Home / ابدي ژوندي / د سپین غر د آسمانڅکو څوکو زمریالی مجاهد، شهید الحاج مولوي نور محمد حقپال رحمه الله
د سپین غر د آسمانڅکو څوکو زمریالی مجاهد، شهید الحاج مولوي نور محمد حقپال رحمه الله

د سپین غر د آسمانڅکو څوکو زمریالی مجاهد، شهید الحاج مولوي نور محمد حقپال رحمه الله


مفتي ابومحمد حقاني

(هرګزنمیرد آنکه  دلش زنده شد به عشق = ثبت است برجریده عالم دوام ما)

د ختیځ نابغه او د اسلامي امت د وحدت ستر دعوتګر علامه سیدجمال الدین افغان رح څه ښه ویلې: (( په شرق کې میړونه او نومیالي چې ژوندي وي، نو مړه دي، خو چې کله  بیا مړه شي، نو بیا ژوندي شي ))، دا رښتیا خبره ده، چې زمونږ په ټولنو کې دژوندیو علمي ،جهادي اویا ټولنیزو شخصیتونو قدرنه وي او نه یې دستاینې او درناوې پاڼه  څوک  اړوي ،دوئ دخلکو په منځ کې ورک وي او که کوم علمي اثریا حماسي شهکاري یې ډګر ته راونه وځي، نو څوک یې نه پیژني او نه یې څوک په استعداد او وړتیا باندې ویاړي، خو چې ومري او ددوئ له سترګو پناه شي، نو بیا پرې نمانځغونډې  جوړیږې ،مرثیي او  شعرونه پرې ویل کیږي ،ژوندلیکونه او آندلیکونه یې په یادلیکل کیږي او دامهال خلکو ته ټولمنلی اجتماعي سټه شي ،خو دامهال بیا اوبه له ورخه تیرې وي ،دهغه ځواني خاورې ایرې شوي وي او دمرګي  داړونکې ژامونیولی اوددې زرغونې نړۍ نه  یې بلې دنیا ته لیږلی وي ،لکه سترخوشحال خان خټک چې همدامفهوم په خپل یوه اعجازډوله  بیت کې څه ښه انځور کړی دی  :

د خوشحال قدر که نن په هیچا نشته   پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم

خبره مې دشهید مولوي نورمحمد حقپال رح دمیړانې او قهرمانۍ په اړه کوله، چې  دا فقید شخصیت هم دداسې عجیبو او غریبو صفاتو خاوند و،چې زمونږ غوندې  ډیر نور ترې  بي برخي دي ،دده دشخصیت دځانګړتیاوو په باب زما معلومات ځکه باید وي  ،چې زه هغه مهال  نږدۍ د(۱۹۹۱او ۱۹۹۲ز)کلونوکې  دپیښور دسپین جومات دجامعه اسلامیه نعمانیه دپنځمې  درجې طالب وم او نوموړی شهید راسره په ځینوکتابونو کې یوځای وو،نو یوه چاته دخپل  ټولګیوال  اوهمدرسي  ملګري  دځانګړتیاوو معلومات په طبعي لحاظ تر نورو ډیر وي .

مناسب داوه ،چې ډیر پخوا مو دنوموړې شهید او جهادي اتل ،ژوندلیک یا سوانح دلوستوالودمعلوماتواو دشهید دحق پر ځای کیدو په آند مطبوعاتو ته را ایستلای  وی، خوله بده مرغه کله نا کله له سړې نه غټې غټې خبرې هیرې شي اوس دې هم دفرهنګي کمیسون دمشرتابه په ژوند کې څښتن تعالی برکت واچوي، چې مونږ یې دې ته پرله پسی وهڅولو، ترڅو پرې څو کرښي تورې کړو او دا نومورکی شهید یوه نیمه لسیزه پس  بیا دخلکومخکې وځلوو!

