Home / تبصرې / د یولسم سپتمبر پیښه او پلمه
د یولسم سپتمبر پیښه او پلمه

د یولسم سپتمبر پیښه او پلمه


که د استعمار تاریخ ته وګورو نو تل د خپل یرغل د توجیه کولو لپاره ناروا پلمې جوړوي. په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر په ۱۱مه نیټه د نیویارک د نړیوالو تجارتي بورجونو پیښه یې یو ښه مثال دی . که څه هم ددې پیښې سملاسي وروسته په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دغه پیښه وغندله او پدې کې یی لاس درلودل مطلقأ رد کړل خو ددې پیښې لا یوساعت نه و تیر شوی چې امریکایي چارواکو له څیړنې پرته تورونه لګول پیل کړل او زمونږ په خپلواک هیواد یې د یرغل لپاره د یوې پلمې په توګه استعمال کړه.

که  په بهر کې تخریبي اعمال تر سره کول د اسلامي امارت تګلاره وای، نو په تیره یوه نیمه لسیزه کې چې په هیواد کې عملا د یرغلګرو سره په جګړه لګیا دي ، داسې او دیته ورته اعمال به یې تر سره کړی وای. لاکن ټوله نړۍ ویني چې اسلامي امارت پخپل عمل سره پدی هکله د یرغلګرو ټولې ادعاوې غلطې ثابتې کړی دي.

سره ددې چې ډیرو خپلواکو څیړونکو ددې پیښې په رښتینوالي شک څرګند کړی دی. خو یوه نیمه لسیزه وړاندی ، امریکی د همدې پلمې لاندې زموږ په ګران هیواد یرغل وکړ او تراوسه یې زمونږ په لکونو هیوادوال شهیدان کړي دی حتی دغو قلابی بشردوستانو د غرو په لمنو کې د کوچیانو کیږدۍ او د واده او جنازو مراسم نه دی پریښی. لکه په بالابلوک، دهراود او هسکه مینه کې په ودونو بمبار، په خوست او عزیز آباد کې د جنازې او خیرات په مراسمو بمبار، په کونړ کې د ښوونځي په ماشومانو بمباراو داسی نور لسګونه مثالونه شته چې د یرغلګرو دوحشت او بشر ضد اعمالو څرګندونه کوی . متاسفانه اوس هم دغه لړی هره ورځ دوام لري. خود نني متمدنې نړی د بشر د حقوقو په نوم جوړ شویو سازمانونو نه مخکې ددې مظلومانو لپاره غږ پورته کړی او نه یې اوس پورته کوي.

په ګوانتانانو او بګرام زندان کې بیګناه انسانان په دردوونکي حالت کې بندیان ساتل چې لا تر اوسه پرې تورونه هم ثابت شوی نه دي. د غرب په درواغجن تمدن، په درواغجنې دیموکراسۍ او درواغجنې  بشردوستی یو بل تور داغ دی چې تاریخ به یی هیڅکله هیر نکړي .د همدې پلمې لاندې یې په افغانستان کې یوه لاسپوڅې او فاسده اداره رامینځ ته کړه چې په ټوله نړی کې په فساد کې لوړ مقام لري.

دوی ادعا کوله چې په افغانستان کې څو سوه ترهګر دي خو په مقابل کې دوی افغانستان ته یونیم لک عسکر راوستل، په افغان ولس یې فاسفورس او غټ ډیزی کټر (daisy cutter) بمونه او زهرجنې وسلې استعمال کړی . په حقیقت کې دا ټول ددې لپاره چې د افغانستان غیور او مجاهد ولس مجبورکړي د استعمار ځغ ته غاړه کښیږدی . خو افغان مجاهد ولس د خپلو مسلمانو او مجاهدو نیکونو دجهاد تاریخ یوځل بیا تازه کړ. نه د یرغلګرو وحشت یې حوصله ماته کړه او نه دهشت . بلکې په میړانه یې د یرغلګرو د وسلو، پیسو او دسیسو مقابله وکړه چې اوس د غرب جنرالان هم ورته ګوته په غاښ دي.

موږ یرغلګرو ته یو ځل بیا وایو چې دغه داسی ولس نه دی چې په وحشت او ډرون به یې ایل کړی او نه په زور او درواغجنو پلمو سره د افغانستان مسئله حل کولی شی. نور د تروریزم حربه زړه شوی. باید واقعیتونه ومنئ. د هیواد خپلواکي او اسلامي نظام د افغان مسلمان ولس مشروع حق دی. که سبا ددې واقعیت منلو ته اړکیږی نو باید نن یې ومنئ. پدې کې مو خیر دی.


Leave a Reply !



//