغله، سر مې راباندي تاو شو او کښینستم، یو ساعت وروسته مي بیا اړیکه ټینګه کړه او ومي پوښتل څنګه او چیرته؟ ده وویل د غلیکا په ولسولۍ کې له اجیر دښمن سره په جنګ کې.

کيله يې داسي راته وکړه، ده او ملګرو يې د یادې ولسولۍ په یوه سیمه کې په دښمن جنګ پیل کړی و او دښمن یې پر شا تمبولی و، نږدې و چې خپل تمځای هم ورپریږدي خو نور کومک ورته په بیړه راغی او له شپږ ساعته جګړې وروسته د دریو نورو ملګرو په ګډون حافظ بسم الله جان شعیب د څلورو میاشتو سپیڅلومسولیتونو د ادا کولو په دوران کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید، روح دې يې ښاد او یاد دې يې تل ترتله وي.

اوس نو دا ټول مسولیتونه تنکي ځوان نعمت الله جان ته میراث شول، رب دې ورته اوږد عمر او د هغو پنځو اتلانو په څیر اخلاص، اطاعت، تقوا، ایثار او وفا نصیب کړي او د څښتن له درباره ورته د هغوی په څیر د قوي عزم، محکمې ارادې او بې ساري میړانې غوښتونکی یم.


Leave a Reply !



//