Home / ابدي ژوندي / د ریګستان غاټول، شهید مولوي محمود سیف الله!
د ریګستان غاټول، شهید مولوي محمود سیف الله!

د ریګستان غاټول، شهید مولوي محمود سیف الله!


عبدالرؤف حکمت

له نصوصو او تاریخي جریان څخه ثابته ده چې الله تعالی د خپل دین او خلقت د مقاصدو د ساتنې لپاره همیشه، په هرځای، هر عصر او هر ډول حالاتو کې مجاهد او مبارز رجال پیدا کوي، تر څو د هغوی په واسطه د دین د ساتنې، دفاع او خپراوي فعالیتونه تجدید او ورته نوې ساه ورکړي.

د افغانستان په جنوب لویدیځ څنډه، هغه ریګستان چې د کندهار له حدودو پیل بیا د هلمند جنوب او د نیمروز ولایت تر غربي او شمالي ساحاتو رسیدلی په دې ساحه کې د جهاد، دیني علم او دین ته د تعهد د نوي دوران لپاره الله تعالی د مولوي محمود رحمه الله په نوم یو متدین، مجاهد او مبارز ځوان انتخاب کړ، هغه چې په خپل ویاړمن کردار سره یي نه یوازې دا سیمه د امریکایي یرغل په وړاندې د جهاد په نه ماتیدونکي سنګر بدله کړه، بلکې د تعلم، تعلیم او دین ته د التزام فرهنګ یي هم په سیمه کې په میراث پرېښود، چې له برکته یي اوس دا سیمه نه یوازې په جهادي فکر سمباله ده، بلکې د دیني مدارسو ډیوې هم په کې بلې دي.

راځئ یوه شیبه د ریګستان په سوزنده صحراوو کې ددې راټوکیدلي غاټول د ژوند او کردار نندارې ته تم شو، تر څو یي د یوه مجاهد او مبارز شخص په حیث له ویاړمن تاریخ څخه خوند واخلو.

زوکړه او نشأت

مولوي محمودد ملا عبدالحمید زوی چې د بلوڅ قوم له شاهوزی قبیلې سره یي تړاو درلود  په۱۳۹۲ هـ ق کال کې چې له ۱۹۷۲ میلادي سره سمون خوري د افغانستان د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ مربوط د تپه نادعلي په کلې کې دنیا ته سترګې وغړولې.

نوموړي خپلې ابتدائي زده کړې په خپل کور او د کلي په مسجد کې پیل کړې،د کمونیستانو د واکمني او شوروي یرغل په مهال ددوی کورنۍ ایران ته په هجرت اړ شوه، نوموړي څه موده د ایران په زاهدان کې سبقونه وویل او بیا پاکستان ته لاړ او د بلوچستان د مرکز کویتې په تجویدالقرآن مدرسه کې یي زده کړې پیل کړې.

مولوي محمود رحمه الله په یوه کاملا علمي او جهادي چاپیریال او عصر کې رالوی شو،که له یوې خوا د دیارهجرت په بیلابیلو مدارسو کې په زده کړو بوخت و،له بلې خوا څرنګه چې همدا مهال په افغانستان کې د کمونیستي کفر به خلاف مسلح جهاد روان و، نو جهادي جذبه یي هم ویده نه وه پاتې بلکې د تاندۍ ځوانۍ په موسم کې هغه مهال چې د کمونیزم په آخري واکمنۍ وروستي ګوزارونه روان و نوموړی عملا د جهاد ډګر ته لاړ او د مسلح جهاد له خونده یي ځان خبر کړ.

مولوي محمود رحمه الله په نوې ځوانۍ کې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ له سقوط دوه کاله وړاندې په لومړي ځل کندهارولایت ته د جهاد لپاره لاړ، هلته یي د ارغسان په سیمه کې په یوه جهادي معسکر کې حربي روزنه ترلاسه کړه او بیا یي د دامان، تخته پل او د کندهار ښار په شاوخوا کې په نورو جهادي معرکو کې هم برخه واخیسته.