هغه وخت چې دروسانو دیرغل پر خلاف دجهادکلونه وو،نو دا نوموړی دمرحوم مولوي محمدیونس خالص رح ترقیادت لاندې اسلامي حزب کې دشهید انجنیرمحمود په اړوندو جبهاتوکې دیوه تانداو هڅاندمجاهدپه توګه پیژندل کیده او داړتیاوو په وخت کې به ترهر چا وړاندې دجهاد په مورچلونو کې دزمري غوندي ولاړ و،له پخوانه یې جهادي رزم او حماسي خوښیدي ،له  مورچلونو سره یې لیونۍ مېنه او دسپین غر او تور غر دغرونوپه  دنګو څوکو او تړانګو کې به  یې لکه دعقاب  غوندې پر دښمن بریدونه کول.

زوکړه :

شهید مولوي نورمحمدحقپال رح دننګرهارولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ  دوزیرو  دسیمې د(پیره  خیلو)کلې کې محترم الحاج خیرمحمد  کره په (۱۹۷۰ز)کال کې وزیږیداو دژوند دستړتیاوو خاپوړې یې پیل کړي،په خاپوړو خاپوړو یې ځان دیوه اسلامي چاپیریال له خصوصیتونو سره بلد کړ،کوچنی وسترشو،بلوغ ته ورسید،دجهاد اوعلم له کرشمو نه یې خپله بهره واخسته او بالاخره په همدې سپیڅلې لاره کې  یې خپله پاکه وینه  څښتن تعالی ته نذرانه کړه .

زده کړه او فراغت :

شهید الحاج حقپال  دخپل ځیږ او اغزن چاپیریال او هم دهجرت دستونزمنو شیبو له زغملو سربیره له پیله خپلو اسلامي زده کړو ته ادامه ورکړ او لکه دهیواد دنورو علماوو په شان یې خپل  ابتدايي درسونه دهجرت په دیار کې دپیښورپه مختلفومدرسو کې ولوستل او  له نیکه مرغه چې دوره حدیث یې په دیوبند ثاني ( جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک )کې په (۱۹۹۳ز)کال بشپړ او هماغلته یې همدا کال دپګړۍ مراسم او بری لیک ترلاسه کړ، تردې وروسته نوموړې هیواد کې د(۱۳۷۰او۱۳۷۵ش) کلونو ترمینځ  د خپل کلي په یو مسجد کې د امامتۍ سپیڅلې دنده ترسره او ورسره په یو ه ځایي مدرسه کې د مدرس په حیث پاتي شواو خپل ځان یې لکه دنورو علماوو داخلي جنګونوکې له تلویث او ککړتیا نه وژغوره ،ترڅو چې په میوند کې دطالبانو داسلامي تحریک سپین بیرغ رپانده او دا نوموړی شهید ددې ژغورنده  کاروان دسرلښکر فقید لارښود ملامحمدعمر مجاهدرح تر مشرۍ لاندې روان شو .

ذو الهجرتین شهید :

کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ،نوموړی شهید دا مهال (۸)کلن و،خو له هماغه وخته یې له جهاداو مبارزې سره بي کچه مېنه او دلچسپي په څپو وه ،نو هماغه وو،چې دخپلې کورنۍ سره مل یې په (۱۹۷۹)کال کې دهجرت لاره ونیوه او پاکستان کې دپیښور دپبودمهاجربازارپه سیمه کې دخپل کور سره میشت شو؛کله چې روسانوشکست وخوړ او عام افغانان خپلو سیمو ته بیرته لاړل او بیا چې کله اسلامي امارت  په (۱۳۷۵ل)کال کې واکمن شو،نو نوموړي شهید پکې په لوړو دندو خدمت وکړاو دامریکایانو له یرغل وروسته یې دذوالهجرتین افتخار هم وګاټه او بالاخره په (۲۰۰۱ز)کال کې بیا دهجرت زاړه دیار ته مهاجراو  داشغالګرو پرخلاف یې دجهاد نیزې او غشي  راواخستل  او خپل زنګین  ټوپک یې پاک او داسلامي نظام دښمنانوته یې  خپله چانټه له ګولیو ډکه کړه .

