Home / ابدي ژوندي / د جهاد او علم د ځلانده ستوري مولوي محمد رستم حنفي ژوند ليک
د جهاد او علم د ځلانده ستوري مولوي محمد رستم حنفي ژوند ليک

د جهاد او علم د ځلانده ستوري مولوي محمد رستم حنفي ژوند ليک


لیکنه: مجاهد

شهيد مولوي محمد رستم حنفي د ملک حبيب الله خان زوی د ملک عبدالقادر خان لمسی په قوم نورستانی او القریشي د افغانستان د نورستان ولايت د دوآب ولسوالۍ د کلم د سيمې د شهيداء کلي اوسېدونکی په کال ۱۳۸۵ هـ ق کې یي په دینداره او علم دوسته کورنۍ  دې فاني دنيا ته سترګې وغړولې .

تعليم

شهيد مولوی صاحب محمد رستم حنفي ابتدايي ديني تعليم د خپل  کلي د يو سپيڅلي عالم عبدالقادر څخه پيل کړچې تر ديارلس کلنی پورې يې دغه د تعليم او تربيې سلسله جاري وه.  وروسته دخپل مشفق او دين پرست والد صاحب په هدايت د لوړو زدکړو لپاره مولوی صاحب عبدالرزاق ته وليږل شو چې مولوی عبدالرزاق د ګزين په مولوی صاحب سره شهرت درلود.

د شهيد مولوی صاحب محمد رستم حنفي والد محترم اګر که خپله عالم نه وو خو د علم او د علماو سره يې زښته زياته مينه درلوده له همدې کبله يې غوښتل او دا يې يو ارمان وو چې خپل دغه لايقه ځوی په ديني علومو سمبال کړي او دجامعې لپاره يې مصدر د خدمت د وګرزوي.

شهيد مولوی صاحب هم د خپل والد محترم په دغه ارمان پوه وو او په دير شوق سره يې د مولوی عبدالرزاق سره ديني زدکړې ته دوام ورکړ.

په جهادي بهير کې ونډه

کله چې يرغلګرو او وحشي اوروسيانو د داخلي ګوډاګيانو او لاسپ پوڅو خلقيانو او پرچميانو په مرسته په ګران هيواد افغانستان باندې کرغيړن تجاوز وکړ او د افغانستان جهاد پروره علماو د دوی پر ضد د جهاد فتوای ورکړه او د جهادي مبارزې اعلان يې وکړ په دغه وخت کې شهید مولوی محمد رستم حنفی د اولسو (۱۷) کالو وو. چونکې مولوی صاحب ګزين د خپلې سيمې يو مخور او مشر وو نو د وخت د تقاضا مطابق د خلکو لخوا جهادي قيادت هم ده ته وسپارل شو.مولوی ګزين خپله جهادي مبارزه پراخه کړه په همدغه اساس يې د نوموړي شهيد والد محترم ملک حبیب الله خان يې د جهاد عمومی قومندان وټاکه . نوموړي ملک حبيب الله خان د غربي نورستان په سيمه کې په جهادي مبارزه پيل وکړ نو له هم هغه وخت څخه شهيد مولوی رستم حنفی د خپل پلار په قيادت کې جهادي بهير کې شامل شو او په ډيره زړورتيا او ديانت سره يې دغه سپيڅلې مبارزه پرمخ بوتله.

پاتې دې نه وي چې د نوموړي شهید والد محترم ذهن او قامت ټول د جهادي مبارزې سره  برابر وو قوي، زړوره، او د جګ قامت انسان وو له همدې کبله په خلکو کې د حبيب الله خان دراز په نوم سره شهرت درلود. د همدغه قوی جسامت او جهادي ذهنيت په اساس حبیب الله خان په ډير کم وخت کې وکولی شول چې  جهادي مبارزه  ګړندی کړي چې له کبله يې په ډير کم وخت يې د دوآب ولسوالی فتح او جهادي مبارزه يې د لغمان ولایت د علينګار ولسوالی ته وغزوله.

هجرت

اګر چې د شهید مولوی صاحب کورنی هجرت نه دی کړی وجه يې داد ه چې غربی نورستان يوه غرني او لرې پرته سيمه ده چې هيڅ کله هم د فاسد رژيم د ځواکونو تسلط ورباندې ندی راغلی حتی چې د لغمان بعضې مجاهدين دغه سيمې ته هجرت کاوو.

