Home / ابدي ژوندي / د شهید قاري ضیاء الدین فاروق ژوند او کارنامو ته کتنه
د شهید قاري ضیاء الدین فاروق ژوند او کارنامو ته کتنه

د شهید قاري ضیاء الدین فاروق ژوند او کارنامو ته کتنه


عبدالرؤف حکمت

د ۲۰۱۰ میلادي کال لومړی میاشتې وې،هغه وخت چې په افغانستان کې د غربي یرغلګرو په خلاف جهاد د ګرمښت او حماسه سازۍ وروستي ټاپي ته پورته شوی و، هغه کال چې د کفري یرغلګرو لپاره د اشغال په موده کې تر ټولو خونړی کال وبلل شو.

د خپلې ژورنالیستیکي دندې په مهال مې اراده کړې وه چې د فاریاب ولایت د جهادي چارو له مسؤل سره مرکه ترسره کړم،د هجرت په دیار کې مې د یوه سپیره او غریبانه کور دروازه وټکوله،شیبه وروسته کوربه راووت او له روغبړ وروسته یې د یوې نیمه نړیدلې کوټې پر خوا رهبري کړم.

په اطاق کې یو د منځني قد، خوشرویه ځوان ناست و، په ډیره مینه یي راسره روغبړ وکړ، یو لاس یې تړلی او داسې معلومېده لکه زخم یي چې پانسمان کړی وي، له موجودو ملګرو مې د فاریاب ولایت د جهادي چارو د مسؤل قاري فاروق پوښتنه وکړه چې زه یي په لټه راغلی وم،هغوی راته همدا خوشرویه ځوان معرفي کړ چې همدا قاري صاحب دی.

له قاري صاحب ضیاءالدین فاروق سره مې اوږد مجلس او مطبوعاتي مرکه وکړه، نوموړی له هغو کسانو و چې په یوه مجلس یي د هر چا په زړه کې ځای پیدا کولای شوای، ډیر متواضع، خاضع ، مؤدب او ورسره یو سوچه او دسنګر او دقربانۍ ډګر واقعي مجاهد و هغه چې سر، مال او ټوله هستي یي د الله تعالی د دین ګټلو او د کفر د شکست ارمان ته وقف کړې وي.

قاري ضیاء الدین فاروق صاحب مې په همدې لیدو زړه ته ښکته شو خو وروسته مې چې وپیژاند رامعلومه شوه چې دغه دیرش کلن ځوان د خپل عمر په تناسب الله تعالی د لویو کارونو لپاره پیدا کړی. هوکې قاري ضیاء الدین د هیواد په شمال خصوصا فاریاب، سرپل او جوزجان کې د صلیب ضد جهاد له بنسټ ایښودنکو څخه بلل کیږي، هغه چې په خپل مخلصانه،جهاد، همت او قربانۍ یي هلته د جهاد ډیوه بله کړه، اولس ته یي جهادي فکر او روحیه ورکړه،ځوانان یي وروزل او وروسته په همدې لاره کې د شهادت په مرتبه فائز شو.

راځئ دلته ددې ګمنام اتل د ژوند او کارنامو له  ځینو نمونو خبر شو تر څو مو یي په تذکر د یوه حقیقي مجاهد د یاد ژوندي کولو تنده ماته شوي وي.

قاري ضیاء الدین فاروق

قاري ضیاء الدین فاروق د حاجي عبدالباقي زوی په قوم ازبک په  ۱۳۵۸ هـ ش کال کې د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د توپخانې په کلي کې د یوه سیمه ایز مشر / بای په کورنۍ کې دنیا ته راغی.

لومړنۍ زده کړې یي په همدې سیمه توپخانه کې د یوه سیمیز عالم  مولوي شمس الدین په مدرسه ترسره کړې او بیا د قرآن کریم د حفظ لپاره شیرین تګاب ولسوالۍ کې مدرسې ته لاړ،د قرانکریم حفظ یي په ډیره کمه موده کې پای ته ورساوو.

وروسته د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته لاړ، د پاکستان د پیښور د پبو کمپ په یوه مدرسه کې یي څه موده دیني تعلم وکړ، وروسته د پاکستان به پنجاب کې رحیم یار خان سیمې ته لاړ او هلته یي د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په نوم مشهوره مدرسه کې دیني زده کړو ته دوام ورکړ.

