Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د افغانستان د روان جهادي مقاومت په هکله د امریکایي جنرالانو ناسمې محاسبې
د افغانستان د روان جهادي مقاومت په هکله د امریکایي جنرالانو ناسمې محاسبې

د افغانستان د روان جهادي مقاومت په هکله د امریکایي جنرالانو ناسمې محاسبې


د افغانستان دروان جهادي مقاومت په هکله دامریکا تګلاره له همغه پیل څخه په ناسمو اټکلونو او محاسبو ولاړه ده. په تیره یوه نیمه لسیزه کې دغه محاسبې په کراتو عملاً غلطې ثابتي شوې خو امریکایي جنرالان یې له خپلو تیروتنو نه زده کوي.

څه موده وړاندي دامریکا پوځ‎ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وویل چې اوس طالبان کمزوري شوي او دبریدونو کچه یې کمه شوې ده. د دې سره جوخت په افغانستان کې د یرغلګروقواوو قوماندان جنرال جان نیکلسن یو قدم مخ ته لاړ او ویې ویل چې طالبان دبریا لیتوب له لیکي وتلي دي خو په اصطلاح په مطبوعاتو کې ددوي داټکلونورنګ لا وچ شوی نه و چې په بدخشان، بغلان، کندز، هلمند ، لویه پکتیا، او… کې د اسلامي امارت مجاهدینو پراخې سیمې او ولسوالۍ ونیولې او لا  پرمخ روان دي . له بله پلوه، که ددوی خبره رښتیاوي نو بیا د ۸۰۰ نورو عسکرو لیږلو ته څه اړتیا ده؟

همدا راز په ۲۰۰۹م کال کې کله چې جنرال میک کرستل په افغانستان کې دامریکایي قواوو د قوماندان په حیث وټاکل شو، نوموړي  وړاندوینه وکړه که افغانستان ته نور دیرش یا څلویښت زره عسکر ولیږل شي نو طالبان به هرو مرو د ماتې سره مخ کړي . دهمدې اټکل په اساس یې ، د۲۰۰۹ کال په دسمبر کې په افغانستان کې دامریکایي عسکرو شمیره یو لک عسکرو ته لوړه کړه . دا د امریکا د نورو اتحادي عسکرو څخه چې تعداد یې پنځوس زرو ته رسیده ، علاوه وو خو د میک کرسټال د وړاندوینې په خلاف نه داچې داسلامي امارت د مجاهدینو مخه یې ونشوه نیولی بلکی پخپله دجنرال کرسټل او سپیني ماڼۍ تر منځ ناندرۍ راپورته شوې چې خبره یې مطبوعاتو ته ورسیده او په پای کې نوموړی جنرال له دندې ګو ښه شو.

په ۲۰۱۰م کال کی د امریکا نامتو جنرال ډیویډ پیټریاس چې ددوی په وینا په عراق کې یې لاسته راوړنې درلودې، په افغانستان کې دسر قوماندان په حیث د ټاکل کیدو وروسته دمطبوعاتو په مخ کې غورې وکړې چی په عراق کې دتر لاسه شوو تجربو په اساس به په افغانستان کې روان جهادي مقاومت وځپي. همغه و چې په بیساري ډول یې دړندو بمباریو او شپنیو بریدونو شمیر زیات کړ، ملیشې او اربکیان یی جوړ کړل. ډیر بیګناه افغانان یې دخپلو کورونو په حویلېو کي او د کورنۍ د غړو په مخ کې شهیدان کړل خو دملکي تلفاتو پرته یې هیڅ لاسته راوړنه، نصیب نشوه. ټولې وړاندوینې او تحلیلونه یې عملا په صفر کې ضرب شول . بیا یو وخت داسي راغی چې د امریکا دسنا د عسکري خدماتو کمیټې د افغانستان د عسکري وضعیت په هکله د معلوماتو لپاره راغوښتی و ترڅو دده د تیرو اټکلونو له مخې پوښتنې ورځنې وکړي خونوموړي د سنا تور جان میکین دپوښتنو په جریان کی بیهوشه شو او پدی ډول یی دنوروځورونکو پوښتنو ځخه ځان وژغوره. دغه او دیته ورته په لس ګونو عملي مثالونه شته چط دافغانستان په هکله د امریکایي جنرالانو ناقص تحلیلونه او محاسبې څرګندوي . ددې څخه معلومیږي یا خو امریکایي جنرالان غواړي پدې ډول غیر واقعي تحلیلونو او بیانونو سره د امریکې او نړۍ خلک د افغانستان د واقعي وضع څخه بیخبره وساتي، جګړه اوږده کړي، او خپل امتیازات دوامداره کړي اویا   امریکا او په افغانستان کي یرغلګر هیوادونه فکر کوي چې دوی په افغانستان کې یوازي یوې ډلې سره جنګیږي او له مینځه به یې یوسي لاکن دغه واقعیت یې هیر کړی او یا له پامه غورځولی چی د افغانستان له ولس سره جنګیږي کوم چې دخپلې عقیدې او هیواد څخه د دفاع پخاطر مقابلې ته را وتلي او د عصر مډرنو وسلو ته یې سینه سپر کړې ده. دغه ولس چې څومره ټکیږي، هغومره فولادي کیږی.

امریکایي چارواکي او جنرالان باید پدې سر خلاص کړي چې د دوی په وړاندې یو ولسي پاڅون روان دی او اهداف یې اسلامي، انساني او مشروع دي.  دغه سپیڅلي پاڅون ته دې تش په نامه ترهګري سره تړاو نه ورکوي او نه به یې پدغه شان ناسمو اټکلونو او محاسبو مخه ونیسي. ددې په ځای دوی باید د افغانستان د مسئلې په عملي حل فکر وکړي ، که هدف یې واقعا د جګړې ختمول وي. د خپلو عسکرو د وتلو معقوله سوله ایزه لاره دي وړاندی کړي. خیر او معقولیت یې په همدې کې بولو.


Leave a Reply !



//