د طالبانو اسلامي تحریک سره ملګرتیا:

هاغه وخت چې هیواد دداخلي ټوپکسالارنو،او مغرضوکړیولخوا دتجزیي او عدم ثبات له خطر سره مخامخ شواو ناچاره دهیواد طالبانواو علماوودخپل ایماني او اخلاقي مسؤلیت پر اساس دشروفساد پر ضد پاڅون ته چمتو شول، له نیکه مرغه دامیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رح په قیادت دطالبانواسلامي تحریک دکندهارپه افق کې ظهور وکړاو ترخوست ولایت پورې راورسید،نو هماغه وو،چې نوموړی قهرمان شهیدمولوي نورمحمد حقپال هم دخپل استاذمولوي محمد ظاهر نصرت په مشرۍ دیوې لویې ډلي مجاهدینو په شمول  ددې تحریک سره په (۱۹۹۶ز)کال کې عملاًیوځای اوله مشرتابه سره یې بیعت وکړ،دتحریک  دمشرانوحکم ته یې لبیک ووایه ،تردې چې دطالبانودقهرمان  قوماند شهید ملا بورجان رح  په لاس ننګرهارفتحه اوفاتحې لښکرې دکابل تر ماهیپره پورې ورسیدې .

دندې او مسؤلیتونه :

کله چې دننګرهار  ولایت  دطالبانو  داسلامي  تحریک  له  خوا فتحه  شو،    مولوي  محمدظاهر نصرت  چې  یو نظامي پیاوړی  تجربه کار  مجاهد و،  دتورخم او سرحدي نظامي مرکزونو اوقطعاتو لپاره  دعمومي مشر په توګه  وټاکل شو، نو داوخت مولوي نورمحمد حقپال  دنوموړې سره  دهمکار  او اعتمادي  ملګري په توګه وظیفه ترسره کوله، دڅه مودې وروسته چې کله  مولوي محمد ظاهر نصرت په شهادت  ورسید،  دننګرهارولایت دمسؤلینولخوایې پر    ځای    مولوي محمدالله( وحدت) دعمومي نظامي مشر په توګه اومولوي نورمحمد حقپال  د معاون    په  توګه  وټاکل شول،  شهید  مولوي  محمدالله وحدت  به زیات وخت  دهیواد  په شمال  کې  دمخالفینو  سره  دمجاهدینو  قومانده  په غاړه  لرله

نو ځکه به  مولوي نورمحمدشهید دلته  دمعاون او سرپرست  وظیفه  ترسره کوله  ،دوخت په تیریدلو  سره  مولوي  محمدالله وحدت  دکابل  سره نږدې د  ګلدرې  په  سیمه کې  په شهادت  ورسید، اوپر ځای یې شهید مولوي نورمحمد وټاکل شو ،  نوموړی  ددې سربیره شمالي جنګي کرښو ته دتشکیلاتو  پر  وخت    څوڅو ځل  په مختلفو ځایونو  کې دمسئول  په توګه  ټاکل  شوی،همدارنګه  دننګرهار ترټولو  مهمه او ستراتیژیکه  ولسوالي ( دره نور)  لپاره  دولسوال په توګه  توظیف شو،  چې له هغې وروسته   دننګرهار دهسکې مینې ده بالا ولسوال وټاکل شو ، ددې سربیره  دننګرهار دولایت دمشرتابه لخوا وخت ناوخت  دنظامي قطعاتو او غونډونو  سرپرستي هم ترسره کړي. د(تورخم دشمشادداقصی دلوا دقوماندان په توګه ،دډهکي دغونډاو لنډي خیبر)اونوروسرحدي قطعاتو دمسؤل په حیث یې مسؤلیتونه ترسره کړي دي.

دامریکایانو لخوا پراسلامي امارت له یرغل  وروسته  دننګرهار دنظامي چارود مسئول  په توګه  تعیین اوپه هغو  حالاتوکې یې  دنوي انقلاب  او صلیبي  اشغال  پرخلاف  دننګرهار  په  سیمه  کې  دجهاد  دسپیڅلې مبارزې لپاره  ځوانان  وهڅول  .

