Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د اسلامي امت  د علماء کرامو څخه زمونږ هیله 
د اسلامي امت  د علماء کرامو څخه زمونږ هیله 

د اسلامي امت  د علماء کرامو څخه زمونږ هیله 


د اونۍ تبصره / 

په کابل کې تش په نامه د سولې شوری ویلي چې  د اسلامي هیوادونو د علماوو دکنفرانس د جوړیدو لپاره هڅې کوي. د دوی په وینا دغه کنفرانس به په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو او وسله والو مخالفانو  ته په  قانع کولو کې موثر رول ولوبوي ترڅو له جګړې لاس واخلي.

 په حقیقت کې د کابل د ادارې دغه فریبکارانه هڅې  د جنرال پتریاس له  پلان  نه سرچینه  اخلي  څوک چې په ۲۰۱۰  او ۲۰۱۱ کالونو کې په افغانستان کې  د امریکې او ناټو د قواوو عمومي قوماندان و.  نوموړې  باور درلود که د ټولنې د مختلفو  اقشارو له لارې تبلیغات وشي او مخالفو وسله والو ته  قناعت ورکړي  چې روانه جګړه جهاد نه دی، بلکې  د واک  د ترلاسه کولو  جګړه  ده نو اوسنی مقاومت  به  پخپله ختم شي. د همدې لپاره نوموړې په افغانستان کې د امریکې په اډو کې راډیو سټیشنونه جوړ کړل.  په کلیو کې به یې  خلکو ته  مفتې راډیو ګانې توزیع کولې .  بیا به یې د همدې راډیو سټیشونو څخه  د روان جهاد او مجاهدینو په خلاف  شپه او ورځ تبلیغات کول   او فتواګانې به یې صادرولې  خو  لله الحمد د وخت په تیریدو سره  دده ټولې هڅې   ناکامې شوې.

اوس چې  په افغانستان کې یرغلګرو هیوادونو او د هغوی داخلي لاسپوڅو د هیواد په ډیرو سیمو کنترول له لاسه ورکړی او  عملا یې د جګړې په میدان کې  روحیه بایللې ، نو غواړي د همدې تزویري پلان سره  د علمأ کرامو طبقه چې تل یې د حق په لاره کې غږ پورته کړی او قربانۍ یې ورکړې، د استعمار د  شومو موخو لپاره استعمال کړي خو دغو یرغلګرو او داخلي ملاتړو یې  دا هیرکړي  چې  افغانستان اوس یو اشغال شوی هیواد دی .  د افغانستان  ځمکه او هوا ، نظامي او سیاسي چارې د یرغلګرو  په واک کې دي . ددې اشغال په خلاف   یو نیم زر علمای کرامو  د جهاد فتوی ورکړې ده

د اسلامي امت علمای کرام به یقینأ د افغانستان په اوسنۍ وضع پوه وي او یا  هیله من یو  ځان پرې پوه کړي چې یرغلګر ځواکونه  دلته  د شپې او ورځې د افغان په  مسلمان ولس  ړندې بمبارۍ  او  شپني بریدونه  ترسره کوي.  په نتیجه کې  یې هره ورځ په لس ګونه  نارینه، ښځې او ماشومان شهیدانیږي خو څوک ورځنې  د (( ولې ؟ ))  پوښتنه هم نشي کولی .

  د هیواد زندانونه  یې له خلکو ډک کړي  دي چې تعداد یی ۳۵۰۰۰ کسانو ته رسیږي. پدې کې ۱۲ زره کسان  هغه بندیان دې چې د طالب په نوم او یا طالب سره د تړاو او یا  خپلوي په نوم نیول شوی دي. داسې بندیان هم شته چې ۹۰کلن سپین ږیري دي .  تر کالونو پورې په زندانونو کې بی سرنوشته پراته وي  ځکه چې قاضیانو ته د رشوت ورکولو وس نلري. په هیواد کې د اسلامي فرهنګ د ختمولو لپاره منظمې هڅې کوي او د اخلاقي بیلاریتوب لارې یې پرانیستې  پریښي دي.  وزیران او والیان یې د بهرنیو هیوادونو تابعیت لري او د امریکې او نورو یرغلګرو هیوادونو په فرمایش ټاکل کیږی.  دغه د افغانستان اوسنی وضعیت دی. ددې په مقابل کې د افغانستان ولس د خپل هیواد د آزادی او اسلامي عقیدې ددفاع  لپاره راپورته شوی او قربانۍ ورکوي. له همدې امله  د اسلامي امت علمای کرامو ته موږ  په احترام سره  وایو چې د افغانستان وضعیت ډیر پیچلی دی. دلته د یرغلګرو هیوادونو د استخباراتو له خوا  تل استخباراتي   پلانونه جوړیږي. دوی باید  د افغانستان له  واقعي وضعیت نه ځان خبر کړی  ترڅو خدای مه کړه په نااګاهانه ډول د امریکایي استعمار او داخلي ملاتړو د دسیسو برخه نشي  اویا ددغه الهي وعید وړ  ونګرځي چې:

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ . سورة هود .(113)

دا هم د یادونې وړ ده چي د افغانستان اسلامی امارت  له  سوله ایزې لارې  د اشغال د خاتمې او د هیواد د خپلواکې د ترلاسه کولو انتخاب خلاص  پریښې دی خو یرغلګر هیوادونه غواړي په فریبکارانه پلانونو سره د افغانستان د واقعي حل څخه د نړیوالو او هیوادوالو توجه بلې خواته واړوي.


Leave a Reply !



//