Home / ابدي ژوندي / د شهيد نعمت اکا ژوند ته لنډه کتنه
د شهيد نعمت اکا ژوند ته لنډه کتنه

د شهيد نعمت اکا ژوند ته لنډه کتنه


باهر حقپال

دا خبره جوته ده ،چې د نړۍ پر مخ هره ټولنه کې )د نوموړې ټولنې په عقیده او اصطلاح( ویاړمن او مفاخرشخصیتونه شتون لري، چې په بیلابیلو برخو کې یې په ځانګړو کارنامو ویاړ او شهرت تر لاسه کړی وي. زمونږ افغاني ټولنه کې هم ډېر نامي او درانه شخصیتونه شتون لري، چې ځيني که څه هم له فاني نړۍ فنا او کوچیدلي؛ خو د تاندو او لوړ فکر لرنکیو لیکوالانو د خپل تاریخ ساتونکیو قلمونو پر مټ د هغوی یادونه د تل له پاره ژوندي او ځلیدلي ساتلي، تر څو کشر ځوان کهول، په فکري او عملي ژوند تیرولو کې د سپینې  هیندارې او زړه سوانده استاذ په توګه ترې کار واخلي، او د نوموړیو په حسنه اسوه ځانونه مزین او متدین کړي؛ خو له بده مرغه ډيريې یوازې ملغلرې د سمندر په تل کې، صدفي قالب کې بندې پاتې شوي او د لیکوالۍ لامبوزنو ته په لاس نه دي ورغلې، تر څو یې وچې  نړۍ ته را ویستلي او نړۍ یې پرې روښانه کړې وای. په همدې خاطر په لیکنه کې داسي څوک در پيژنم، چا چې له پنځه لس کلنۍ بیا تر پنځه څلویښت کلنۍ پوري د جهاد سپیڅلې فریضه په خورا اخلاص مندۍ سرته ورسوله، هغه څوک چې ورور یې شهید کړای شو، پر ځای یې دی سنګر ته را و وت، د ورور شهادت يې زړه مات نکړ، وېر او ګوښه توب یې غوره نکړ؛ بلکې د غیرتي او با إحساسه مجاهد په څېر یې خپله تنکۍ ځواني د سنګر خړو ګردو ته وقف کړه، هغه څوک یادوم چې تل یې د بل خوښې او هوساینه  له خپل ځان څخه ړومبي بلله، داسي مجاهد چې پر سپینه ږيره یې خپل مورچل کلک ساتلی و، هوکې! داسي مجاهد در پیژنم چې که له یوه خوا دلوګر ولایت میسي عینک سیمه کې د حاجي ملاقاضي په نوم زړور قومندان د اتل پر لقب نازولی، له بلې خوا د خوست مجاهدین د نوموړي پر جرأت، شهامت، تهور، سپیڅلې مبارزې او عاجزۍ ویاړي. که له یوه پلوه د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ زیاتې پوستې پوره توګه تر خپلې ولکې راولي، له بله پلوه په کاپیسا ولایت کې د مجاهدینو خط له شکست څخه ژغوري. څنګه یې چې دکمونیزم په خلاف جهاد فرض عین ګانه، کټ مټ ورته عقیده یې له غربي زورواکګرو سره نه یواځې فکراً بلکې عملاً لرله… هوکې!! ستر مبارز مجاهد، د لوړ فکر او محکم عزم څښتن، عاجز خو هیبتناکه څېره لرونکی شخصیت اتل قهرمان شهید (نعمت اکا) (محبوب) در یادوم، چې د جهاد مینه یې په خټه کې اخښل شوې وه، په خپل قوم او کلي کې یې داسي انقلاب او پاڅون را پورته کړ، چې د کلونو_کلونو ویده فکرونه یې را وخوځول او د بري د معراج لاره یې ور په ګوته کړه. چو خواهی کہ نامت بود درجہان مکن نام نیک بزرگان نہان