اما خپله شهيد مولوی صاحب ګاونډي هیواد پاکستان ته د لوړرو ديني زدکړو لپاره هجرت وکړ. او د پاکستان د چارسدې د مشهورې مدرسې دارالعلوم اسلاميه چارسده څخه پيل کړ. د يوه کال د تيريدو څخه وروسته یې د مردان د سعادت دارالعلوم طورو کې داخله واخيسته. تر څلورمې درجې پورې يې درسونه همدلته وويلې او بيا کوهستان ته ولاړ او هلته يې د داسو په سيمه کې په دارالعلوم اسلامي امینيه کې خپلو درسونو ته ادامه ورکړه. بيا د مانسهرې بټګرام تاکوټ ته ولاړ او د سيمې د مشهور عالم مولانا شهزاده سره شاګرد شو چې د يو څه درسونو د لوستلو څخه وروسته يې د مردان سعادت دارالعلوم ته راوګرزيده او د مشهوره عالم مولانا غلام محبوب سره پاتې فنون ولوستل.  بيا د صوابی دارالعلوم تعليم القران شاه منصور ته د چيکسر مشهور عالم ماهرالمعقولات مولانا عنايت الله چيکسری د معقولاتو د تدريس لپاره راوستلی شو نو مولوی صاحب محمد رستم حنفی هلته تکمله ولوستله. همدغه کال کې ورسره د امارت اسلامی ځنې مشران هم ورسره همدرسه و لکه  شهید اختر محمد عثماني وغيره. اومولوي رستم حنفي صاحب  بيا ضلع سوات اجمير ته ولاړ او د مولانا محمد صديق سره یي وړه دوره وکړه. او د همدغه کال په رخصتيانو کې يې د افغانستان د علماو په قطار کې مشهوره څهره حضرت شيخ الحديث محمد نعيم  (المعروف کوڼ اخندزاده صاحب)  رحمه الله  سره د پيښور د بورډ په سيمه کې د ضياء المدارس په مدرسه کې تکراراً وړه دوره وکړه.

شهید حنفي صاحب په کال ۱۹۹۵ ميلادی کې د سيمې د مشهورې ديني ادارې دارالعلوم حقانيه څخه د فراغت سند ترلاسه او د فضیلت دستار یي په سر کړ.

د جهادي مبارزې دوهم پړاو

چې کله مولوی صاحب په دارالعلوم حقانيه کې دوره کوله نو په همدغه کال د مرحوم امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد په مشری د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک ظهور وکړ. مولوی صاحب چونکه د تحريک د شروع څخه د مخه د ختيزو ولايتونو د طالبانو د اهل سنت والجماعت د تنظيم د موسسينو څخه وو او د نورستان او لغمان ولايتونو د اهل سنت والجماعت صدر هم وو. نو د تحريک د شروع کيدو سره د شوری مجلس یې وغوښت او د يوه هيئت په صورت کې یي قندهار ته سفر وکړ. او د امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله  سره یي ملاقات وکړ. او چې کله بيرته راغی نو شوری ته يې دقيق معلومات ورکړل. نو شوری متفقه توګه د اسلامي تحريک ملاتړ اعلان کړ.

د مدرسې د دستاربندی څخه سم دستي وروسته  پر ځای د دې چې خپل کور ته ولاړ شي د قندهار په لور په تشکيل کې ولاړ. او په قندهار کې د ملا صاحب په هدايت په يوه تشکيل کې نيمروز ولايت ته ولاړ. هلته له  څه وخت تېرېدو وروسته د دښمن له خوا تهاجمي عملیات وشول. چې د سحر د لمانځه په وخت جګړه  پيل شوه چې له کبله يې د ننګرهار ولايت  مشهور عالم مولوي عزت الله عارف او مولوي یحیی په شمول ډير ملګري شهيدان شول. او حنفی صاحب زخمي شو. چې د علاج لپاره د بلوچستان صوبې کوټې ښار ته منتقل کړی شو. او د تداوی څخه وروسته تر دې وخته پورې جنوبي ولايتونه فتح شوي وو. نو له همدې کبله خوست ولایت ته راغي او بيا د هغه ځای څخه په بيلا بيلو وختونو کې د جګړې اول خط ته د ملګرو د تربيت او مورال لوړولو لپاره چهارآسياب او نورو خطوطو ته  ته تلو. بيا له دې ځای څخه بيرته قندهار ته ولاړ. او هلته د کنړ او د لغمان او نورستان د نمايندګی مشري يې کوله. او کله نا کله به مرحوم ملا صاحب د مشورې لپاره هم غوښت .

چې کله د مشرقی  ولایتونو او د کابل د فتح هڅه پیل شوه نو شهيد مولوی صاحب رستم حنفی د شهید ملا بورجان په مشری د مجاهدينو په کاروان کې شامل شو او د کابل تر فتحې پورې د مجاهدینو سره اوږه په اوږه په جهادي مبارزه کې بوخت وو.

دندې او وظايف

چې کله د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو کابل د الله تعالی په فضل او مرستې سره  فتح کړ شهيد مولوی صاحب رستم حنفي  د شهر سازی او مسکن وزير وټاکل شو. او چې کله دغه وزارت د فوايد عامې په وزارت کې مدغم شو  مولوی صاحب رستم حنفي د فوايد عامې د وزارت دوهم معين مقرر شو او د اسلامي امارت د واکداری تر اخره پورې په هم دغه دنده کې پاتې شو.

