Home / news / د هجرت په دیار کي د علماء کرامو مهمه غونډه وشوه
د هجرت په دیار کي د علماء کرامو مهمه غونډه وشوه

د هجرت په دیار کي د علماء کرامو مهمه غونډه وشوه


پرون ورځ د هجرت په دیار چمن ښار کي د علماء کرامو د یو والي د اهمیت ، فقهي مجالسو ، حکمت بین الناس، استفتاء او فتوا او نورو موضوع ګانو په  اړه مهمه غونډه وشوه.

دي غونډه کي چمن کي میشتو وتلو علماء کرامو لکه شیخ مولوي نظرمحمد صاحب ، د فقهي مجالسو مشر شیخ مولوي محمد شفیع صاحب ، شیخ الحدیث مولوي رفیع الله صاحب ، مولانا عبدالطیف اخندزاده صاحب، شیخ مولوي عبدالسلام صاحب ، شیخ مولوي لاجورد صاحب د فقهي مجالسو مربوط علماء کرامو ، د مدارسو محترمو استادانواو د مسجدونوامامانو  ګډون کړی وو .

لومړي شيخ نظرمحمد صاحب علماء کراموته داتفاق، اتحاد، د نوي زعيم شيخ الحديث هبت الله اخنذاده صاحب د انتخاب په هکله، د علماء کرامو، د اسلامي امارت د مسؤلينو او عامو مجاهدينو د خلص نيت په مورد د مجلس علماء کرامو ته پوره معلومات ورکړل او دا يې وويل چې: هميشه علماء کراموخپل خدمات جامع ته وړاندې کړي او همدغه علماء کرام د خلکو د خدمت مصدر ګرځيدلي، موږ او تاسو هم د هغو علماء کرامو په نقش او قدم بايد پل کښيږدو، خپل وس پوره وکاروو او د اسلام د مبارک دین خدمت کما حقه وکړو، موږ وليدل چې د اسلامي امارت مسؤلينو او مجاهدينو د علماء کرامو څومره درناوی وکړ او کوي يي، امیرالمؤمنین شیخ هبت الله صاحب يې هم د علماء کرامو له منځ څخه وټاکلو، موږ په خپل ټول توان سره د امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبت صاحب ملاتړ کوو، موږ به د همدغه اسلامي امارت د بقا او د مسؤلينو او مجاهدينو ملاتړي اوسو او د دوی تر شا به کلک دریږو، ولسي خلک به دي ته اماده کوو چې د مجاهدينو پوره ملاتړ وکړي، خپل مال، اولادونه او ځانونه د اسلامي امارت له دفاع او ملاتړ څخه دریغ نه کړي، دا زمونږ وعده ده چي د ژوند تر پایه به د اسلامي امارت ملاتړي او همکار یو.

غونډه د شیخ مولوي عبدالسلام صاحب په دعا سره پای ته ورسیده.


Leave a Reply !



//