(پیداښت اولنډه پیژندنه) د اسلامي امارت وتلی سنګین شخصیت، د اسلام په لاره کې سرسپارلی مجاهد شهید نعمت اکا(محبوب) چې ملګریوته د ریښتوني محبوبیت له امله یې د “محبوب” توري لقب ترلاسه کړی و، د لوګر ولایت د مرکز اړوند د الوزیو د سیمې اوسیدونکی او په کال (۱۳۴۷ ل) کې د حاجي سرور مرحوم په کاله کې فانې نړۍ ته سترګې غړولې وي، نوموړي په دولس کلنۍ کې د جومات له ملاامام څخه زده کړې پیل کړې. دزده کړو لړۍ یې د قرآن شریف ترختمه ورسوله، دامهال دروسانو دیرغل دوه کاله تېر شوي وو، غیورو افغانانو دکمونېزم پرخلاف جهادي پاڅون وکړ په کال (۱۳۶۲ ل) کې دنومړي ورور میراحمد چې منلی شوی مجرب قومندان و، په شهادت ورسید اوپر ځاي یې سر ښندنې ته لیواله تنکۍ ځوان نعمت اکا خپل پنځه لسم پسرلی دجهادي بهیر دپیل لپاره د سپڅلې مبارزې سپيڅلی باب کيښود. )د کمونیزم پر خلاف مبارزه( کله چې په کال )۱۳۵۸ ل/1979 م( د جدي پر شپږمه د روسانو ګوډاګی ببرک کارمل واک ته ورسول شو، سرې لښکرې د امو له دریابه د دیسمبر په )۲۵( د افغانستان غیرتي او ازادي خاورې ته ننوتلي، نيږدې دوه نیم میلونه افغانان له روسانو سره په جګړه کې شهیدان او نيږدې یو میلون افغانان معیوب شول، د شهیدانو په نوم لړ کې د نعمت اکا ورور هم و، چې له شهادت سره سم په کال )۱۳۶۲ ل( نعمت اکا خپل شهامت او جهادي مینې پرينښود چې پر کور کښیني همدا وه چې نوموړي د کمونیزم پر خلاف مبارزه پيل کړه، لوګر، ننګرهار، خوست او کاپیسا په شمول ګڼو ولایتونو کې یې جهادي دندې تر سره کړې، د لوی الله جل جلاله په فضل او د ځوریدلي ولس په کمساري سرښندنې، سرو لښکرو ماته وخوړه، د کمونیست نجیب په خلاف چې د افغان شوروي وروستی چارواکی و، او نيږدې پنځه کالونه په واک کې پاتې شو، نعمت اکا تر پایه نه ستړي کیدونکي غزا، روانه وساتله، او بیا هغه وه چې د مجاهدینو د خپلمنځي ناسمو رقابتونو له امله کورنۍ جګړه پیل شوه، نوموړي له فتنې څخه د ځان ساتنې په پاره ګوښه او خپل د هجرت دیار، پاکستان ته ستون شو.

 

