Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د کابل د ادارې وارخطایي
د کابل د ادارې وارخطایي

د کابل د ادارې وارخطایي


پدې وروستیو کې په هلمند، بغلان، کندز، نورستان او نورو ولایاتو  کې د اسلامي امارت د مجاهدینو بریاوو یرغلګر او د کابل ادارې چارواکي سخت وارخطا کړي دي. سره ددې چې د هوایي او ځمکنيو ځواکونو ټوله توانایي یې  په کار اچولې چې پدې کې بی ۵۲ الوتکې هم شاملې دي خو بیا هم نشي کولی د مجاهدینو د پرمختګ مخه ونیسي.

اوس د مایوسۍ په حالت کې، د کابل ادارې درواغو ته مخه کړی ، غواړی چې په دروغجنو تبلیغاتو خپله ناکامي پټه او د نړیوالو لازیات  ملاتړ او خواخوږي تر لاسه کړي. کله وایي هلمند ته بهرني جنګیالي راغلي، هلته  جنګیږي، کله وایي طالبان  ملکي خلک وژني ، پلونه نړوي او کله وایي ښونځي یې سوزولي دي. دوی غواړي چې پدغو درواغجنو ادعاوو سره به د پخوا په څیر له خپلو ظلمونو  او جنایاتو  د افغان مسلمان ولس  توجه بلې خواته واړوي . لاکن ولس وینی چې په ښوونځیو کې د کابل ادارې قواوو مرکزونه جوړ کړي دي .  دغه  ټکی  د بشر د حقوقو نړیوال سازمان هم تائید کړی دی .د هیواد په شمال کې  د دوستم بد نامې  ملیشې د ملکي خلکو په  وژلو  او د کورونو په  لوټلو بوختې دي.  د کابل د ادارې د بغلان، قندهار او د ننګرهار د حصارک  د امنیې قواماندانانو بیانیې په مطبوعاتو کې  شته  چې  خپلو عسکرو ته وایي  ماته  طالبان ژوندي  مه راولئ. خو د کابل اداره یې  د پوښتنې او ګرویږنې په ځای   نورهم  تقدیروي.

ددې په پرتله،  د اسلامي امارت مجاهدین مکلف دي چی خپل عملیات د ورکړل شوې لائحې له مخې  تنظیم کړي، د خلکو سره  ښه برخورد وکړي او د عام المنفعه ځایونو ساتنه به کوي. دغه  ټکی د اسلامي امارت د زعیم د کوچني اختر په پیغام کې لا ښه واضح شوی دی.

 محترم زعیم ( حفظه الله)  داسې لارښوونه کوي: (خپل جهادي فعالیتونه  په ډیر دقت سره تعمیل کړئ،عام المنفعه ځایونو لکه شفاخانو،مدرسو، ښوونځیو،پلونو، د اوبو منابعو او نورو د عامه منفعت تاسیساتو او پروژو ته زیان مه رسوئ  بلکی حفاظت یی وکړئ

ددې هدایاتو د ښه تطبیق پخاطر ، د اسلامي امارت  مشرتابه وخت په وخت جبهاتو ته هئیتونه لیږي. همداشان،  امارت د عام المنفعه ځایونو د بیارغونې او پراختیا لپاره د مؤسساتو کمیسون جوړ کړی  چې په ټول هیواد کې د بیارغونې له کارونو سره مرسته کوي. د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې  د نظامي کمیسون په چوکاټ کې جلا اداره جوړه کړې . دا ټول حقایق دي ، ادعاوې نه دي دا ځکه چې داسلامي امارت مجاهدین د ولس په مینځ کې اوسیږي. د ولس   د زړه ساتل او خدمت  ېې د جهادي  ستراتیژۍ برخه ده. د کابل ادارې په څیر په پردیو پیسو او وسلو نه پایي .

اوس هغه وخت تیر دی چې د کابل ادارې چارواکو به خپل د ولس ضد اعمال د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې تړل او بیا به یې د ګردي میزونو تاوده بحثونه پرې جوړول. اوس خلک پوهیږي چې د یرغلګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو له خوا  روانه جګړه له همغه پیل څخه په درواغو ولاړه ده او په درواغو دوام ورکوي. دوی دا هر څه ویني. له همدې امله ،   په پوره اخلاص د مجاهدینو سره مرسته کوي ترڅو د درواغو، فساد، ظلم او بهرني تیري  دغه طلسم مات شي. و ما ذلک علی الله بعزیز.


Leave a Reply !



//