یوه نه هیریدونکې تاریخي حماسه :

پر نورو حماسي اوجهادي ویاړنوسربیره یې یوه لویه ویاړنه  او  حماسه   داده، چې  مولوي  نورمحمد شهید په  هاغومره  سختو  شرائطو  کې  چې دامریکا  صلیبي  مزدورانو  یې  په  پوره  زور سره  دهرډول  مډرنو وسلو  او جنګي الوتکوپه را الوزولو     سره تاریخي  (توره بوړه)  خپل هدف وګرځوله  ،لکه څنګه چې ګمان کیده  ، چې شهید شیخ اسامه بن لادن  رحمه الله په (توره بوړه ) کې له خپلو  ټولو  عربو  مجاهدینو  سره  محاصره  دی  او دښمن  یوه لحظه  هم  دبمبار  او  توپونو  څخه  پرته  نه پریښودله،  مګر په هماغو  سختو   حالاتو کې مولوي نورمحمدحقپال  دخپلو مجاهدینو  سره  دمرستې په موخه (تورې بوړې ) محاذته  ورغی  او  دخارجي مجاهدینو  دخوندي ایستلو لپاره یې لارې  چارې برابرې کړي   او دلوی خدای په فضل سره په خپل   پلان کې بریالی  او زیات مجاهدین او مشران یې لدې محاصرې روغ رمټ را ووتل ، تردې وروسته یې هم دیرغلګرو  پرخلاف  په نظامي میدان کې  په تدریجي ډول  دافرادو  اومجاهدینو په جلب اوجذب کې بې سارې خدمات انجام کړل او ډیر فواید پرې مرتب شول .

یو زوی او دوه شهیدان وروڼه :

د اسلامي امارت   دسپین بیرغ  تر قیادت لاندې شهید مولوي نورمحمد حقپال رح  خپل  دوه  ورونه او  یو تنکی زوی دالله  تعالی ددین لپاره نذرانه کړل   ،  یو ورور  یې  (شهید ملک عنبرګل ) وتلی نظامي تجربه کار او دده له شهادت وروسته یې دسیمې دمجاهدینو مشري په غاړه لرله   ،دامریکایانو  په  هوایي  برید  کې په شهادت ورسید،   دویم وروریې  چې  دزړ ورتیا  او جرأت  یوه نمونه  وه، هغه شهید قوماندان  (ملا  احمد حنیف) نومیده  ،نوموړی په  نظامي میدان کې دیو ښه ملګري په ځای ولاړ  و، د صلیبیانو او  هغوئ دمزدورانو د چاپې پر مهال شهید شو،او دې وروستیو کې یې   اته لس کلن مشر زلمی زوی ( طالب الحق) د داعشیانو  سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسید،شک نشته چې دشهید مولوي نورمحمد حقپال  کورنۍ جهادي وزمه  او داسلام   لپاره  دقربانیو  زیاتې بیلګې  لري .

ځانګړتیاوې:

شهیدمولوي نورمحمدرح کې دیوه کامل انسان خصوصیتونه موجودوو،په کوموصفاتو چې یو بشردکمال پر پوړیو خیژي، څښتن تعالی هماغه ځانګړنې ددې شهید په برخه کړي وي ،نوموړی څومره چې ماپیژانده  یومتواضع ،تقوی دار  او فقیرمزاجه انسان و،دهرطالب ،مجاهداو ملګرې مخکې به یې تواضع ویاړ باله او کوم شرم یې پکې نه کاوه ،تل به په خړو پړو جامواو ساده لباس کې ګرځیده ،دخپل ځان په باب یې داسې فکرنه کاوه، چې زه بایدهروخت  ترنورولوړ واوسم ،دجهاد سره مېنه یې بله مهمه ځانګړنه وه ،دسبقونو ترڅنګ به دجهاد په مورچلونو کې تل حاضرواو خپله خوایې پر غلیم یخه کړي ده ،اجتماعیت او غوره اخلاق یې بله ځانګړنه وه ،الله تعالی ورته کریمه اخلاق ورکړي وواودخپلو ښو اخلاقو په وجه پر خپلو ملګرو ډیر ګران و،نو په ټولیز ډول به ووایو چې ټول هغه صفات پکې څښتن تعالی ایښې وو،کوم چې دیوه کامل انسان دتکامل لپاره اړین  عناصر وي .