)د طالبانو له اسلامي امارت سره اړيکه( کله چې په کال )1994 م) د سپتمبر په میاشت کې، مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د پاټکونو د ایسته کولو او د فساد د ورکولو عزم وکړ او د طالبانو د تحریک پیلامه یې کیښودله، دا مهال نعمت اکا د لوګر ولایت میسي عینک سیمې د یوه قومندان حاجي ملاقاضي تر مشرۍ لاندې جهادي خدماتو ته دوام ور کړ، ګڼې پوستې یې فتحه او د خپلې سيمې پاټکونه یې له منځه یوړل، د زرداد او وزیر پر قلعه و، یې سخت بریدونه وکړل او د وزیر قلعه د پوستې نیولو څخه وروسته زخمي شو، خو الله جل جلاله روغتیا ور په برخه کړه او له جوړښت سره سم یې جهادي فریضه یو ځل بیا پیل کړه. )د امریکایانو او دهغوی د غلامانو په خلاف مبارزه( ۲۰۰۱ میلادي کال له کابل څخه د طالبانو له وتلو او د غرب د وحشي امریکایانو له اشغال څخه وروسته څه وخت نعمت اکا پاکستان کې تم شو، له موقعې څخه په استفاده، د مولوي عبدالله حسیني په مشرۍ یې يو ځل بيا جهادي ډګر ګرم کړ، په قوم کې یې محبوبیت پیدا کړ، زاړه جهادي ملګري یې را بیدار کړل، د جهادي فریضي په ښه ډول اجراء کولو له امله قومي مشرانو او علماؤ نوموړی اړ کړ چې د الوزیو د قوم د مجاهدینو مشرې په غاړه واخلي، له بیا_بیا معذرت ویلو سره هم و نه توانید چې انکار وکړي، مسؤلیت یې ومانه خو په دې شرط چې د علماوو مشورې او لارښونې به ورسره ملې وي، ۲۰۰۷ م کال کې د اسلامي امارت له خوا رسمي ډلګۍ ورکړل شوه، د ملګرو له قوله: د نوموړي په مشرۍ کې ۱۳۰ کمینونه )چې په خپله به له هشتادو ۸۲ او کلکوپ سره، له ملګرو وړاندي کمین کې کښیناستی( تر سره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ګڼ ټانگونه، رینجري تخریب کړي او له منځه وړي دي، لسګونه کورني او بهرني دښمنان يې قتل او ژوبل کړې. )د شخصیت په اړه( شهید نعمت اکا نه یواځي دا چې خپل مسؤلیتونه یې په پوره مهارت سر ته رسول او د کړاوونو ربړونو پر وړاندي یې سینه سپر ګرځولې وه؛ بلکې له لاس لاندي مجاهدین یې هم خپلو مسؤلیتونو ته بیدار او د کړاوونو پر وړاندي محکمې ثباتۍ ته هڅول، پر ناخوالو برداشت، زړورتیا او په ځانګړي توګه عاجزي یې د ستاینې وړ دي، له اختلافاتو او تفریق پالنې څخه یې کرکه کوله، سنګر یې د ملګریو له پاره د شفقت او مهربانۍ روزنیزه زانګو وه. شهید نعمت اکا د سپیڅلې جهادي مبارزې لپاره پر ایماني اعداد او تجهیز پوښلی شخص و، جهاد یې د کومې ځانګړې رتبې او څوکۍ لپاره نه کاوو؛ بلکې د جهاد پر فرضیت معتقد او د الله جل جلاله لو لوري یې پر مسلمانانو فرض شوی شرعي عبادت ګاڼه، د لوی او ځواکمن څښتن الله تعالی د دې معنوي امر ممتثل وو )کتب علیکم القتال…( له جهاد څخه یې هدف د الله ج رضا، إعلاء کلمة الله، د شرعي أحکامو نفاذ او د کافرانو د ظلم او تجاوز څخه د مسلمانانو خوندي ساتل وو، ممتثلآ لقوله تعالی: )وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین کله لله( الأنفال/۳۹ تفسیر: له کفارو سره وجنګیږئ چې فتنه )شرک( پاتې نشي او یواځې د الله جل جلاله دین حاکم شي.