له جهاد څخه له راستنېدو وروسته نوموړی دبلوچستان مستونګ ته لاړ او هلته یي د دیني علومو تعلم ته دوام ورکړ،له دې وروسته مولوي محمود رحمه الله د پاکستان او ایران په بیلابیلو مدارسو کې تر هغه وخته دیني زده کړو ته دوام ورکړ ترڅو په افغانستان کې د فساد او هرج ومرج په وړاندې د مبارزي جهادي صف یعني اسلامي امارت ظهور وکړ.

په اسلامي امارت کې شرکت او خدمتونه

د افغانستان د اسلامي امارت له تأسیس او پرمختګونو وروسته هغه مهال چې مجاهدینو د هرات ولایت مرکز فتحه کړ، څه موده وروسته مولوي محمود صاحب سره له څو تنو ملګرو د اسلامي امارت په صف کې داخل شو، نوموړي څه موده په شینډنډ کې دنده ترسره کړه او وروسته د کندهار په هوایي ډګر  برج راهدار  کې مؤظف شو.

دغه مهال چې د کابل په شاخوا د طالبانو کلابندي راګرځیدلې او د چهار اسیاب په سیمه کې تعرضي خطوط و،د جهادي ضرورت په اساس مولوي محمود صاحب له خپلو ملګرو سره چهاراسیاب ته لاړ او هلته د وتلي مجاهد ملا دادالله اخند په ډلګۍ کې داخل شو.

مولوي محمود صاحب د شهید ملا دادالله اخند تر قیادت لاندې په جهادي کرښو کې ستر او د قدر وړ خدمتونه ترسره کړل، په دې لړ کې چې کله د ټانک د مسلک ماهرینو ته ضرورت پیښ شو، مولوي محمود له ګڼو نورو مجاهدینو سره هرات ته لاړ او هلته یي په ځانګړي کورس کې د ټانګ او ګڼو نورو ثقیله اسلحو زده کړه او تخصص تر لاسه کړ. نوموړی وروسته بیرته کابل ته راغی او کله چې کابل د طالبانو په لاس فتحه کیدو نوموړی د هغو سوبمنو مجاهدینو له جملې څخه و چې د ریشخورو له استقامت څخه پلازمینې کابل ته داخل شول.

د کابل له فتحې وروسته مولوي محمو صاحب څه وخت د کابل د شمال په جنګي خطوطو کې پاتې شو او وروسته د خپلودیني زده کړو د تکمیل لپاره مدارسو ته ستون شوچې په دې مرحله کې یي د ایران او پاکستان په بیلابیلو مدارسو کې دیني زده کړې تعقیب کړې، په ۱۴۱۸ هـ ق کال کې یي د ایران له مشهور سني عالم شیخ مولانا محمد عمر سربازي صاحب څخه علمي فیض ترلاس کړ او څو کاله وروسته یي د پاکستان په صادق اباد کوته سبزل سیمه کې په الجامعة السعدیه کې ددیني علومو او احادیثو د زده کړې مروجه سلسله پای ته ورسوله او د فضیلت دستار یي وتاړه.

له دیني علومو له فراغت وروسته چې کله د جهادي خدمت لپاره ستون شو، نو د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په هدایت او منظورۍ نوموړی د بلوڅو مجاهدینو د ډلګۍ مشر وټاکل شو،او په دې ډول یي د مستقلې ډلګۍ په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ،چې یوه اندازه ملګري یي په کابل او نور د شمال  په تخار ولایت کې په خدمت لګیا و، په دې وخت کې مولوي محمود د څه وخت لپاره د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د ولسوال په حیث هم دنده اجراء کړه،خو د نوموړي جهادي ملګري په هغه ځانګړي قطعه کې په بسیج شوي و چې د امیرالمؤمنین په فرمان له څلورو لویو ډلګیو څخه جوړه وه، مرکزیت یي د کابل به بالاحصار کې و او د هیواد په مختلفو جنګی محاذونو کې یي خدمت کاوو.

