Home / ابدي ژوندي / د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب ژوند ته کتنه
د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب ژوند ته کتنه

د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب ژوند ته کتنه


عبدالرؤف حکمت

مرګ حق دی او هر ژوندی ساری د مرګ څکونکی دی، همدا قرآني فیصله ده. خو د تأمل او ژور غور وړ خبره داده چې چا ته مرګ په څرنګه حالت کې راځي او له دنیا څخه له کوم عمل،کردار او دریځ سره رخصت کیږي.

بریالي او سعادتمند یوازې هغه دي چې له ایمان، نیک عمل ، صالح او مصلح دریځ سره له دنیا څخه رخصت واخلي چې دغسې مرګ بیا خپله د متوفی لپاره تلپاتې سعادت او د وارثینو او متعلقینو لپاره یي د ویاړ او بریا سبب دی.

نن موږ د هغه مرحوم متوفی په ژوند او کارنامو غږیږو چې د ایمان او نیک عمل سره سره یي د علم، جهاد، هجرت  او دیني خدمتونو څخه مالامال ژوند راتیر کړی او وروسته په همدې سفر کې ورته مرګ حاضر شوی او د عقبی په خوا رخصت شوی دی. دا مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب دی چې څه موده وړاندې یي خپل روح حقیقي بادار ته وسپاره.

د ژوند ابتدایي مراحل

ملا محمد حسن رحماني د مرحوم ملا الله داد اخند زوی  څو لسیزې وړاندې د روزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ د ارغور په کلي کې په یوه غریبه او متدینه کورنۍ کې دنیا ته راغی. له ډیر کوچنیوالي یې په دیني زدکړو پیل وکړ، لومړۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې ترسره  کړې او وروسته یې د کندهار او د پاکستان د بلوچستان په مختلفو مدارسو کې د وخت له تکړه استادانو  لکه  شیخ مولوي دستګیر صاحب، د پشین مولوي عبدالواحد ، سعدالدین اخندزاده صاحب،مولوي سید کریم اغا، په کوټه کې مولوي محمد صدیق صاحب او مولوي محمد ادریس صاحب او د چمن شیخ مولوي عبدالرازق صاحب  او دغسې نور تکړه استادانو څخه یي دیني علوم حاصل کړل تردې چې وروسته یي د کراچۍ په جامعه رشیدیه کې داخله واخیسته او د دیني زده کړو تکمیل ته یي ملا وتړله .

مرحوم رحمانی صاحب له دیني زدکړو سره ځانګړې مینه درلوده  او له علماء کرامو او مدرسینو سره یي همیشنی تعلق درلود له نوموړي څخه چې دیني زده کړې د روس ضد جهاد له امله نیمګړې پاته شوې وې، له امریکایي یرغل وروسته یي د مخفي ژوند په حالت کې یو ځل بیا دیني زدکړې پیل کړې او له یوه ځانګړي استاد شیخ مولوي ارشاد الحق صاحب څخه یي د دورة الحدیث تر پای ته رسولو پورې دیني علوم ولوستل.

د روسانو په ضد جهاد

هغه مهال چې رحماني صاحب په کراچۍ کې په دیني زده کړو مصروف و په افغانستان کې د روسانو په خلاف جهاد اوج ته رسیدلی و، نوموړي د جهادي فریضې د اداء کولو په اراده خپل کتابونه کت کړل او کندهار ولایت ته د جهاد لپاره ستون شو. نوموړی په پیل کې د کندهار د مشهور غازي  شهید طالب جان په جبهه کې و چې مرکزیت یې د ارغنداب مربوط د چارباغ په سیمه کې و رحماني صاحب په دې سیمه کې د یادې جبهې د قرارګاه یا اطاق مسؤل هم و.

د طالب جان له شهادت وروسته  مرحوم رحماني  صاحب د کندهار د وتلي او منلي مجاهد شهید لالا ملنګ په جبهه کې جهاد پیل کړ چې بیا تر پایه په همدې جبهه کې د یو مخکښ مجاهد په حیث پاته شو.

د شهید لالا ملنګ تر مشرۍ لاندې مجاهدینو د ارغنداب، پنجوايي  او کندهار ښار په مربوطاتو کې لکه  پنجاو، پشتون باغ،نظرجان باغ، محله جات  د شاه آغا دوراهي  او دغه راز له کندهاره د هرات  پر خوا د غځیدلي سرک په اوږدو کې په دښمن بریدونه کول چې په دې سیمه کې یي له شورویانو سره د تاریخې معرکو او سوبو کارنامې اوس هم د اولس په سینو کې خوندي او مشهورې دي. رحماني صاحب د شوري ضد جهاد په مهال  د کندهار د چاوڼۍ په سیمه کې د تورانو په نوم پوسته باندې د عملیاتو په وخت خپله پښه له لاسه ورکړه چې بیا یي د ژوند تر پایه په نیمګړي بدن د دین خدمت کاوو.

