Home / تازه لیکني او مقالې / جنگي جنایتونه ( جون)
جنگي جنایتونه ( جون)

جنگي جنایتونه ( جون)


سید سعید

د روان( ۲۰۱۶،ز) کال د جون دمیاشتي په ۳مه نیټه دکندهارولایت د معروف ولسوالۍ په اسحاقزو  سیمه کي دطالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ دنښتي په مهال د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،یو ماشوم او دوې ښځي ټپیاني شوي دي.

د جون په ۳مه دفاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د کنجک په سیمه کي د داخلي ځواکونو په بمبار کي درې تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د جون په ۴مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼوولسوالۍ په  لوخي سیمه کي اشغالګرو او داخلي عسکرو د شپنیو عملیاتو په لړ د ولسي خلګو پر کورنو چاپه وهلې،کورونه یې تلاشي کړي، یو ملکي سړی یې ددوو ماشومانو په ګډون بندي کړی دی.

دجون په ۵مه د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مونغر سیمه کي اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی او یو بل تن یې ژوبل کړی دی.

د جون په ۷مه د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ اوسيدونکو رسنیو ته وویل چي تیره شپه د قومندان انعام الله وسله والو په علیای کلي کي درې تنه وروڼه چي بزګران وو، شهیدان کړي او درې تنه یې ژوبل کړي دي،خلګو ددې پیښي علت داوښود چي د یادوو شوو کسانو اواربکیانو ترمنځ د اوبو پر ویش لفظي شخړه رامنځته شوه چي په پایله کي یې داربکیانو له لوري  یاد شوي کسان مړه او ټپیان شول.

د جون په ۹مه نیمه شپه یرغلګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د کندهار د میوند ولسوالۍ په سنګبر سیمه کي چاپه وهلې،شپږ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دیارلس تنه یې دبندیانو په توګه له ځان سره انتقال کړي دي، دځایې خلګو په وینا په دې چاپه کي دولسي خلګو موټر سایکلونه ا وموټر سوځول شوي او زیات مالي زیان ورته رسیدلی دی.

د جون په ۱۰مه دشپې مهال د کندز ولایت مرکز ته څېرمه ملرغي سیمه کي اشغالګرو پوځیانو دکورنیوعسکرو په ملتیا دملکي خلګو په کورونو چاپه وهلې، اووه لس تنه ولسي هیوادوال یې چي سپین ږیري هم پکي دي، بندیان کړي،د عیني شاهدانو له قوله ګډو پوځیانو په دې چاپه کي د کورونو د تلاشۍ پر وخت خلګ وهلي او شتمنۍ یې لوټ کړي دي.

د جون په ۱۱مه د لوګر ولایت دازري ولسوالۍ او حصارک ترمنځ په سپاندوکڅ سیمه کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي،په ولایتي شوری کي د ازرې وکیل عبدالولي وکیل دپیښي د تائید ترڅنګ وایې چي په دغه حمله کي طالبان او ولسي وګړي ګډ وژل شوي دي.

د جون په ۱۲مه د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په اتړیو سیمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یو ملکي کوچي وګړی شهید شوی دی.

د پژواک اژانس د یو خبر له مخي د جون په ۱۳مه د فراه ولایت په  فراه رود سیمه کي دګډ حکومت د هوایې ځواکونو په  بمبار کي چي د جنازې پر مراسمو شوی دښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او دیرش تنه ټپیان شوي دي،دغه غملړلې پیښه داسي مهال رامنځته شوې،چي په سیمه کي د یو کس تر دفن کیدو وروسته د جنازې ځیني ګډونوال له هدیرې ولاړل او د مړي دکورنۍ غړي او خپلوان قبر باندي راټول وو چي دبرید ښکار شول،په دغه حمله کي ولسي یاده شوې مرګ ژوبله دفراه چارواکي تائیدوي او زیاتوي چي بمبار دهرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو له خوا شوی دی.

د جون په ۱۳مه د جوزجان ولایت مرکز اړوند (یتیم تاغ وال مغل) سیمه کي د جنرال دوستم وسله والو دملکي خلګو پر کورونو یرغل کړی،د تلاشۍ پر مهال یې دخلګو مالونه او قیمتي شیان چور کړي،خلګ یې وهلي او یو شمېر یې بندیان کړي دي،وروسته یې په سیمه کي په لسهاوو کورونو ته اور ورته کړی چي له امله یې په لسهاوو کورنۍ بې کوره شوي دي.

دجون په ۱۳مه دزابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سرخ سنګ دناوې په کلي کي اربکیانو یو ۷۰ کلن  سپین ږیری(جانوکاکا) چي په خپل باغ کي په کار بوخت و، شهید کړی دی.