د امریکایي یرغل په تعقیب د شهید مولوي محمود د ډلګۍ ۱۲۰ تنه مجاهدین چې مشري یي حافظ غلام الله صاحب په غاړه وه او د تخار په جبهاتو کې و د نورو زرګونو مجاهدینو سره یوځای بندیان شول چې له جملې یي ۴۰ تنه د دوستمي ملیشو لخوا په کانتینرونو کې شهیدان او پاتې یي د مولوي محمود صاحب په ډیرو هڅو او د پیسو په توسط له زندان څخه ازاد شول.

د یرغل په خلاف د متقابل جهاد پیل

د کابل له سقوط وروسته مولوي محمود له خپلو ملګرو او وسلو سره  د هلمند د دیشو ولسوالۍ مربوط سرحدي سیمې برامچې ته لاړ چیرته چې نوموړي له پخوا څخه په یوه غرنۍ سیمه کې معسکر جوړ کړی و. د کندهار ښار له سقوط څو ورځې وړاندې د روژې په نیمایي کې امریکایانو او داخلي اجیرانو یي د برامچې په ملک غره کې په همدې معسکر برید وکړ،او په لومړي ځل په دې سیمه کې له یرغلګرو سره سخته جګړه شوه،چې ددښمن یو ټانګ په کې وویشتل شو،وروسته امریکایانو دا سیمه سخته بمبار کړه چې په پایله کې یي ۳۲ تنه مجاهدین شهیدان شول، ددې معسکر له نړیدو وروسته مولوي محمود صاحب د مشکاني غره په سیمه کې جهادي مرکز جوړ کړ، خو دا ځل یي ځان چریکي جګړې ته اماده کړ نو ځکه یي وسلې خوندي او ملګري یي متفرق کړل تر څو ددښمن د بمبار هدف ونه ګرځي.

له څو میاشتې ځنډ وروسته مولوي محمود صاحب خپل پخواني جهادي ملګري او یو شمیر علماء کرام رایوځای کړل تر څو د جهاد د پیل په اړه ورسره خبره شریکه کړي،مولوي عبدالعزیز جهادیار وایي چې په دې مجلس کې مولوي صاحب وویل چې : موږ یو اسلامي نظام درلود چې په ډیرو قربانیو مو تأسیس کړی و، صلیبیان راغلل او زموږ نظام یي ونړاوو،دښمن له هر لحاظه په ډیر قوي حالت کې دی او موږ تاسو هیڅ نلرو په داسې حال کې موږ ته څه کول په کار دي؟ آیا په همدې تش لاس جهاد پیلوو او که آرام کینو؟

د مولوي صاحب ددې خبرې په ځواب کې ځینو کسانو وویل چې : موږ له جهاد څخه منکر نه یو مګر دا هم وینو چې امریکایان ډیر په قوت کې دي، په ځمکه او هوا برلاسي دي او که یي په مقابل کې څوک ادنی حرکت کوي هم نو له منځه یې وړي. . .

ددوی په ځواب کې مولوي صاحب وویل: چې داسې ده نو تاسو په قرآن او احادیثو کې یو داسې دلیل او مبرر وپلټئ چې موږ له جهاد څخه معذور وبولي تر څو ټول خپلو کورونو او مدارسو ته ستانه شو او د امریکایانو تر واک لاندې د آرام ژوند پیل کړو.

ددې خبرې په اوریدو د مجلس ټول ګډونوال خاموش شول. لږ وروسته مولوي محمود صاحب خاموشي ماته کړه او ويي ویل: زما یقین دی چې تاسو د دین له نظره مبرر نه شئ پیدا کولای،د کفر په خلاف جهاد فرض شوی دی او چې فرض دی،زه به که په تش لاس هم وي دغه فریضه پيلوم،خیر دی که ددښمن په لاس موږ ووژل شو، لاسونه او پښې مو غوڅ شي او یا محبوس شو، نو به د الله تعالی په نزد واقعا معذور شو او الله تعالی ته ووایو چې اې الله تعالی موږ خو ستا د فریضې د ترسره کولو عزم درلود مګر د همدې فریضې په لاره کې قتل او معیوب شوو نو ځکه رانه په  نیمه کې پاته شوه.