په اسلامي امارت کې خدمتونه

کله چې په افغانستان کې د تنظیمي هرج و مرج تور دوران اوج ته ورسید او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد مجاهد  په مشرۍ د طالبانو سپین خوځښت د فساد مخنیوي مبارزه پیل کړه،رحماني صاحب له هغو کسانو څخه و چې له پیله ددې تحریک ملګری او مخکښ غړی و. د شهید لالا ملنګ جبهه چې رحماني صاحب یي یو مهم غړی و له ټولو مربوطه ملګرو ، امکاناتو او وسلو سره په اسلامي تحریک کې مدغم او په دې ډول یي د اسلامي امارت د مراندو په ټینګولو کې ستر رول اداء کړ .

د کندهار له نیولو وروسته  رحمانی صاحب چې د اسلامي تحریک د لومړنۍ شورا غړیتوب یي هم درلود د کندهار ولایت د مستوفیت رئیس وټاکل شو. یو کال وروسته نوموړی د امارت د مشرتابه لخوا د کندهار ولایت والي او  د جنوب غرب زون تنظیمه رئیس وټاکل شو چې بیا د امریکایي یرغل تر مهاله یي همدې وظیفې ته ادامه ورکړ.

له امریکایي یرغل وروسته نوموړی له خپلې سیمې په هجرت اړ او مخفي ژوند يي پیل کړ چې په عین حال کې یي د اسلامي امارت په اقتصادي کمیسیون کې خدمت ته هم اوږه ورکړه، چې په دې ډول یي په تیرو څوارلسو کلونو کې د مجاهدینو د اکمال ، د زخمیانو د معالجې او  یتیمانو د تکافل په برخه کې په  مستقیم یا غیرمستقیم شکل ګڼ د قدر وړ خدمتونه ترسره کړل چې له الله تعالی څخه یي ورته په مقابل کې کامل کامل اجرونه غواړو.

مرحوم رحماني صاحب د ژوند تر پایه د اسلامي امارت صف ته د یوه رښتیني خدمتګار په حیث وفادار پاته شو نوموړی لکه څرنګه چې له مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره  یي د اسلامي امارت په چارو کې همکارۍ  ته ځان وقف کړی او مخلصانه خدمتونه یي کول د هغه مرحوم له  نائب او ځایناستي امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب سره یي هم بیعت وکړ او د هرډول خدمت او وفادارۍ ډاډ یي ورکړ.

جناب رحماني صاحب چې د ینې د سرطان مریضي یي درلوده د ۲۰۱۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۸ نیټه یي د ۵۵ کلونو په عمر فاني نړۍ ته الوداع وویل او د عقبی په خوا یي رحلت وکړ. انا لله و انا الیه راجعون.

د رحمانی صاحب د شخصیت په اړه

د مرحوم رحماني صاحب د ډیر وخت ملګری مولوي عبدالرحمن منیر صاحب د نوموړي د شخصیت په اړه وایي:

رحماني صاحب د تقوی نمونه  او د تواضع او کمیني سمبول و،عاجز ، فقیرالحاله او مشفق انسان و، د کونډو، یتیمانو او عاجزانو تکافل یي کاوو،حتی خپل د کور لپاره اختصاص شوی مبلغ یي د مریض یا زخمي مجاهد، د شهیدانو له ورثه او یتیم سره شریکاوو او د خپل مسؤلیت په دوران کې یي د نهایي وسعې په اندازه له تقوی څخه کار اخیست.

د رحماني صاحب د ډیر وخت ملګری او د اسلامي امارت لوړرتبه غړی سید عبدالله اغا د نوموړي په اړه وایي:

رحماني صاحب داسې شخص و چې د فقر او مسکنت له ژوند سره یي له زړه مینه درلوده، ما کله هم په نوو جامو او ښه  او آراسته لباس کې نه دی لیدلی، همیشه یي عادي ژوند او په معمولي  اسبابو ګوزاره کوله،د امارت لخوا ورته موټر ورکړل شو خو ده قبول نکړ،د زړه سواندي یي دا حالت و چې که به یي محتاج او یا مریض ولید نو خپل د فقر د حالت ګوله یي ورسره نیموله او د وس مطابق همکاري یي ورسره کوله.

تکړه لیکوال ښاغلي موسی فرهاد د رحماني صاحب د وفات په مناسبت په لیکلي مقاله کې لیکلي:

رحماني صاحب ډېر فقيرانه ژوند درلود ، له هر قسم خيانت او فساد څخه پاک انسان ؤ ، د افغانستان د ۳۷ کلن انقلاب په ټول دوران کې یعني د جهاد په درې واړه مرحلو کې پر نوموړي هیڅ داسی داغ نشته چې د ده او د ده د کورنۍ لپاره د بدنامۍ لامل شي ، بلکي خپل ټول ژوند يي د الله په لاره کې د یو ریښتیني انسان په ډول تیر کړی.

د اسلامي امارت د رهبري شوری له لورې د رحماني صاحب د وفات په اړه رسمي اعلامیه او د  تعزیت پیغام خپور شو چې د نوموړې د خدمتونو قدرداني په کې شوې وه او د الله تعالی له دربار څخه ورته د جنت الفردوس غوښتنه شوې وه .

الله تعالی دې په مرحوم رحمانی صاحب ورحمیږي او د نوموړي خدمات دې ورته قبول وګرځوي

آمین یا رب العلمین


Leave a Reply !



//