دغه مهال چې په افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ کلونه و او د کابل په شمال کې جګړه روانه وه،قاري ضیاء الدین که څه هم عمر یي کم و خو د جهاد شوق دې ته اړ کړ چې کابل ته لاړ شي او جهاد ته په تلونکو طالبانو کې ځان داخل کړي، نوموړي ډیر کوښښ وکړ چې جهاد ته لاړ شي خو د عمر د کموالي له امله ورته جهاد ته د تلو اجازه ورنکړل شوه.

قاري ضیاء الدین وروسته هرات ته لاړ او هلته یي د فاریاب ولایت د مشهور جهادي مشر او د اسلامي امارت د رهبري شوری عضو مولوي عبدالرحمن صاحب په واسطه هڅه کوله چې جهادي صف ته داخل شي.

مولوي عبدالرحمن صاحب وایي: نوموړي د جهاد ډیر زیات شوق درلود،ما ورته وویل چې تاسو د امارت د اصولو له مخې تراوسه کشر یاست او انتظار وکړئ.

خو قاري صاحب به ویل چې د جهاد لپاره جرأت او د قربانۍ شوق ضرور دی چې زه دا دواړه لرم، خو بیا هم نوموړي تر هغه مهال په هرات ولایت کې دیني زده کړو ته دوام ورکړ تر څو د امریکایي یرغل په نتیجه کې د افغانستان لوی ښارونه د اسلامي امارت له لاسه ووتل او امریکایي نظام د افغانستان په پاکه خاوره حاکم شو.

د امریکا ضد جهاد کې تأسیسي رول

د امریکایانو له یرغل وروسته قاري صاحب فاروق تر یوه کال پورې په خپله سیمه کې واوسېد او بیا د جهاد او جهادي تربیې په نیت له څو تنو نورو ملګرو سره له  کوره مسافر شو، نوموړی د افغانستان او پاکستان تر منځ قبایلي سیمو ته لاړاو هلته یي په غرنیو سیمو کې د مجاهدینو په تدریبي مراکزو کې جهادي اعداد پیل کړ.

نوموړي په دې سیمه کې له بیلابیلو مجاهدینو سره شناخته شو چې له دې جملې یي له شهید قاري محمد طاهر فاروق سره تعارف پیدا شو، قاري ضیاء الدین صاحب صاحب د جهاد له تربیت حاصلولو وروسته د لومړني اقدام په حیث د جهاد دعوت پیل کړ تر څو د مدرسو طالبان، د کلیو ځوانان اوعام اولس د جهاد په فرضیت او ضرورت خبر کړي.

د نوموړي یو ملګری وایي چې دغه مهال موږ په مدرسه کې درس وایه، قاري صاحب به هلته راتلو طالبانو او د خپلې سیمې طالبان یي جهاد ته دعوتول، نوموړي په له ځان سره یو کوچني ډي وي ډي پلئیر هم درلود، طالبانو او عامو خلکو ته به یي په خصوصي مجالسو کې جهادي ویډیوي اصدارات ښودل او په دې طریقه به یي جهاد ته دعوتول.

قاري صاحب وروسته په خپله ولسوالۍ دولت اباد ولسوالۍ کې کلیوالو ځوانانو ته هم دغه دعوت ورساوو او په دې ډول ګڼ شمیر ځوان جهاد ته تیار کړل.

قاري صاحب په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د یوې مصاحبې په مهال راته په دې ولایاتو کې د جهادي کار د ابتداء په اړه داسې وویل:  مونږ لومړی هلته جهادله همدي دعوتي کارونو څخه پیل کړمونږ جومات په جومات او کورپه کور وګرځیدو او هرسړی موله خپل هدف اوفرض شوي جهاد څخه خبرکړ حتی داسي شوي چي مجاهدین به دلاري په سرناست وو او هرپه لاره تیریدونکی به یي راګرځاوه او په دي اړه به یي خپل عرض ورته وړاندی کاوو. دي کار دخلکو اذهان خورا روشانه کړل مونږ یي وپیژندلو او اعتماد یي راباندی وکړ او په خپلو سترګو یي ولیدلو چي ددشمن دتبلیغاتو برخلاف ټول دهمدي کلیو اوسیدونکي او دهمدي ولس بچیان یو او بیګانه نه یو.

جهادي عملیات

قاري صاحب او نورو جهادي ملګرو یي په خپله سیمه کې لومړني جهادي عملیات په چریکي بڼه پیل کړل،د فاریاب،جوزجان او سرپل ولایت مجاهدینو په پیل کې په ګډه چریکي عملیات کول او همیشه به په سیار حالت کې و، څرنګه چې ددوی شمیر کم او د وسلو او امکاناتو له نګاه له تنګلاسۍ سره مخامخ و نو به یي ددښمن په ضعیف مرکز حمله وکړه او بیا به له هغې سیمې ډیر لري بل ولایت ته لاړل، په همدې ډول په یادو دری واړو ولایاتو کې په یوه وخت جهادي عملیات روان ول.

