Home / ابدي ژوندي / تنکی عبدالصبور، د نیک صورت او سیرت خاوند
تنکی عبدالصبور، د نیک صورت او سیرت خاوند

تنکی عبدالصبور، د نیک صورت او سیرت خاوند


لیکنه: سید احمد الله غزنوي

زه به د شهید عبدالصبور خالد رحمه الله کوم کوم صفات او کومې کومې خاطرې را په زړه کړم، شهید خالد رحمه الله چې د عمر په لحاظ ډېر کم وو، مګر د داسې صفاتو خاوند وو، چې په ډېرو لوړو شخصیتونو کې نه لیدل کېدل.

له شهید خالد رحمه الله سره مو ډېره موده تېره کړې ده، د ده رحمه الله سیرت، صورت، اخلاق، راشه درشه، روغبړ، مزاج او خبرې ټول د نبوي سنتو مطابق وو، ټولې خبرې به یې د جهاد، مدرسې او سبقونو پورې مربوطې وې.

له شهید خالد رحمه الله سره به چې کله زمونږ لږ خفګان راغی، خو د نوموړي په لیدو سره به مو خفګان هېر شو، او د ده مزین او پراخ تندي به زمونږ له زړه څخه خفګان بېرته کوچ کړ.

شهید خالد رحمه الله یو مستعد او مجاهد ځوان وو، په ډېر کم عمر کې  چې مکتب یې ویلو، د جهاد له سنګر سره یې هم اړیکه درلوده، له همدغه جهاد او مکتب سره یې ترانې هم ویلې، شعرونه یې هم جوړول، چې ډېر خلک یې په خپل خواږه غږ سره د جهاد سنګر ته تشویق کړل.

شهید خالد رحمه الله د مکتب په دوران کې څو ځله تګاب، میدان وردګ، ننګرهار او کندز ته د جهاد لپاره ولاړ، چې یوه ورځ په میدان وردګو کې د امریکایي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شو، او په یوازې سر یې ۴ امریکایان ووژل، او ۵ نور یې ټپیان کړل.

شهید خالد چې له مکتب څخه په لومړۍ درجه فارغ شو، د قران عظیم الشان حفظ یې هم وکړ، چې د ده له خواږه غږ سره یې نوره شریني هم ګډه کړه.

شهید خالد رحمه الله د مکتب او حفظ له خلاصېدو وروسته په عبیده ابن جراح معسکر کې د انفجاراتو استاد شو، چې په دغه معسکر کې یې هم ګڼ شاګردان وروزل، له همدې معسکر وروسته یې په کندز کې خپلو ملګرو ته پوځي روزنې ورکولې، چې ډېر ملګري یې په دې برخه کې وروزل.

په کوم ځای کې به چې خالد رحمه الله لږ وخت تېر کړلو، د ملګرو به یې په صفاتو خوله پولی کېدله، او د ده له کړنو څخه به ډېر متاثره وو.

شهید خالد رحمه الله همدا شان د جهاد په سنګرونو کې تقریرونه هم کول، چې پر خلکو به ډېر مؤثر تمامېدل.

شهید خالد رحمه الله چې له الله څخه به یې تل د مقبول شهادت تمنا کوله، د همدغې تمنا په قبلېدو سره د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې داشغالګرو امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وحشیانه برید کې د شپږو نورو ملګرو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

روح یې ښاد او یاد دې تل وي


Leave a Reply !



//