Home / تازه لیکني او مقالې / د یرغلگرو او کابل رژیم جنایتونه
د یرغلگرو او کابل رژیم جنایتونه

د یرغلگرو او کابل رژیم جنایتونه


یرغلګرو او د کابل لاسپوڅي رژیم یې له پیله د افغان ولس وژلو، بندي کولو، شکنجه کولو، کور نړولو او شتمنۍ لوټلو ته ملا تړلې ده، د هیواد په مختلفو سیمو کي د اشغالګرو او کابل رژیم په یوه برید کي په یوه شپه تر سل تنه ډیر ولسي هیوادوال شهیدان شوي او بشپړ کلي وران شوي دي.

د بېلګې په توګه د هراود کي پر واده بمبار، هسکه مېنه کي د وراباڼو په نښه کول، کندوز کي د تیلو په ټیلرونو بمبار، عزیزاباد کي د خیرات په مراسمو بمبار، بالابلوک کي پر واده بمبار، نوزاد کي پر دودیزه میله بمبار، پکتیا کي د قومي مشرانو په موټریز کاروان بمبار، خوست کي د جنازې پر مراسمو د ډرون حمله، کونړ کي د ښوونځي ماشومان په ډله ییزه توګه په نښه کول چي په دې هره یوه پیښه کي ترسل تنه ډیر ولسي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان شوي او ژوبل شوي دي او دا هغه پیښي دي چي دښمن اعتراف هم ورباندي کړی دی.

همداراز په بغلان، فاریاب، سرپل، هلمند، کندهار، غزني او…. کي د ولسي خلګو د وهلو، شکنجه کولو، شتمنۍ چور کولو، کور او پټی ویجاړولو هغه پرله پسې عملیات چي کابل رژیم به ډير تبلیغات هم ورته وکړل او د مظلوم ولس په ډیرو ځاني او مالي تلفاتو به پای ته ورسیدل.

د مظلوم ولس د شهیدولو، بندي کولو او شکنجه کولو لړۍ اوس هم روانه ده، داسي ورځ به نه وي چي ولس دي د یرغلګرو او کابل رژیم د وسله والو له لوري د یادو شوو ناخوالو سره نه وي مخامخ شوی، دلته د بېلګې په توګه په تیره میاشت کي د یرغلګرو او کابل ادارې د وحشت او ظلم څو مثالونه وړاندي کوو:

د اګست په ۷مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې کورنیو عسکرو له خپلي پوستې ۳ کلومتره لیري  دجیخوجي  کلي په سیمه کې دملکي  خلکو کورونه په هاوانونو وویشتلي چې له امله یې  درې تنه ملکي وګړي شهیدان او شپږ تنه  نور ژوبل شوي دي.

د اګست په ۸مه  د  خوست  ولایت د سپیري ولسوالۍ اړوندغورمې اډه، بوزي او تڼیخیلو کليو باندي داخلي عسکرو چاپې وهلي، درې  تنه ولسي وګړي پکي شهیدان شوي او شپږ تنه نور  سخت ژوبل شوي دي،دغه راز عسکرو یو شمیر عام کلیوال له ځان سره د بندیانو په توګه هم  وړي دي.

د اگست په ۱۲مه دپکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کي د یرغلګرو په بمبار کي دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،بمبار د ډاکټر وریښمن پر کور شوی او دنوموړي په ګډون د کورنۍ دیارلس تنه غړي یې شهیدان شوي دي.ځایې خلګو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چي په برید کي ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي،پکتیکا کي ولایتي منسوبینو او مامورینو هم منلې چي په یاده شوي حمله کي ټول زیان ولسي خلګو ته رسیدلی دی.

د اګست په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۸ نمبر ویالي سیمه کي د اربکیانو په ډزوکي شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

داګست په ۱۵مه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسولۍ بازارته نژدې دحکومتي الوتکو په بمبار کي د یوې کورنۍ پنځه تنه ولسي وګړي دمیرمنو اوماشومان په ګډون شهیدان شوي دي.

د اګست په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په  هدیاخیلوسیمه کي اشغالګرو عسکرو د داخلي عسکرو په ملګرتیا دچاپې پر مهال اووه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

د اګست په ۱۸مه د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په  رئیس عبدالله کلي کي اشغالګرو عسکرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپي وهلي،کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي او اووه تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اګست په ۱۹مه  د کندز ولایت دچهارد رې ولسوالۍ په سجانیواوقریه یتیم سیمو کي د حکومتي ځواکونو په بمباریو او دثقیله وسلو په بریدونو کي دوه تنه ملکیان شهیدان شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د اګست په ۲۰ مه د میدان وردګ ولایت مرکز ته نژدې د خروټو په کلي کي د عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کي یو سړی او میرمن یې شهیدان شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د اګست په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ  سیسي کلي ته نژدې ځایې عسکرو په  هغو انجنیرانو،چي په سیمه کې یې د برق پايي جوړولي،حمله کړې،په حمله کي یو تن انجنیر شهید شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

داګست په ۲۲مه  د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د پیرو په کلي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دوه تنه ولسي وګړي( محمد ایاز اکا او زوی یې) شهیدان شوي دي.

د اګست په ۲۹مه دکندوز لایت اړوند لوی کنم سیمه کي اشغالګرو عسکرود داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپې وهلي،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولي،خلګ یې وهلي،شتمنۍ یې ورڅخه لوټ کړي او په اخر کي یې دکلي د ملا امام په ګډون دیارلس تنه ولسي هیوادوال دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اګست په ۳۱مه دکندوز ولایت مرکز مربوط ملرغي سیمي کي د کورنیو عسکرو د دیسي توپ په ډزو کي څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،تر پیښي وروسته خلګو د حکومت پر ضد مظاهره کړې او دعاملینو دسزا غوښتنه یې کړې ده.

د ولسي تلفاتو پورته ذکر شوې پیښې په تیره میاشت کي د یرغلګرو او کابل رژیم د وحشت هغه بېلګې دي چي رسنیو نشر کړي، ډيري دغه ډول پیښي په رسنیو کي نه خپریږي، یعني په واقعیت کي افغان ولس د یرغلګرو او کابل ادارې له سخت دهشت او ظلم سره مخامخ دی.


Leave a Reply !



//