په دې مجلس کې ملګرو ته د قناعت ورکولو نه وروسته مولوي محمود صاحب عملا ددښمن په خلاف د تعرضي بریدونو لپاره په تیاریو لاس پورې کړ،تر دې چې د ۱۴۲۴ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په لومړیو کې یي لومړني عملیات د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ په چوټو سیمه کې د ګوډاګیانو په یوه مهم مرکز ترسره کړل.

حاجي ضرار چې ددې عملیاتو برخوال و، وایي: په چوټو کې د قومندان ایوب په مشرۍ ددښمن ډیر عسکر اوسیدل چې څو پوستې او مراکز یي درلودل، مجاهدینو لومړی ددوی په یوه مرکز حمله وکړه، پیره دار یي د چاړې په ګوزار وواژه او بیا مرکز ته ننوتل خو ددښمن عسکر له دې مرکز څخه وتلي و، مجاهدینو څه شیان غنیمت کړل، ددې برید په تعقیب د چوټو بازار ته نږدې له دښمن سره مخامخ جګړه وشوه چې د قومندان ایوب ماما په شمول ۷ تنه عسکر په کې ووژل شواو مالونه یي مجاهدینو په غنیمت ونیول.

د جهادي دعوت او عملیاتو دوام

مولوي محمود صاحب دا مهال له جهادي عملیاتو سره یوځای د دعوت پروګرام هم تعقیباوو، نوموړی د خپلې سیمې په اکثرو علماء کرامو،قبایلو او او قومي مشرانو وګرځېد او د جهاد دعوت یي ورکړ،چې له جملې یي ځیني ورسره په سر او مال ودرېدل او ځینو ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ، له دې جملې د بلوڅو دمحمدحسني قوم د یوه مشر حاجي غریب شاه دا تاریخي کارنامه د یادولو ده چې په ډیر سخت او امتحاني حالت کې یي مولوي محمود صاحب ته وویل چې جهاد یوازې په تاسو نه دی فرض بلکې موږ هم مسلمانان یو او په موږ هم فرض دی، تاسو جهاد پیل کړئ موږ  په سر مال او حتی د ماشومانو او ښځو په قرباني کیدلو درسره ولاړ او هرې قربانۍ ته حاضر یو.

د مولوي محمود صاحب تر مشرۍ لاندې مجاهدینو د ۲۰۰۳ میلادي کال له نیمایي څخه د هلمند په جنوب کې په دښمن د بریدونو لړۍ پیل کړه، چې په  ۲۰۰۷ میلادي کال د نوموړي د شهادت تر وخته یي خپله مولوي محمود صاحب مشري کوله، په دې اوږدو کې نوموړي د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د عضو او د نیمروز ولایت د جهادي مسؤل په حیث هم دندې اجراء کړې.

په دې مرحله کې د شهید مولوي محمود تر مشرۍ لاندې ګڼ شمیر عملیات وشول لکه د دیشو ولسوالۍ په مرکز مکررې حملې،د مارجې او خانشین په مربوطاتو کې ددښمن په پوستو، مراکزو او کتارونو بریدونه،د ګرمسیر په سفار سیمه کې ددښمن په مرکز حملې،دغه راز د کندهار پنجوایي او د نیمروز ولایت بیلابیلو سیمو ته جهادي ملګري لیږل تر څو له نورو مجاهدینو سره په ګډه په جهادي عملیاتو کې برخه واخلي.