شهادت :

مولوي نورمحمدحقپال چې دجهاد په لاره کې دهیچاله دښمنۍ نه ډاریده او نه یې دچا دعداوت پرواکوله، له هغې وروسته چې ننګرهار او خوګیاڼوکې یې جهادي بریدونه کول، نو ډاریدلي دښمن نور دده ژوند  دخپل ځان مړینه بلله، نو هماغه و،چې نوموړی یې  دهجرت دیار دپیښور دلطیف آبادپه سیمه کې په( ۲۰۰۴زکال دسپتمبرمیاشتې په لومړۍ نیټه )په  یوه ناځوانمردانه ظالمانه غلچکې برید کې په شهاد ت ورساوه او دخپل قساوت نه ډکه سینه یې پرې یخه کړه  (انالله وانا الیه راجعون) .

خاطرې اوآندونه:

حافظ  مولوي سیدعصمت الله (عاصم ) دمولوي نورمحمد حقپال  دمیړانې ، اطاعت او نورو صفاتوپه مورد کې داسې وایې : محترم مولوي نورمحمدحقپال  روان جهاد کې زمونږ په لومړنیو ملګرو کې دی  او له پیله یې دجهاد وسله راخستې او ترشهادته پورې یې بیا کښینښوده ،عاصم صیب وایې : چې شهید نورمحمد حقپال ډیر وفاداراو مطیع مجاهد واو په ورسپارل شویو دندو کې یې له پوره صداقت نه کار اخست ،عاصم صیب زیاتوي :چې داسلامي امارت په مخکنۍ دوره کې مونوموړی شهید  له مخلصو ملګرو څخه و او دانډیوالۍ او دوستۍ مزې مو سره غځیدلې وو،نوموړې شهید ډیر سخي او جواد انسان و ،خپلو مجاهدو ملګرو باندې به یې ډیر مصارف کول او دهغوئ اړتیا وې به یې پوره کولې ،حقپال دشهادت ډیر هیله من وو، ،دنوموړې سره دملګرو او مجاهدینوداتفاق ډیره لیونۍ مېنه وه او ددې زیات لیوال و،چې اتفاق مینځ ته راشي ،دهیواد آبادۍ سره یې علاقه ډیره وه ،غوښتل یې چې وطن یې سمسور شي ، اطاعت او دمشرانو خبرې منل یې یوه ځانګړنه وه، ددې نه په غیر نور داسې صفات پکې وو، چې هغه دده دمحبوبیت  شخصیت جوړیدنې سبب ګرځیدلې وو.

دافغانستان د نامتوعلمي ، جهادي اوسیاسي شخصیت محترم مولوي محمد یونس خالص بابا رح زوی او دده ځا ی ناستی محترم( مولوي انوارالحق مجاهدصیب)چې دشهید مولوي نورمحمد حقپال رح سره ژورې اړیکې اوملګرتوب درلود،دنوموړې شهید نورمحمد حقپال په باب خپله خاطره داسې رانغاړي : دامریکا په مشری دکفارو له یرغل او اشغال څخه وروسته چې کله بیا ننګرهارکې دمجاهدینو نظم جوړیده، نو داسې یومتفق علیه شخصیت ته اړتیا وه، چې دننګرهار ټول طالبان او مجاهدین پرې راټول شي ،هماغه وو،چې مشرانو زمونږ څخه مشوره وغوښته ،نو زمونږ په پیشنهاد او داکثریت په اتفاق د ننګرهاردجهادي دانسجام  او تنظیم لپاره لومړنی متفق علیه مسؤل (شهید مولوي نورمحمد حقپال )دامارت دمشرتابه لخوا مجاهدینو ته تعین شو.