دجرأت او شهامت لرونکی شهید نعمت اکا د اسلامي امارت له هغو سر سپارلیو، کفر لړزونکیو، او محکم عزم لرونکیو مجاهدینو څخه، یو په تقوا پوښلی ، شجاع شخص وو، چې یواځې د نوموړي په نوم اوریدو سره به پر دښمن د ویرې خپسه کښیناستله، ښه مې په یاد دي چې: یوه شپه شهید نعمت اکا او ملګریو په کمین کې د دښمن لار څارله، سهار مهال د بهرنيو کاروان تیریدی، چې نعمت اکا د تکبیر په بدرګه د هشتاد دو ۸۲ ګزار وکړ، ملګریو پر دښمن د کابل لویه لاره سور اور کړه، د بهرنیو چیغې  او ترهیدلې نارې مو اوریدي، یو مهال کورني غلامان )اربکیان( هم د بهرنیو د دفاع له پاره د مجاهدینو پر وړاندي خنډ شول، نعمت اکا پر نور ملګرو چې یواځې اربکیانو ته یې چمتو کښینولي و، غږ کړ، چې ورسره سم یې اربکیان داسي توی کړل، لکه د غنمو وږي چې ضربه شي، دا چې اربکیانو ته سخت مالي او ځاني تلفات اوښتي و، د لسو بجو پر مهال اربکي قومندان د الوزیو په کلي د هاوانونو برید پیل کړ، نعمت اکا چې ټوله شپه په ویښه د دښمن مقابله کې رڼه کړې وه، د چنارو لاندي پټیو کې ویده شوی و، د هاوان له ړندو گوزارونو نه کلیوال زښت زیات تنګ شول، او اړ شول چې نعمت اکا را بیدار کړي، د عمر تر پایه به مې له یاده و نه وځي، چې د ګران مشرسترګي له خوبه ډکې وي، چې شهید سباوون ته یې امر وکړ، تر څو د نوموړي هشتاد دو رواړي، شهید سباوون چې، د عمر زیاته برخه یې نوموړي سره څنګ په څنګ سنګر کې تېره کړې وه، نعمت اکا سره غبرګ د دښمن پر لور روان شو، د دوی لیدو سره سم دښمن پښي سپکې کړې، او کلیوال په ارام شول، په کراتو او مراتو دښمن له لوري خبرونه را تلل چې: نعمت اکا مو دې عذر ومني، په مونږ دې کار نه لري، مونږ به د نوموړي له لاس لاندي ساحې ته نه ورځو، د نعمت اکا ځواب به هر ځل همدا وو: ټوپګ کیږدئ! کنه وژل کيږئ به.

)عاجزي او له ځان خوښونې کرکه 🙁 د شهید نعمت اکا پر عاجزۍ ګرد هغه وګړي ،چې نوموړي سره یې لیده او کاته شوي، په یوه خوله د نوموړي پر نفسي انکسار او عاجزۍ معترف او قائل وو، همدا لامل و، چې تل به په کړنو کې بریالی او پر مخالفینو برلاسی وو، تفسیر ابن کثیر کې مې لوستي و، نقل کړي یې و، چې ( احد غزا ته د صحابه و، د إعداد او تدریب پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ویل: “هغه جنت ته ځانونه چمتو کاندئ! د کوم چې پلنوالی او اوږدوالی د ځمکې او اسمانونو برابر دی”او بیا یې لاسونه پورته کړل و یې ویل: أللهم إن تهزم هذه العصابة فلن تعبد في الأرض بعد هذا الیوم…) څښتنه! که دا ټولی مات کړي بیا به هیڅوک د ځمکې پر مخ ستا عبادت و نکړي. هماغه وه، چې الله جل جلاله د دوی د عجز او إنکسار په بدل کې داسي تاریخي او ستره فتحه ور په برخه کړه، چې ساری یې نه لیدل شوی او نه به ولیدل شي.