په دې مرحله کې د مولوي محمود صاحب جهادي مرکز  د برامچې مربوط د مشکاني غره په سیمه کې وه چې د هلمند، نیمروز، او کندهار په مربوطاتو کې یي له نورو مجاهدینو سره اوږه په اوږه په جهادي عملیاتو کې ونده اخیسته، دغه راز په  برامچه کې د نوموړي لخوا د مجاهدینو د تدریب لپاره یو معسکر هم تاسیس شوی و چې ګڼو مجاهدینو ته یي په جهادي اعداد سربیره د ریموټ جوړولو او نورو  تخنیکونو زده کړې هم ورکولې دا معسکر اوس هم د موقعیت په تغیر سره موجود دی او جهادي خدمتونه ترسره کوي.

په دې جهادي مرحله کې یویو ځل د مجاهدینو لخوا د دیشو او خانشین ولسوالیو مراکز هم فتحه شول، څرنګه چې د بهرامچې مهمه سیمه بشپړه د مجاهدینو په کنترول کې وه، نو په ۲۰۰۶ م کال کې د  دښمن یوه لویه قوه د بهرامچې په خوا راووته، خو مجاهدینو ورته د ساسولي په سیمه کې کمین ونیو او ددښمن ګڼ شمیر عسکر یي ووژل چې مړي یي په میدان پاته شول.

ددغه شکست د جبیره کولو او خپلو عسکرو د اجسادو  د وړو لپاره د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمان جان په خپله  له یوې قوې سره بهرامچې ته راغی،خو مولوي محمود صاحب د نوموړي د مخابرې نمبر پیدا کړ او اخطار یي ورکړ که تر سبا له سیمې ونه وځي نو مجاهدین به ورباندې داسې برید وکړي چې پخوانی شکست به یي هیر شي،عبدالرحمن جان ددې  اخطار په اوریدو په هماغه شپه کې خپل ټول عسکر او تشکیلات له بهرامچې وایستل او په دې ډول د دیشو ولسوالۍ مکمله د مجاهدینو په لاس کې شوه چې تراوسه ورباندې واکمن دي، له هغه وروسته امریکایانو دوه ځله د هوا له لارې د بهرامچې په بازار چاپې وهلي او بازار یي نړولی دی چې هر ځل ورته مجاهدینو درانه تلفات هم اړولي نور دښمن په دې نه  دی توانیدلی چې په دې سیمه کې کومه ثابته قرارګاه جوړه کړي.

په هلمند کې په جهادي خدماتو سربیره څرنګه چې مولوي محمود صاحب د نیمروز ولایت جهادي مسؤلیت درلود په نیمروز ولایت کې یي هم لوی جهادي خدمتونه وکړل، نوموړي لومړی ددې ولایت مختلفو سیمو ته دعوتي ملګري ولیږل تر څو علماء کرامو، مخورو او په کور ناستو مجاهدینو ته د جهاد پیغام واستوي، وروسته یي بیلابیلو سیمو ته تشکیلات پیل کړل، او عملا یي په نیمروز کې په دښمن بریدونه شروع کړل چې له دې جملې د دلارام ولسوالۍ فتحه او د امنیه قومندان وژل کیدل، دغه راز په دې سیمه کې د هندوانو کمپ سوزول دیادولو وړ دي.

شهادت

۲۰۰۷ میلادي کال چې د جهادي عملیاتو او فتوحاتو د پراختیا یو مهم کال بلل کیږي، مولوي محمود صاحب غوښتل له خپل مرکز بهرامچې څخه نیمروز ولایت ته جهادي تشکیلات پراخ کړي،په دې لړ کې د همدې کال د جون په اتمه نیته چې د ۱۴۲۸  هـ ق د جمادی الثاني له  ۲۳ سره سمون خوري د جمعې په مبارکه ورځ د دیشو ولسوالۍ د جوکي په سیمه کې په داسې حال کې چې د ګڼو ونو منځ کې په جهادي ترتیب بوخت و  امریکایانو ورباندې چاپه واچوله او وروسته  یي د نوموړي په ملګرو سخت بمبار وکړ،چې په ترڅ کې یي خپله مولوي محمود سیف الله صاحب له  ۹ تنو ملګرو سره په شهادت ورسید چې د شهیدانو په جمله کې ورسره تکړه مجاهد ملګري مولوي محی الدین صاحب هم و.

