Home / ابدي ژوندي / د ځوان مؤرخ شهید (ریان) په ویر کي
د ځوان مؤرخ شهید (ریان) په ویر کي

د ځوان مؤرخ شهید (ریان) په ویر کي


سید سعید

نه پوهیږم د کندهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصل ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان تقبله الله د مظلومانه شهادت تاثرات او ویر څنګه ترسیم کړم،شهید بشیر احمد ریان دوې میاشتي وړاندي د کندهار د ملي امنیتوسله والو کندهار پوهنتون کي ونیو،کورنۍ او دوستانو ته یې د اسارت ځای ځایګی معلوم نه و،خو تېره ورځ  یې شهید جسد د بولدک ولسوالۍ په روغتون کي وموندل شو.

انا لله وانا الیه راجعون!

د کندهار دملي امنیت او جنرال رازق په شخصي زندانونو کي په سلهاوو محصلین،طالب العلمان،کسبګران،بزګران،ځوانان او بوډاګان دډیرو شکنجو له امله شهیدان شوي او یا دحبس څخه وروسته په مرمیو سوري سوري شوي اوجسدونه یې په ریګونو او دښتونو کي موندل شوي دي.

دعیني شاهدانو او کره شواهدو په اساس ډیر ځله داسي هم شوي چي د جنرال رازق کوم نژدې ټوپکي وژل شوی،په غبرګون کي یې رازق دکندهار دلوی محبس څخه د محکمې او څارنوالۍ له خبرتیا پرته مظلوم زندانیان ایستلی او په خورا وحشیانه ډول یې شهیدان کړي دي.

شهید ریان د هغو مظلومو زندانیانو له جملې څخه و چي نه وسله ورسره نیول شوې وه،نه د کوم چارواکي دقتل تور ورباندي پوري و،نه یې په کوم جنایې جرم کي لاس درلود،یوازینۍ ګناه یې داوه،چي نه یې د کریملین او سپیني ماڼۍ په لارویانو پسي اقتداء کوله او نه یې هم د خپلو اسلامي ارزښتونو اوملي منافعو سوداګرو ته چکچکي کولې.

هو! د شهید تنکي ریان جرم دا و چي د ژوندانه په ټولو چارو کي یې دبشریت لارښود او دهغه صلی الله علیه وسلم لارویان مقتدایان وو،په اصطلاح د روشنفکر قشر د زیاترو برعکس یې  نیلسن منډیلا، ګاندي،لیلن،ډاروین،ژان ژاک،ماو،تولستوي،دانته او شیکسپېر یې د ایډیالونو په  توگه نه وو غوره کړي.

ومانقموا منهم إلا أن يؤمنوا بالله العزيز الحميد الذى له ملك السماوات والأرض والله على كل شيء شهيد

شهید ریان ولاء او براء باندي باور درلود او داسلامي عقیدې دهمدې ارزښتونو په رعایت سره یې دژوند تګلوری ټاکلی و.

شهید ریان په تنکۍ ځوانۍ کي د پیاوړي استعداد،پاخه فکر او عمیق نظر څښتن و،د غرب د فکري او فرهنګي یرغل په څپانده طوفان کي یې سیده لاره ورکه نه کړه او تر شهادته خپلو دیني او وطني ګټو ته ژمن پاته شو.

شهید ریان د ځوان کهول برلاسی مورخ و، لیکوال او تکړه ژباړن و،په تنکۍ ځوانۍ کي یې افغان تاریخ،ادب او فرهنګ ته دومره کار وکړ چي ډير د پاخه عمر لیکوال یې له ترسره کولو عاجز دي.

شهید بشیر احمد ریان د افغانستان د پاچاهانو لنډ تاریخ بار بار چاپ شوي کتاب څخه پرته تقریبا لس علمي،تاریخي،دیني او ادبي اثار لیکلي او ژباړلي دي.

د ډیموکراسۍ جنرالانو او عسکرو د ځوان مورخ،لیکوال،مترجم اومحصل(ځوانیمرګ ریان)  وجود دځان لپاره خطر وګاڼه او دعلم،ادب او تاریخ دغه تاند نهال یې چي ثمر ته رسیدلی و خزان کړ.

زموږ باور دی چي ستر څښتن به د شهید ریان په څېر د زرهاوو مظلومو انسانانو انتقام د ډیموکراسۍ له ډبر زړو جنرالانو او وسله والو څخه اخلي.

والله عزیز ذوانتقام

د حق د لاري دشهیدانو کاروان اوږده مخینه لري،شهید ریان به ددې قافلې ورستی شهید نه وي،تر دې وروسته به هم دحق پلویان خپلي سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوي،دې پاکه لار کي به خولې تویوي،ستړیاوي به ګالي،مالونه به مصرفوي او خپل سرونه به نذرانه کوي،خو غلیم دي د زړه په غوږو واروي چي دحق دلاري لارویان د شهادت سره دومره مینه لري لکه تاسي چي دفاني دنیا ګۍ له ذلیل ژوند سره.

ای د باطل چوپړمارو! تاسي که دحق د لاري د پیروانو هر څومره ویني وبهیوئ،خو پام مو وي چي ددوی د هر څاڅکي ویني څخه دحق دفاع کونکي داسي ارواګاني پیداکیږي چي دواټیکان او پنټاګان کرایه شوي ټوپکمارو ته به په هیڅ قیمت اجازه ور نه کړي چي دافغان پر پاکه خاوره  د باطل جنډه لکه کړي.

داسمه ده چي دحق دلاري شهیدان له فاني دنیا سره مخه ښه کوي،خو دآب حیات جامونه پر سر اړوي او له دې وروسته ابدي ژوند پیلوي.

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

 

د شهید بشیر احمد ریان والد صاحب جهادي او علمي شخصیت،نومیالي لیکوال،څیړونکي او مترجم استاد انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب او د شهید ریان مشر ورور ډاکټر عبدالواحد ریان صاحب،وروڼو،قریبانو،دوستانو او دحق د لاري لارویانو ته د شهید ریان د شهادت تسلیت وړاندي کوم.ستر څښتن دي شهید ریان ته جنت الفردوس،کورنۍ او ټولو خواخوږ ته صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي. امین

و بشر الصابرین الذین اذا اصابتهم مصیبه قالو انا لله و انا الیه راجعون


Leave a Reply !



//