تأثر او خاطرات : له علماوو او طالبانو سره مینه… ښه مې په یاد دي چې: مونږ څو نفره ملایان د ټاکلي او لنډ وخت له پاره لوګر د نعمت اکا ډلګۍ ته دې لپاره ولاړو، تر څو د نعمت اکا په مشرۍ څو ګرم کمینونه تر سره کړو؛ ځکه چې نعمت اکا په کمین وهلو کې زښت زیات شهرت درلود، تر دې چې ملګرو کې به کله هم د نعمت اکا نوم یاد شو، ملگرو به ویل چې ذهن ته مو جوخت د نوموړي له نوم سره د کمین نوم هم راځي ،یعني د اکا او کمین تر منځ دوی تلازم ګاڼه، لنډه دا چې څو ورځو )غالبآ درې ورځو( کې مو دوه کمینونه و وهل، چې یو یې د شپې او بلې یې د ورځې پر مهال وو، څلورمه ورځ چې مې د پلارجان له خوا ځنګ راغی او خورا اړین کار یې را په گوته کړ، تر دې اړ شوم چې له خپل مشر نعمت اکا څخه د بیرته ستنیدو اجازه وغواړم، همدا وه چې زه او یو بل عالم ملگری د رخصتۍ لپاره ورغلو، څرنګه چې د نعمت اکا خوی او عادت و، چې تل به مجهز او له کورونو لیري پټیو کې کله یو ځای او کله بل ځای له څو محدودو ملگرو سره د ورځې او شپې ناسته پاسته کوله، نورو ملګریو ته به یې هم توصیه کوله او ویل به یې: “که غواړئ دښمن مات کړئ، کلکه مقابله یې وکړای شئ او عام ولس مو له کړاوونو، ځاني او مالي تلفاتو څخه ژغورلی وي، نو له کورونو لیري پټیو کې جهادي ژوند غوره کړئ!” له رسیدو سره سم، ملگری مې وهڅاوه، تر څو یې اجازه وغوښته، پوهيږئ نعمت اکا څه و ویل؟ هوکې! نعمت اکا اجازه را نکړه ،خو ناهیلي یې هم نکړو ، په خورا نرمه او سنګینه لهجه یې کړه: مولوي صاحبانو! تاسي پوهيږئ چې زه ولې اجازه نه درکوم؟ لامل یې دادی چې: تاسي عالمان زما لپاره دلته له ماسره له ټولې نړۍ غوره او زما دزړه سکون یاستئ، تاسي دوه نفره عالمان له زرو عامیانو ماته ډېر خوښ او محبوب یاستئ، پر تاسو زه ډاډه یاستم، تاسې چې زه وینم زه احساسوم چې زه یواځې د سنګر په ډگر کې نه؛ بلکې یوه متدینه، مهذبه او خورا مربیانه جهادي مدرسه کې د ژوند شپې لنډوم، تاسي پوهیږئ؟ پرتاسو عالمانو زما زړه ژوندی وي او یو ډول احساس چې زه یې نشم تعبیرولی حس کوم او… مونږ هم په درنه او احترام کړل: اکا! حقیقت دی چې د “اکا” توري حقدار یاستئ، واقعیت دی چې په مشرۍ ارزئ، مشران دې وي او ستاسو په څېر دې وي، درې کاله تېر دي؛ خو د نوموړي د څو دقیقو خو ارزښتمن، گټور او درس ورکونکی مجلس مې ټکي په ټکي په زور او زير په یاد دی، ریښتیا چې له کچې وتلي خواږه اوترخه دواړه له یاده نه وځي.

شهادت…: د نړۍ پر مخ هر ساکښ چې نړۍ ته ژوند کولو له پاره راځي دا په حقیقت کې د یوې بلې دائمي نړۍ مسافر دي، چې د سفر موده یې هغه عمر دی کوم چې په تقدیر کې ورته کښل شوی او د سفر له پاره یې بیلا_بیل پړاوونه )چې ورځ او شپه یې بولو( ټاکلي دي، هره ورځ او شپه یې ځانګړی پړاو دی چې په وهلو سره یې سفر پای ته رسیږي؛ خو هوښیار هغوی دي چې هر پړاو د دائمي ژوند د سمون او د شرعي هدف د ترلاسه کولو له پاره یواځنۍ لاره وګڼي،ژوند یې تر هغه په مخ ووړ تر څو ۲۰۱۴ میلادي کال د جنوري په ۲۱ نیټه خپل سپیڅلی وجود یې په سپیڅلې لاره کې ټوټه_ټوټه کړ، امریکایي یرغلگرو ځواکونو د کورنیو عسکرو او سپیشل فورس په ملتیا د شپنۍ چاپي په مټ د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس سیمې سره نیږدي پر نوموړي چاپه و وهله چې په ترڅ کې یې قومندان نعمت اکا له څو ملګریو سره، وروسته له زیات مقاومت څخه په شهادت ورسول شول. رحمه الله. .


Leave a Reply !



//