وروسته چې ددرست افغانستان غوندې په فاریاب ولایت کې هم جهادي عملیات علني او په لوړ کم او کیف سره پیل شول، قاري ضیاء الدین صاحب د یوه وتلي مجاهد په حیث په کې د پام وړ نقش درلود نوموړی ډیره موده د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ نظامي مسؤل و او وروسته ۲۰۰۹ میلادي کال کې د فاریاب د والي یا عمومي جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو.

په دې مرحلو کې د فاریاب په بیلابیل سیمو کې په دښمن ګڼ شمیر مرګوني بریدونه او لوی عملیات ترسره شول،چې په ترڅ کې یي د اندخوی دولسوال او امنیه قومندان دغه راز د شیرین تګاب امنیه قومندان او ددښمن ګڼ نور د سر چارواکي له منځه لاړل.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جهادي ساحه دومره پراخه شوه چې مجاهدینو په دولت اباد، شرین تګاب ،خواجه موسی ،المار، قیصار، چلګزي ، ګورزوان ، بلچراغ او لولاش  ولسواليو کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې، دغه راز د فاریاب په ډیری ولسوالیو کې د امارت ملکي تشکیلات او محاکم هم فعال شول چې په دې ډول فاریاب ولایت د جهاد په یوه ویاړمن او نه تسخیریدونکي سنګر واوښت .

شهادت

قاري ضیاء الدین فاروق له اوږدې او مخلصانه جهادي مبارزې وروسته د ۲۰۱۰ میلادي کال د اکتوبر په اوومه  هغه مهال ددښمن په برید کې په شهادت ورسید کله چې د نوموړي د ژوندي نیولو یا وژلو لپاره بهرنیو یرغلګرو او داخلي عسکرو د دولت اباد ولسوالي د قرغن قدق په سیمه لویه چاپه واچوله.

دغه کلی چې د ولسوالي مرکز ته څیرمه پروت دی،قاري صاحب له نورو مجاهدینو سره یوځای په کې اوسیده او له دې ځایه به یي به لویه لاره ددښمن قواوو ته کمین نیو، خو کله چې دښمن خبر شو په دې سیمه یي د هوا او ځمکې له لارې لوی چپاو راوړ، قاري صاحب د محلي خلکو د سلامتۍ په خاطر له کلي ووت او یوې دښتي سیمې ته لاړ، خو هلته ددښمن لخوا کشف شو، لومړی ورباندې دښمن هوایي برید وکړ چې یو ملګری یي په کې شهید شو، اما وروسته نوموړی له دریو نورو مجاهدینو سره له دښمن سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انا لله و انا الیه راجعون

د نوموړي جسد له خپل پلرني کلې لرې د بلچراغ ولسوالۍ ته نږدې میمنه قشلاق په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د شهید قاري فاروق د شخصیت په اړه

لکه وړاندې چې وویل شول شهید قاري ضیاء الدین فاروق له یوه ځمکه وال او ماړه خاندان سره تړاو درلود، پلار یي دخپلې سیمې خان یا بای و، ځمکه، باغونه، پیسې اوډیر امکانات یي درلودل، خو نوموړي کله هم ددې شیانو شوق ونکړ.

خپل دنیوي هوسونه اوعشرتونه یي هیر کړل،د آرام او راحت ژوند ته یي شا کړه او خپل ټول عمر یي د جهاد، هجرت او مبارزې ستومانیو ته  وقف کړ.

د نوموړي نږدې ملګري وایي چې قاري صاحب یو پاک او تقوه دار انسان و، د بیت المال له پیسو سره خورا زیات احتیاط کاوو، که څه هم مشر و مګر خپله یي مالي چارې نه ترسره کولې، بلکې یو بل ملګری به یي د مالي په حیث مقرر کړی و او ټولې پیسې به له هغه سره وې.

د جهاد یي خورا زیات شوق درلود، له کشرتوبه یي د جهاد ارمان په زړه کې و، او د امریکایانو په راتګ سره یي تر هغو جهاد ته ادامه ورکړه ترڅو په همدې لاره کې دشهادت لوړ مقام ته ورسید.

رحمه الله تعالی.


Leave a Reply !



//