Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د ملکي تلفاتو مخنیوی د روان جهاد د مهمو اهدافو څخه دی
د ملکي تلفاتو مخنیوی د روان جهاد د مهمو اهدافو څخه دی

د ملکي تلفاتو مخنیوی د روان جهاد د مهمو اهدافو څخه دی


د ۲۰۱۶ م کال د جولای میاشتې په ۲۵مه ، د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دفتر یو ناما، د روان کال د شپږو میاشتودملکي تلفاتو رپوټ خپورکړ. پدې راپورکې یې د معمول مطابق زیاته سلنه ملکي تلفات اسلامي امارت ته منسوب کړي دي. متاسفانه، د ۲۰۰۹ کال د جنوري راهیسې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دملکي تلفاتو د شمیرو ثبتول پیل کړی، هرځل یې د یرغلګرو هیوادونو او د کابل د ادارې د عسکروله خوا د اوښتو ملکی تلفاتو شمیره کمه ښوولې او یایې په نشت حسا ب کړې ده . له همدې امله اسلامي امارت تل ددوی په راپورونو انتقاد کړی دی .

د افغانستان اسلامي امارت اعضا د ولس له مینځ څخه راپورته شوي او د ولس په مینځ کې اوسیږي. همدا وجه ده چې د اسلامي امارت مشرتابه د خپلې ولسي پالیسي له مخې، تل د ملکی تلفاتو مخنیوي ته توجه کړې ده. دسیاسي دفتراو د ملکی تلفاتو د مخنیوي د ادارې له لاری یې دملکی تلفاتو دمخنیوی په برخه کې دملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانګې سره همکاري ته چمتو والی ښوولی . په بیلا بیلو مواقعو کې یی خپلو والیانو او قوماندانانو ته د ملکی تلفاتو د مخنیوي په باره کې لارښوونې کړی ، دمجاهدینو د عملي روزنې لپاره یې وخت په وخت سیمینارونه دائرکړي ، دنظامي کمیسون دننه یې دملکي تلفاتودمخنیوي ځواکمنه اداره جوړه کړې او دهغې لپاره یې ځانګړې لائحه ترتیب کړې چې په نهمه ماده کې یې راغلي ملکي تلفات په هیڅ ډول ، داسلامي امارت لپاره دمنلو وړنه دي. ددې علاوه، داسلامي امارت دمحترم زعیم په اختریزو پیغامونو کې تل دولس سره دښه برخورد او ملکي تلفاتو په مخنیوي ټینګار شوی . همدا راز، داسلامي امارت هئیت په ټولونړیوالو کنفرانسونو کې لکه د جاپان کیوټو، د فرانسې چانټیلي، د ناروې د اوسلو فورم او ددوحې په کنفرانسونوکې دملکي تلفاتو مخنیوی د روان جهاد د مهمو اهدافو څخه بللی دی. دا ټول د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هکله د اسلامي امارت کلکه اراده او تګلاره څرګندوي.

د یادونې وړده چې په افغانستان کې ملکي تلفات دسپکو وسلو د استعمال نتیجه نه ده بلکې ددرنو وسلو داستعمال، ړندوبمباریو او ډرون حملو په نتیجه کې را مینځ ته کیږي چې دا ټول دکابل دادارې او یا د یرغلګرو ځواکونو په واک کې دي او د هغوی له خوا تر سره کیږي. د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین یې ښه مثالونه دي چې هلته د کابل د ادارې د درنو وسلو د استعمال په وجه په پراخه اندازه د خلکو کورونه ړنګ ، ماشومان، ښځې او سپین ږیري شهیدان او په زرګونو خلک بیځایه شول.

داسلامی امارت مجاهدین د ورکړشوې لائحې له مخی، دملکي کسانو دګڼې او ګوڼې په ځایونو کې چاودنې نه کوی او نه هغه ما ینونه استعمالوي چې کنترول کیدای نشي . همدا شان ، هغه ماینونه چی د تیر شوروي اتحاد په خلاف د جهاد له وخت څخه پاته دي او کله، کله د ملکي تلفاتو باعث ګرخي، اسلامي امارت ته نشي منسوب کیدای او نه هغه باروت او ماینونه چې هغه یوازې حکومتونو سره وي او ملکي تلفات رامینځ ته کوي ، په اسلامي امارت پورې اړه لري. دغه ډول پیښې ناوړه موخې لری، امارت ورځنی برائت اعلانوی.

څنګه چې ملګري ملتونه ځان یوه نړیواله او بیطرفه اداره بولي نوباید راپورونه یې هم په واقعیتونوولاړوي، تبلیغاتي بڼه ونلري . داددوی لپاره ضروري ده ترڅو د حکومتونو په ځای ولسونه پرې اعتماد وکړي. البته که د ملګرو ملتونو دملکي تلفاتو د مخنیوي څانګه دملکي خلکو د خوندیتوب د مشترک هدف لپاره کومه پوښتنه لری کولی شي چې داسلامي امارت دسیا سي دفتر سره یې مطرح کړی. اسلامی امارت تل د ملکی تلفاتو د مخنیوي په هکله دهر مثبت پیشنهاد هرکلی کوي.


Leave a Reply !



//