شهید مولوي محمود رحمه الله او نور شهیدان ملګري یي د دیشو مربوط د بهرامچې د شهیدانو په مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل شول. رحمهم الله تعالی

د شهید مولوي محمود رحمه الله د ژوند څو خاطرې

شهید مولوي محمود صاحب د ګڼو امتیازي خویونو څښتن و، نوموړي ته الله تعالی په ښه علم،جهادي عزم، جرأت او شجاعت سربیره تقوی، دیانت او اخلاص هم ورنصیب کړی و، د نوموړي ځیني ملګري د ده د شخصیت په اړه داسې وایي:

مولوي عبدالعزیز انصاري صاحب وایي: مولوي صاحب له بیت المال سره خورا زیات احتیاط کاوو، او د بیت المال پیسې یي له عامه جهادي ضرورت پرته کله هم په شخصي ډول او بلا ضرورته نه  خرچ کولې، کله چې په کندهار کې یي وظیفه وه نو زه یي د مالي چارو مسؤل ټاکلی وم، نو چې به له نورو ملګرو سره بازار ته د سودا خیستلو لپاره لاړو ،ملګرو به د فاکهې او مشروباتو د اخیستلو غوښتنه درلوده، ما له مولوي صاحب څخه پوښتنه وکړه چې آیا د بیت المال له پیسو ملګرو دا شیان واخلم؟ مولوي صاحب راته وویل څرنګه چې دا مجاهدین دي او پیسې هم ورسره نشته نو که فتوی رانه غواړې اجازه درکوم چې ورته اخله یي مګر زما خپله تقوی داده چې په داسې ځای کې که څه هم لږ وي  باید د بیت المال پیسې مصرف نه شي.

حافظ غلام الله صاحب وایي: کله چې مولوي محمود صاحب په میوند ولسوالۍ کې د ولسوال په حیث دنده درلوده، نو یوه ورځ په دې سیمه کې یوه ملګري قاري ایوب صاحب چې دهمدې علاقې اوسیدونکی و میلمستیا وکړه،مولوي صاحب نورو مسافرو مجاهدینو ته چې جهادي خط ته روان وو وویل چې میلمستیا ته تاسو ورشئ، ځکه تاسو سبا یا بله ورځ روان یاست، زه ددې سیمې حاکم یم او میلمتستیا کوونکی هم ددې سیمې سړی دی،نو مناسبه نه بولم چې په میلمستیا کې یي شرکت وکړم، تر څو که سبا یي له چا سره دعوه وي نو ماته دواړه جانبه علی السویه وي او د چا تر منت لاندې به نه یم.

حاجي ضرار وایي: د مولوي صاحب لوی خصوصیت دده اخلاص او له مجاهد سره محبت و، ده به له هر مجاهد او هرچا سره داسې وضعیت کاوو چې هغه به فکر کاوو چې تر ټولو له ماسره ډیر محبت لري،ډير زیات عابد و،د بیت المال د پیسو له غلط استعمال څخه یي ډیر لرې ځان ساته، د دنیا او متاع هیڅ شوق یي نه درلود،بله دا چې هر چا لیدلی و نو ډیر به ورته محبوب و چې همدا عامه محبوبیت یي د قبولیت لویه نښه وه.

مولوي خالد صاحب وایي: شهید مولوي محمود صاحب لکه څنګه چې په یوه وتلي او منلي مجاهد سره مشهور و، همداسې یي له علم ، علماء کرامو او مدارسو سره هم همیشنۍ رابطه وه،نوموړي ډیر خلک علم او د مدارسو تأسیس ته تشویق کړل، د علماء کرامو او طالبانو یي ډیر احترام کاوو.

