Home / اعلامیه / د مؤمنانو ترمنځ د اخوت اواتحاد په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
د مؤمنانو ترمنځ د اخوت اواتحاد په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د مؤمنانو ترمنځ د اخوت اواتحاد په اړه د اسلامي امارت اعلامیه


مسلمانانو وروڼو!

  په دې ورځو کې لیدل کیږي چې د اشغالګرو استخباراتي ګوډاګیان او  زموږ د مؤمن اولس او متحد هیواد سخت زړي دښمنان یو ځل بیا په ټول قوت هڅه کوي ترڅو د افغانستان د وروڼو مؤمنو قومونو تر منځ د نفاق او دښمنۍ اور بل کړي. ددې هدف لپاره دغه د اسلام او افغانستان دښمنان کله زهرجن او نفاق خپروونکي شعارونه بدرګه کوي، کله خلک جاهلي عصبیت او خپلمنځي جګړو ته رابولي او کله هم په داسې سیاسي او نمایشي حرکاتو لاس پورې کوي، چې د هیواد سره وروڼه مؤمن قومونه د یوه بل په وړاندې بې باوره او د کینې له احساسه ډک کړي، حتی اوس یې تر ځمکه لاندي دمړو جسدونه هم له ضرره نه دي محفوظ.

  زموږ ددین او هیواد اشغالګرو دښمنانو د خپلو داخلي مزدورانو په توسط دغه فتنه داسې طراحي کړې چې په هر قوم کې یې قومي متعصبین پیدا او روزلي دي، ترڅو په پوره وقاحت د جاهلانه عصبیت غږ پورته کړي او بیا یي غربي او نفاق خپروونکي رسنۍ په پوره قوت سره بدرګه او په دې ډول د تفرق او ذات البیني نزاع اور بل کړي.

  د افغانستان  اسلامي امارت د اسلام سپیڅلو هدایاتو، د مسلمانانو ترمنځ اخوت او د هیواد وحدت ته په تعهد سره،  د دې موضوع په اړه خپل موقف په لاندې ټکو کې ابلاغوي.

لومړی: موږ په زغرده اعلانوو چې د اسلام  له نظره عصبیت او قوم پالنه یو مردود او د شرم وړ عمل دی چې له اسلام سره هیڅ تړاو نلري؛ بلکې تر اسلام وړاندې د جاهلیت د تورې دورې یو کرغیړن میراث دی. هر څوک چې په جاهلي عصبیت باور لري، د قومي یا قبیلوي تعصب احساس لري او په دې عمل اخته وي، باید چې الله تعالی ته توبه وباسي او دا بدمرغه فکر له دماغ څخه وباسي، ځکه عصبیت او قومپالنه  کرغیړن جاهلیت دی چې اسلام یې د محو کولو حکم کوي.

زموږ مؤمن او مسلمان وروڼه هغه که له هرقوم سره تړاو لري باید چې د قوم پالنې په اړه لاندې الهي او نبوي ارشاداتو ته په غړیدلو سترګو او پوره دقت سره توجه وکړي:

الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا  إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ  إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ. الحجرات ۱۳

ژباړه: اې مؤمنان!  موږ –  تاسې ( ټول) له یوه نارینه او ښځې پیدا کړي یاست او د دې لپاره مو قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژنئ ( کنه) د الله تعالي په وړاندې ستاسو ډیر عزتمن هغه څوک دی چې ډیر تقوا لرونکی وي،  بې له شکه الله تعالی ښه پوه او باخبر دی.

وعَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ. رواه ابوداود.

ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي،څوک چې عصبیت یا قومپالنې ته دعوت کوي یا تر همدې شعار لاندې جګړه کوي او یا په دې لار کې ووژل شي زموږ له ډلې (مؤمنانو) څخه نه دی.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: و عَنْ أَبِي نَضْرَةَ قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى. رواه أحمد

ژباړه: امام أحمد له ابي نضره نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې خلکو! خبر اوسئ!  په یقین سره ستاسو رب یو دی او په یقین سره ستاسو پلار هم یو دی( یعني ټول د یوه پلار آدم علیه السلام زامن یاست) خبر اوسئ چې هیڅ عرب په عجم او نه عجم په عرب بهتري لري  اونه سور په تور او نه  تور په سور فضیلت لري مګر په تقوی سره (یعني د بهترۍ معیار قوم او رنګ نه دی بلکې تقوی ده).

دغه راز په ډیرو نورو احادیثو کې هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په عصبیت رد کړی او هغه یې متعفن شی بللی دی (  دعوها فانها منتنة) عصبیت پریږدئ چې دا یوه بدبویه پدیده ده.

   نو همدې اسلامي هدایاتو ته په پام سره باید هیوادوال د اشغالګرو او ګوډاګیانو وروستۍ نفاق خپروونکي حرکات، یوه کفري پروژه او دسیسه وبولي چې په توسط یې هڅه کیږي یوه جاهلي فتنه راژوندی او د اولس ترمنځ داسلامي اخوت صمیمانه فضاء ورباندې تخریب کړي.

دوهم: د اسلامي اخوت او متحد افغانستان دښمنان هغه که بهرني دي یا داخلي باید په دې پوه شي چې،  دوی په یوه بې پایلې او بې ګټې خوارۍ کې ستړي دي،  د دې هیواد ټول قومونه  تر هر څه وړاندې اسلام ته ټینګ او رښتینی تعهد لري او معلومه خبره ده چې قومپالنه او نشلنیزم غیر اسلامي پدیدې دي، چې اصلي ريښه یې له قبل الاسلام جاهلیت سره تړاو لري او اوس یې د معاصر غربي جاهلیت په دور کې یو ځل بیا د نشنلیزم، قوم پالنې، ژب پالنې او نژاد پالنې په نوم ظهور کړی دی.