دجون په ۱۳مه دبادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ د بندشرم په سیمه کي اربکیانو یو تن ولسي وګړی شهید کړی او درې کورونه یې سوځولي دي.

د جون په ۱۳مه دبادغیس ولایت دبالامرغاب ولسوالۍ په مرکز کي ځایې چارواکو وروسته له هغه چي د طالبانو برید ښکار شول، دوه تنه ولسي وګړي(جمعه ګل دحاجي تورجان زوی دجوی خواجه دکلي اوسیدونکی اونجم الدین د دستګیر زوی دمرغاب اوسیدونکی)لومړی شهیدان کړي او بیایې سوځولي دي.

د جون په ۱۳مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان مربوط په شهر کنهه سیمه کي اربکیانو یو ملا امام له ځان سره بیولی اوبیا یې  شهید کړی دی.

د جون په ۱۴مه د پکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ په کوهي سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۴مه دبادغیس ولایت  آب کمري ولسوالۍ د کنه قل  په سیمه کي داخلي عسکرو دچاپي په مهال یو ملکي وګړی( عزت الله) شهید کړی اویوبل تن یې ژوبل کړی دی.

د جون په ۱۵مه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په  زنګتان سیمه کي یرغلګرو او داخلي  عسکرو په ګډه چاپه کي د کورونو دروازې ماتي کړي،کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي اوتهدید کړي،قیمتي شیان یې غلا کړي او شپږ تنه ولسي وګړي یې په خپلو کورونو کي شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیروپه  سیمه کي اربکیانو دوه تنه ولسي وګړي(پلار اوزوی) شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۸مه دروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ګاري بازار  په سیمه کي د داخلي ځواکونو په بمبار کي درې تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یوولس تنه ټپیان شوي دي.

دجون په ۲۰مه دروزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د کښته دوان د غوچک په  سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوانونو د مرمیو دلګیدو له امله دعبدالعلیم په کور کي یو میرمن  او دوه ماشومان شهیدان شوي او دحیات الله  په کور کي یوه ښځه او درې کوچنیان شهیدان شوي دي.

د جون په ۲۰مه دفاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په مربوطاتوکي دکورنیو ځواکونو په بمبار کي یو شپونکی شهید اویوه میرمن زخمي شوې ده.

د جون په ۲۱مه د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ په  مغلي کلي کي اربکیانو یو ملکي سړی شهید کړی دی.

د جون په ۲۱مه دفاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ  د تګاب شان په بازارکي داخلي عسکرو یو ملکي وګړی د طالبانو سره د همکارۍ په تور شهید کړی دی.

د جون په ۲۲مه د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته نژدې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( بخت محمد)شهید کړی دی.

د جون په ۲۳مه دروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په دهزک سیمه کي داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او درې تنه یې ژوبل کړي دي.

د جون په ۲۴مه دکندهارولایت د شاولیکوټ  ولسوالۍ په چغنیانوسیمه کي یرغلګر د داخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،خلګ یې له کورنو راایستلي، موټرو ته یې اور اچولی او څلور تنه ملکي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جون په ۲۶مه دبادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ د پي آر ټي په سیمه کي د کورنیو عسکرو د ثقیله وسلو په ډزوکي دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

دجون په ۲۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خېل سیمه کي د کورنیو عسکرو دتوپچي په ډزوکي یوه ښځه او یوه ماشومه ژوبله شوې ده.همدارنګه په همدې ورځ دکابل – کندهار په لویه لار داخلي عسکرو په  ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ډزي کړي،یو مسافر پکي شهید شوی، یوه میرمن او یو ماشوم پکي ټپیان شوي دي.

دجون په ۲۸مه دمیدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ مرکز ته څیرمه داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( لاجبر اکا) چي په خپل پټي کي په کار بوخت و شهید کړی دی.

د جون په ۲۸مه رسنیو دځایې خلګو له خولې داسي راپورونه خپاره کړل چي دجون په وروستۍ اونۍ کي دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا او ددولت اباد ولسوالۍ په مختلفو سیمو کي دجنرال دوستم په مشري ملیشو دولسي هیوادوالو په لسهاوو کورونه سوځولي،دوکانونه یې چور کړي،قیمتي شیان یې غلا کړي،اویا تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي،په لسهاوو عرادې نقلیه وسایط او په سلهاوو کورني حیوانات(پسونه او بزې) یې له ځان سره بیولي دي.

د جون په ۳۰مه دهلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ د میرزا اغا غونډۍ په سیمه کي دکورنیو عسکرو دهاوان په ډزو کي خاوند او میرمن یې شهیدان شوي او دوه کوچنیان یې ټپیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]


Leave a Reply !



//