د وزارت د مهمې دندې د سرته رسولو سره سره مولوی صاحب به کله کله د ملګرو د احوال پرسی او مرستې لپاره اول خط ته هم ورته او ملګرو او مجاهدينو ته به يې د جهادي امور په رابطه عالمانه ويناوې او توصيې کولې. او د جهاد په فضايلو به يې تاثير لرونکې ويناوې ورته اورولې.

د صلبيانو پر ضد جهادي مبارزه

د ميزان په ۱۵ مه کال ۱۳۸۰ لمريز کې کله  يرغلګرو صلبيانو د وحشي امريکايانانو په مشری زموږ په ګران هيواد افغانستان باندې ناوړه تجاوز وکړ . شهید مولوی صاحب رستم حنفی د يوه تکړه مجاهد په څير د جهاد په ړومبی ليکه کې ودريده او بیا جهادي مبارزې د دوام  لپاره خپل پلارني ټاټوبي نورستان ته ولاړ. او له سره يې خپله جهادي مبارزه په ډير شجاعت او زړورتيا پيل کړه. خپل ملګري يې د جهاد لپاره منظم کړل او وخت په وخت يې پر دښمن تعرضي عمليات وکړل.

د شهيد مولوی صاحب او د هغه د ملګرو په شجاعت او د الله تعالی په مرستې په نورستان کې جهادي بهير ژوندی او ګړندی شو چې وارخطاء دښمن د مجاهدينو د ځپلو لپاره څو څو وارې پر مجاهدينو باندې وحشيانه بمبار وکړ. چې د نورستان د شوک کلي هغه بمبارچې په نتيجه کې يې د هغه سيمه ۳۰ تنه عام وګړي شهيدان او ګڼ شمير نور يې ټپيان کړل د يادولو وړ ده. خو الله تعالی هر ځل مولوی صاحب د دښمن له عملياتو روغ او رمټ وساته.

په کال ۲۰۱۱ لمريز کې مجاهدينو د دو آب په ولسولی کې  د شهيد مولوی صاحب رستم حنفي په مشرۍ د يادې ولسوالی د نيولو لپاره قوي عمليات پيل کړل چې په نتيجه کې د دوآب ولسوالی د مجاهدينو لخوا فتح شوه وروسته بيا وارخطاء دښمن بمباري وکړه چې له کبله يې لسګونه ملکيان شهيدان او ټپيان شول او نوموړی مولوي صاحب هم پکې په سر باندې زخمي شو. چونکې په سيمه کې د علاج او معالجې لپاره خاص تدابير نشته نو د مولوی صاحب د سر زخم په سرطان بدل شو. لکه څرنګه چې د نورستان د ولايت د جغرافیوي جوړښت له کبله د انتقال اسباب هم د نيست سره برابر دي د مولوی صاحب په ټپونو باندې تقريباً دوه کاله تير شول. بلاخره دهمدې مرض له امله د فبروری په ۶ مه کال ۲۰۱۲ میلادي کې د دوشنبې په ورځ د رب ذوالجلال سره د ملاقات په سفر روان شو او خپل روح يې خپل اصلي څښتن ته وسپاره. انا لله و انا اليه راجعون

د مولوي د جنازې لمونځ د پاکستان په مردان بخشالي سیمه کې د نوموړي د ورور شیخ الحدیث مولوي محمد خالد صاحب په امامت اداء او همالته د هجرت په دار کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي اړوند یوه کرامتي خبره دا وه  چې په ياد تاريخ کله چې په دوه بجو مولوی محمد رستم حنفي له دې فاني دنيا څخه سترګې پټې کړې او په ۷ بجو ماښام يې د جنازې د مانځه د آداء کولو نيټه او وخت وټاکل شو نو په دومره کم وخت کې په دومره زياته اندازه علماو، طالبانو ، مجاهدينو او عامو خلکو ګډون وکړ چې تصور يې نه کېده.

خصوصيات او خوږې خاطرې

الله تعالی مولوی صاحب ته ډير ښه صفات ورکړي وو چې يو څو يې په لاندې ټکو کې د يادولو وړ دي.

۱: صبر او استقامت

۲: تقوی او حلم

۳: سخاوت او ميلمه پالنه

۴: شجاعت او بهادري.

۵: ملګرو سره په ورين تندي مخامخ کېدل.

۶: هميشه د ملګرو د انسجام او اتحاد په فکر کې کېدل.

۷: د اختلافاتو څخه ډډه کول او ملګرو ته په دې رابطه توصيه کول.

۸: هميشه په حق باندې ودرېدل.

۹: عاجزي او انکساري.

۱۰: په ملګرو کې محبوبيت او مقبوليت

د يادولو وړ ده چې شهيد مولوی صاحب محمد رستم حنفي دری وروڼه، يوه کوڼډه ، دوا زامن او دری لونې شاته پريښودې. خدای تعالی دې د شهید جهادي او علمي خدمتونه په خپل دربار کې قبول کړي

روح دې ښاد  او ياد دې تل پاتې وي.


Leave a Reply !



//