دشهید مولوي نورمحمد حقپال په اخلاص او قربانۍ دننګرهارټول مجاهدین قانع وو،نوځکه یې پر مشرۍ او مسؤلیت هم کوم عملي مجاهد اعتراض نه درلود؛یوه بله   غټه خاطره یې  داوه، چې کله ننګرهارکې امارت سقوط وکړ او په (توره بوړه)  کې په عرب مجاهدینو سخته جګړه روانه وه ،نورمحمدشهید هم لکه دننګرهار دنورو مجاهدینو په شان ددغه میلمنو پالنه او ساتنه خپل اخلاقي اودیني مسؤلیت باله او ددوئ ضیاع یې دافغانانو اوبیا ننګرهاریانو لپاره تاریخي شرم ګاڼه، نو ځکه ځمکې ځای نه ورکاوه او په سیمه کې موجود و،ترڅو ددغه میلمنوپه خدمت کې فعاله برخه واخلي ،هماغه وو،چې په لویه کچه دخدمت موقع په لاس ورغله ،او دغه ارمان یې پوره شو او دهغوئ دحفاظت اوساتنې  په لاره کې یې داسې خدمات ترسره کړل، چې دنوموړې اولاده او کورنۍ به باید پرې فخر وکړي .

مولوي نورمحمد حقپال رح زما ډیرخوږ ملګری و،یوځل یې دجاسوسۍ په شک یو کس بندي کړ، خو محبس مو نه درلود،نو ده او بل ملګري یې دشپې لپاره دیوه دوست حجرې ته بوت او دساتنې په موخه یې دشپې په خپلو څادرونو کټ پورې وتاړه ، خپله نورمحمدشهید دحجرې په دروازه کې پریوت او بل ملګری یې په کټ کې ویده کړ،توڅو دشپې غل ونه تښتي ،خو دګرمۍ لنډي شپې وي ،ټول ویده شوي وو او سهار بندي په چیغو لمانځه ته پاڅول ،دشهید مولوي صیب دبندې دساتلو دا طریقه!! به مونږ همیشه یادوله او زمونږ لپاره ډیره جالبه وه… .

ملانيك محمد(رهبر)دشهیدمولوي نورمحمد حقپال  کشر ورور ،ځای ناستی او اوس مهال په ننګرهارکې دپوځي قطعاتو عمومي قوماند دی، نوموړی دخپل شهید ورور په باب  داسې وایې  : هغه شپه به مې هیڅکله هیره نشي ،چې دننګرهار دخوګیاڼوپیره خیلوکلې کې زمونږ په کور باندې توره شپه کې امریکایي اشغالګرو اوددوئ غلامو عسکرو پداسې حال کې چاپه ووهله ،چې ددوئ شمیر سلګونه او هوایي جنګي الوتکواو ځغروالوشوبلو یې بدرګه کوله ،ماکتل چې شهید مولوي نورمحمدحقپال رح لکه دسپین غر دشاهین پر اشغالګرو حملې کولې او هشتاددو په اوږه دیرغلګروسره یې له خپل کوره مقابله کوله ،زما بل شهید ورو(ملک عمیر)به پر یرغلګرو او ددوئ په مزدورو عسکرو د راکټ ګوزارونه کول او شهید حقپال  به  په هشتاد دووباندې یرغلګرو ایشتل ،مجاهده مور به مې، همداسخته شیبه  دنورمحمد شهید سره څنګ کې ولاړه وه او ورته به یې نه یوازې داویل چې روحیات مه بایله،  زه درسره تر آخرې سلګۍ پورې ولاړه یم او داسلام ددې غلیم سره ترشهادته پورې وجنګیږه ،زړه دې مه ورخطا کوه په میړانه ورسره جنګیږه ،زما  دې مور به  ورته دهشتاددوو مرمۍ وروړلې او دده ترڅنګ به ولاړه وه ،ده هم په نره ورسره مقابله وکړه ،همداشپه مې دریم ورو(ملااحمد حنیف) دکورپه حجره کې و، دجګړې په پیل کې ولګیداو ژوبل شو،مولوي نورمحمد شهید غوښتل چې له دروازې نه یې  کورته را دننه کړي ، خو هغه ورته ویل :چې زه خو هسې هم تللی یم (شهید کیږم)ته مه راځه!  کله چې مو له جګړې نه چې وروسته  رادننه کړ،ګوروچې  ملا احمد حنیف دشهادت جام څښلی و،ګرده شپه مو اشغالګرو سره له خپل کوره جګړه وکړه، ترڅو چې دسیمې نور مجاهدین مو مرستې ته راورسیدل او اشغالګرمات او حمله یې ناکامه شوه ،دامهال ګورو،چې ملااحمد حنیف په سرو وینو کې پروت دی ،خپل روح یې خپل لایزال څښتن ته سپارلی دی ، په معجزانه ډول موددې شهید نه پرته  دکور ټول غړې روغ رمټ او ژوندي پاتي شول .