 زموږ مؤمن اولس لکه څنګه یې چې د سیکولرزم، کمونیزم او غربي دموکراسي غیراسلامي مفکورې د خپل راسخ ایمان په قوت سره رد کړې دغه راز به د جاهلي عصبیت، نشنلیزم او قوم پالنې افکار هم محکوم او مردود کړي.

دریم: افغانستان کوم مصنوعي، په تکلف پیوند شوی یا نوی زیږیدلی هیواد نه دی چې شړول او د مؤمنو اولسونو سره بیلول یې کومه آسانه چاره وي، دلته مؤمنانو څوارلس پیړۍ دیوه بل ترڅنګ دوروڼو په شان ګډ ژوند کړی او کوي یې، په دې هیواد کې په مختلفو عنوانونو جګړې شوې  مګر یوازینی څه چې زموږ تاریخ یې بیلګه نلري هغه قومي جګړه ده، دلته هیڅکله هم یو قوم د بل په مقابل کې ټوپک نه دی اخیستی، د تیرې میلادي پیړۍ د نوي یمو کلونو تنظیمي جګړې په هیڅ صورت قومي نه؛  بلکې د قومونو په نوم  د جوړو شویو دروغجنو مشرانو او تنظیمونو د هوس او قدرت خپلمنځي جګړې وې؛  نو بناء د قومي نفاق ګرو اوسني تقابل ته دې هم څوک د کوم رښتیني قومي بحران او نزاع نوم نه ورکوي، د افغانستان ازبک، پښتون، تاجک، عرب، هزاره، بلوڅ،  نورستانی، ایماق، ترکمن، ګوجر او د نورو ټولو قومونو سره تړلي عام خلک، بزګران، کسب ګر، تجاران او د ټولنې ټول آساسي قشرونه تر خپل منځ د وروڼو غوندې په صمیمیت ژوند کوي، تر خپل منځ معاملات، مناکحات، دوستۍ او ګاونډیتوب کوي او تر منځ یې د اسلامي اخوت ایماني رشته داسې غښتلې ده چې د کفري دسیسو هیڅ قچي یې نه شي غوڅولی.

څلورم: اولس اونړۍ ته معلومه ده چې د نورو شرعي اهدافو ترڅنګ دافغانستان د اسلامي امارت د قیام یو اساسي هدف دا و چې په نوي یمو کلونو کې دغه مظلوم اولس او متحد هیواد د قومي، ژبنیو، نژادي او سمتي تعصباتو او خپل منځي جګړو له بدمرغۍ څخه وژغوري، د ملوک الطوایفي ټغر ټول او د عصبیت فتنه محو کړي، چې د الله تعالی په نصرت سره هغه مهال اسلامي امارت خپل دا هدف په اعلی طریقه سره ترلاسه او د هیواد او متحد مسلمان اولس  د فتنه ګرو دښمنانو دسیسې یې شنډې کړې.

  اسلامي امارت اوس هم د اولسي وحدت او د هیواد ځمکنۍ بشړتیا او یووالي سپیڅلې وظیفې ته ژمن دی. اسلامي امارت بلا استثنا د هیواد په ټولو ولایاتواو سیمو کې فعال حضور لري . او بلا استثناء د ټولو قومونو، اقشارو او  پرګنو په زړونو کې په ځای میندلو سره یې ثابته کړې چې په اوس وخت کې د هیواد یوازینی افغانستان شموله  او له جاهلي انګیرنو څخه پاک او متحد صف همدا  دی.

   دې ته په پام سره هر هغه څوک چې په  اسلام او اسلامي اخوت عقیده لري، د کافر په وړاندې دښمنۍ او د مسلمان سره دوستۍ ته تعهد لري، قومي او ژبني عصبیتونه جاهلي رواجونه بولي او د هیواد  او اولس د وحدت ارمانجن وي،  باید چې په پوره صراحت  د قومي  جاهلي فتنه ګرو څخه بیزاري اعلان او د اسلامي امارت سپیڅلې دیني داعیه تائید کړي.

  ځکه الله تعالی هم په وحدت او یووالي امر کوي چې فرمایي: واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا. ۱۰۳ آل عمران.

ژباړه:  او د الله تعالی په رسۍ ټول منګولې ولګوئ او ډلبازي مه کوئ.

  په پای کې په ځانګړي ډول  نوي نسل، ځوانانو، محصلینو، متعلمینو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته وایو چې،  د تش په نامه سیاسي رهبرانو تر عنوان لاندې د پردیو د معاش خورو ګوډاګیانو په شعارونو او خبرو پسې ولاړ نه شئ! دا زموږ د ایمان غوښتنه ده چې قومپالنه، ژب پالنه، نژاد پالنه او نور جاهلي عصبیتونه رد کړو او که خدای مکړه څوک دغه لار تعقیب کړي نو په دنیوي فساد او بدنامۍ سربیره به ورته دا وعید هم متوجه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ. رواه مسلم  –( یعني څوک چې د ناپیژندویه بیرغ لاندې مړ شي چې عصبیت ته بلنه ورکوي یا د عصبیت مرسته کوي نو مرګ یې د جاهلیت دی) .

  الله تعالی دې موږ تاسو ټول د جاهلیت او معاصرو جاهلانو له ملګرتیا څخه وژغوري. والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۷/۱۲/۹هـ ق

۱۳۹۵/۶/۲۱هـ ش ــ 2016/9/11م


Leave a Reply !



//