په شرعي امورو او د طرفینو تر منځ په ثالثیت کې ډیر محتاط او شریعت ته پایبند و، یوه ورځ د سیمې یو عالم ورسره مخامخ شو، مولوي محمود صاحب یي ډیر احترام وکړ، وروسته دې عالم له جیب څخه یو موټی شنې را وایستې او مولوي صاحب ته یي ورکړې،مولوي صاحب یوه دانه خولې ته واچوله،خو دغه عالم سم دستي د خپلې دعوا بیان او سپارش شروع کړ،مولوي صاحب یي خبرې ته غوږ نیولی و خو چې کله دغه عارض رخصت شو، مولوي صاحب هغه د شنې یوه دانه چې خولې ته اچولې وه، په خوله کې یي ساتلې وه او بیرته یي وغورځوله، پاته شنې یي عامو مجاهدینو ته ورکړې او ویي ویل: ددې سړی څه عرض شته، نو زه چې مسؤل یم احیتاط دا دی چې دده له لاسه کوم شی ونه خورم، تاسو چې عام مجاهدین یاست او له  داسې قضایاو سره مو کار نشته تاسو ته یي خوړل باک نلري.

قاري هارون الرشید وایي: هغه وخت زه د بهرامچې د تیمورچاي په سیمه کې په بدرالعلوم مدرسه کې د شعبه حفظ استاد وم، مولوي صاحب چې په جهادي چارو بوخت و، کله به په خفیه شکل مدرسې ته راتلو او دلته د لنډ وخت لپاره اوسیده، ما چې مولوي صاحب له نږدې لیدلی و، د ډیر معتدل مزاج، لوړو اخلاقو، تواضع او پرنفس د حاکمیت څښتن و. مثلا زه به ددوه وړې خاطرې ذکر کړم چې ما په خپله لیدلي او ددوی د شخصیت کمال ترې معلومیږي.

موږ په مدرسه کې اوسیدلو نو دلته  په یوه اطاق کې د بسترو له جملې د یوه بالښت پوښ یو څه خیرن و،بله ورځ مولوي صاحب همدې اطاق ته ورغلی و، نو یو ځل ګورم چې مولوي صاحب د همدې بالښت پوښ ایستلی، او بیا د اوبو ځای ته تللی دی، پوښ یي په صابون پاک مینځلی او په لاسونو یي لمر ته نیولی تر څو وچ شي، ما چې کله ولید نو ورغلم او ترې وامي خیست. نو مطلب دا چې د نوموړي مشرتوب او دا چې دلته د یوه معزز میلمه په حیث اوسیده ددې په وړاندې نه و مانع شوي چې د مدرسې خدمت وکړي.

یوه بله ورځ چې مولوي صاحب همدلته د میلمه په حیث اوسیدو، په مدرسه کې مو پسه حلال کړی و، موږ د پسه ینه کباب کړه او مولوي محمود صاحب ته مو وروړه، کله مو چې مو وروړه ده پوښتنه وکړه چې آیا دا یوازې زما لپاره ده که نورو طالبانو او استادانو ته هم دا خوراک رسیدلی؟ موږ ورته وویل چې دا مو یوازې تاسو لپاره تیار کړی.

مولوي صاحب وویل : دا طالبانو او نورو استادانو ته وروړه  هغوی هم زما غوندې انسانان دي او دغسې زړه او خواهشات لري، زه پر دوی هیڅ برتري نلرم چې په دې خوراک سره خاص شم، ماته یوازې هغه خوراک راوړئ چې ټول طالبان  او ملګري یي خوري .

له دې  څخه معلومه شوه چې نوموړي په خپل ځان او نفس تر ډیره حده کنټرول  درلود اوطبعي خواهشات یي تر پښو لاندې کولای شوای  چې همدایي د بریا او د شخصیت دکمال لوی رمز و.

د مولوي محمود سیف الله رحمه الله  له شهادت وروسته د نوموړي نږدې ملګری مولوي عبدالرشید صاحب دده په ځای وټاکل شو تر څو جهادي مسؤلیتونه ترسره کړي.

۲۰۱۶/۵/۸ میلادي


Leave a Reply !



//