Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / له هیواد څخه د ځوانانو تېښته یوه غمیزه ده
له هیواد څخه د ځوانانو تېښته یوه غمیزه ده

له هیواد څخه د ځوانانو تېښته یوه غمیزه ده


کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په افغانستان یرغل وکړ نو د هغوی داخلي ملاتړې ډیر خوښ وو. د افغانستان خلکو ته یې په زراعتي، صنعتي او نورو اقتصادي برخو کې د بیسارو پروژو ګرمې خبرې کولې او د یوه هوسا ژوند وعدې یې ورکولې. خو یوه نیمه لسیزه وروسته، د تیر ۲۰۱۵ کال د نړیوالو سروې ګانو له مخې تر دوو لکو پورې افغانان د بیکاری او غربت له امله اروپایي هیوادونو ته تللي دي  چي اروپا ته د ټولو تلونکو پناه اخیستونکو شل سلنه جوړوي. متاسفانه ، په ډیرو مواردو کې هلته ورسره تبعیضي چلند کیږی. ددې علاوه، درې میلیونه افغانان د نشیې توکو معتاد دي چې لویه وجه یې اقتصادي او اجتماعي ستونزي او د بهرني کلتور خپراوی دی. د افغانستان څلویښت سلنه خلک د غربت د خط لاندې ژوند کوي او د هیواد کلنۍ اقتصادي وده تر دوه سلنې هم کمه ده. دادی په اصطلاح د یرغل او دیموکراسی د دورې د افغانستان اقتصادي او اجتماعي وضعیت.

ددې عمده وجه دا ده چې د کابل رژیم په ادارو کې فساد اوج ته رسیدلی. د بی کفایتی له امله د کابل رژیم ادارې او وزارتونه د تخصیص شوی بودجې یوازی دیرش یا څلویښت سلنه مصرفوی او نوره بودجه بې مصرفه پاته وي. خو دا مصرف هم د اداري فساد له امله اکثر خیالي وي. د کاغذ په مخ په مصرف رسیدلی خو په واقعیت کې د زورواکانو او د لوړ پوړو چارواکو جیبونو ته رسیږي.

په تیره یونیمه لسیزه کې، په ټول هیواد کې د اوبو لوی بندونه جوړ شوی نه دی ، د صنعت په برخه کې هغه شته کارخانې هم په ټپه دریدلې دي. په تیرو څو اونیو کې د هیواد دوه زره ملي سوداګرو د مافیایي تښتونو او نورو ستونزوله امله، خپل تجارتي جوازونه د کابل ادارې ته بیرته ورکړی دی. که څه هم یرغلګر وایی په افغانستان کی یې په تیرو ۱۵ کالونوکې د ۳۵ میلیاردو نه زیات ډالر مصرف کړي دی خو د عمل په میدان کې یې اثار نه لیدل کیږی بلکې  زیاته برخه یې د داخلي او خارجی قراردادیانو جیبونو ته رسیدلي.

نړیوالې سروې ګانې ښیي چي په افغانستان کي د خیالي، عسکرو او ښوونځیو ترڅنګ په لس ګونو خیالي روغتیایي کلینیکونه وجود لري. معاشات یې اجرا کیږي، ادویه ورکول کیږي خو په حقیقت نه مکتب شته او نه کلینیک. ددې نتیجه دا شوه چې اوس په افغانستان کې په لس ګونه زره ماشومان د عادي امراضو لکه نس ناستي او سینه بغل له امله ژوند له لاسه ورکوي او یو میلیون نور یې د خوارځواکۍ سره مخ دی.

خو بیا هم د کابل رژیم چارواکي په افغانستان کې د لاسته راوړنو خبرې کوی لاکن دیته پام نه کوي چې د روڼتیا د نړیوال سازمان او د عدالت د نړیوالې موسسې په کالنېو راپورونو کې یې تل د فساد او عدالت د نه شتون له امله دریم او دوهم او یا لومړی مقام خپل کړی دی. دا د غرب مخالف موسسات نه دي چې دا ډول سروې خپروي بلکې د غرب له خوا جوړې شوی او د هغوی له خوا اداره کیږی.

داسلامي امارت په اند، د بې کفایته او لاسپوڅې ادارې د کړنو له امله د هیواد څخه د ځوانانانو تيښته، د نورو ستونزو ترڅنګ یوه ستره غمیزه ده. د هیواد په راتلونکې ناوړه اثر ښندي او ثابتوي چې د اشغال تر سیوري لاندې د هیوادوالو هوسایي او ترقي ناشونې ده. د همدې لپاره اسلامي امارت د هیواد د واقعي ازادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره مټې رانغښتې ترڅو ټول افغانان پخپل کور کې بسیا وي او د بهرنیو هیوادونو تګ ته مجبور نشي. استعدادونه یې د نورو هیوادونو په ځای د خپل هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره استعمال شي او دوی هم پخپل هیواد کې هوسا، مبتکر او عزتمن ژوند ولري. ان شاء الله


Leave a Reply !



//