د (ملنګ کاکا) په نامه دشهید حقپال  یوبل مخکنی ملګری، دنوموړې شهید په مورد کې وایې : چې  کله مولوي نورمحمد حقپال شهید په (۱۹۹۸ز)کال کې دشمالي دخطونو مسول و،نو بل وروریې ملا احمد حنیف ژوبل شو، نوموړی حقپال چې پخپله هم په مټ زخمي شوی و،نه یې غوښتل چې له خپل ټپ نه خپل زخمي ورور او نور ټپي شوي مجاهدین خبرکړي ،نوځان یې په څادر وتاړه او کابل کې روغتون ته دزخمیانو پوښتنې ته ورغی ،دامهال چې په لوړه روحیه پخپله هم زخمي او دزخمیانو پوښتنه کوي ،دننګرهار دهغه وخت دامنیه قوماندان مولوي احمد طه هم ورغلی و، ورته یې وویل چې  زمونږ په ژوند کې دې تاخدای ج زمونږ له سره نه کموي ،نو نوموړې شهید ورغبرګه کړه : چې که زه شهید شوم، نو دانور زمري وروڼه لرم چې دظالمانو خلاف به زما په پل پل ږدي ،ملنګ کاکا زیاتوي چې همداسې شول د مولوي صاحب وروڼو هم د جهاد لاره وپالــله .

ابوبلال انوري دشهید په باب وایې : مولوي نورمحمد حقپال رح داستاذانواو مشرانو   په  خدمت  کې  له ډیر اخلاصه کار اخست   او هڅه  به یي  کوله ، چې  دمشرانو  او استاذانو  خدمت  وکړي ، ترڅو یې دجهاد له سنګره   راستون  نه کړي،  هماغه  و،  چې  دوروسانو  خلاف  الله پاک  دهمدا ډول  قربانیو  په  ترسره کولو  سره  مجاهدین بریالي  کړه او دامریکایانو هم دفتحوپه درشل کې یو !

پاتي ورثه:

دشهید الحاج نورمحمدحقپال رح ټول اووه ورونه  او یوولس اولاده درلودل، چې دوه ترې مشران او څلور ترې کشران وو، دنورمحمدحقپال رح په شمول ترې درې ورونه  شهیدان  او یو ورویې په سعودي کې وفات شوی، چې فعلا یې درې ورونه ژوندي دي ،لکه چې مو وویل دنوموړې شهید ټول یوولس ادلاده دي،  څلور زامن او اووه لورګانې دي ،یو زوی  یې پدې وروستیو کې په شهادت رسیدلی ،اوس مهال یې درې زامن ژوندي دي ، له نیکه مرغه چې هغه مجاهده موریې لا هم ژوندۍ ده، چې دکوردمحاصرې وخت یې ورته دهشتاددو مرمۍ راوړلې او ده به پر صلیبي یرغلګرو فیرکولې   !


Leave a Reply !



//