Home / تازه لیکني او مقالې / د گډ دښمن ګډ وحشت
د گډ دښمن ګډ وحشت

د گډ دښمن ګډ وحشت


یرغلګرو او کابل رژیم د افغان ولس ګډه دښمني په غاړه اخیستې ده، هره ورځ په ګډه او ځانګړې توګه د افغان ولس پر جونګړو بمونه اوروي، شپنۍ چاپې پرې وهي، شتمنۍ یې لوټي، ښځي او ماشومان شهیدانوي، بندي کوي او په مختلفو ډولونو یې شکنجه کوي.

د یرغلګرو او کابل رژیم له لوري د هیواد په مختلفو برخو کي بمبارۍ او شپنۍ چاپې رواني دي، په دې ډول حملو او چاپو کي زیات زیان ولس ته رسیږي، یوازي په څو تېرو ورځو کي په لسهاوو ملکي هیوادوال د اشغالګرو په چاپو، بمبارونو او د کابل رژیم د وسله والو د توپچي په ډزو کي شهیدان شوي او ژوبل شوي دي.

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کي د یرغلګرو په بمبار کي ۱۳ تنه ولسي وګړي شهیدان شول، بمبار د ډاکټر وریښمن پر کور شوی او د نوموړي په ګډون د کورنۍ ۱۳ تنه غړي یې شهیدان شوي دي.

ځایې خلګو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چي په برید کي ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي، پکتیکا کي د کابل رژیم ځینو منسوبینو او مامورینو هم منلې چي په یاده شوي حمله کي ټول زیان ولسي خلګو ته رسیدلی دی.

همداراز ګډ دښمن د خپلو جنایتونو په دوام د اګست په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت مرکز کې  د محمد شفیق په نوم هغه ښوونکی (معلم) وواژه، چي څه وخت وړاندي له نرخ  ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته راکډه شوی وو.

د اګست په ۲مه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند جویبار سیمه کې د ګوډاګي دښمن وحشي عسکرو د خپلو جنایاتو په دوام کې د ملکي خلکو په کورونو د درنو وسلو وحشیانه بریدونه ترسره کړل چي له امله یې ۲میرمني ژوبلي شوې.

د اګست په ۴مه د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د ناوې  په سیمه کې د کابل رژیم د اردو عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ  وار کړي چې په یوه کور کې د لګیدو له امله یې یو تن ماشوم شهید او دوه تنه نور ماشومان زخمیان شول.

د اګست په ۷مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګوډاګیانو له خپلي پوستې ۳ کلومتره لیري د جیخوجي کلي په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه په هاوانونو وویشتل چې له امله یې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۶ تنه  نور ژوبل شول.

د اګست په ۸مه د خوست ولایت د سپیري ولسوالۍ اړوند غورمې اډه، بوزي او تڼیخیلو کليو باندي د ګوډاګۍ ادارې مزدورو عسکرو وحشیانه چاپې ووهلي. د جګړې په مهال د مزدور دښمن عسکرو د بې دفاع ملکي خلکو په لور قصدا وحشیانه ډزي وکړې، چي له امله یې ۳ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۶ نور سخت ژوبل شول. دغه راز وحشي عسکرو یو شمیر د کلیوعام خلک له ځان سره د بندیانو په توګه  یوړل.

د اګست په ۱۲مه  د میدان وردګ ولایت د جلګي ولسوالۍ اړوند احمد خیلو کلي کې هم وحشي عسکرو د مستوخان په نوم ۱ تن ولسي وګړی، چي په خپله کرونده کې په کار بوخت وو، په بې رحمانه توګه په ډزوشهید کړ.

د اګست په ۱۳مه  د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند زرغون شهر سیمي د دامن کوه په کلي باندي د ګوډاګۍ ادارې وحشي عسکرو د هاوان بریدونه وکړل. په دغه بریدکې د سید جان په نوم د یوې کورنۍ ۱ ماشوم او ۱ میرمن په شهادت ورسیدل.

د ولسي وګړو پورته ذکري شوي ارقام تر دوو اونیو په کمه موده کي رامنځته شوي، ګډ دښمن دې وروستیو کي د خپلو جنایتونو په دوام سره یوځل بیا په هوایې بریدونو اوشپنیو چاپو کي زیات والی راوستلی دی، چي زیات زیان یې ولس ته رسیږي او د همدې بریدونو اکثر قربانیان ولسي هیوادوال وي.

ګډ دښمن باید درک کړي چي په دې ډول وحشت او بربریت سره د افغان ولس روانه سپېڅلې مبارزه نه شي کمزورې کولای، که یې په وحشت سره بریا ترلاسه کولای شوای نو تیره یوه نیمه لسیزه کي به یې خپلي موخي ترلاسه کړي وای.

د اسلامي امارت مجاهدین ژمن دي چي د خپل مظلوم ولس انتقام به له یرغلګرو او داخلي غلامانو څخه یې اخلي، او پرې به نږدي چي دښمن افغانستان کي د ارام ساه واخلي، مجاهدین به د یرغلګرو پر ضد تر هغو پوري خپله مبارزه جاري ساتي چي یرغلګر په بشپړه توګه له افغانستانه وځي او د مجاهد ولس ارمان اسلامي نظام قایمیږي.


Leave a Reply !



//