Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د مؤمن رهبر داختریز پیغام ځینې مهم ټکي
د مؤمن رهبر داختریز پیغام ځینې مهم ټکي

د مؤمن رهبر داختریز پیغام ځینې مهم ټکي


د نورو لوړو اهدافو ترڅنګ د عدل تامینول د جهاد ستر هدف دی. له همدی امله، د اسلامي امارت زعیم محترم شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب ( حفظه الله ) په اختریز  پیغام کې پدغه مهم ټکي ټینګار کوی چې مجاهدین دې د مسلمانانو خدمت، د ولس هوساینه او رفاه د یوه دیني خدمت په حیث خپل مقصد وبولي.

د ولس دزړونو ګټل د اسلامي نظام یو مهم اصل دی خو دغه کارنه په زور ممکن دی او نه په وسله بلکی ولس ته د خدمت له لارې ترسره کیدای شي. په سورت فتح کی الله تبارک وتعالی فرمایي: ( والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم)( سورت فتح آیت ۲۹)

د اشغال په مقابل کې د یوې نیمې لسیزې جهاد نه وروسته چې اوس اسلامي امارت د هیواد په اکثرو برخو واک لري، نو باید د اسلامي نظام ګټې ولس ته ورسیږي . هغوی به پخپلو سترګو د نورو نظامونو سره د اسلامي نظام توپیر وویني. د اسلامي امارت مجاهدین باید هره ورځ د ولس سره د ښه برخورد، زړورتیا، زړه سوي، سخا، قربانۍ او ایثار عملي نمونې وړاندې کړي . دا د اسلامي نظام د بشپړ بري لپاره ډیر ضروري دی ځکه چې مجاهدین د ولس په مینځ کې د اسلامي امارت د نماینده او استازي حیثیت لري. نو باید ټول ورځني اعمال یی هم د یوه مسئول نماینده او استازي ښکارندوی وي. ددې په نتیجه کې به مجاهدین د ولس په زړونو حکومت کوي او یو ځل بیا به زموږد صالحو اسلافو تاریخ تکرار شي.

پداسی حال کې چې اوس زمونږ قاسي القلب دښمن په کلیو او بانډو بمباري کوی او بیګناه خلک په نښه کوي ، په ولس ډول ، ډول ظلمونه کوی، د مجاهدینو کړه وړه باید د هغوی په خلاف د اسلامي اصولو عملي هنداره وي. زمونږ نیک اعمال ، زمونږ ښه دعوتګر دي. له بلې خوا، ولس به دښمن د هغه د ناوړه اعمالو په وجه ورټي لکه چې د هیواد په ډیرو سیمو کې داسې پیښیږی.

همداشان زمونږ زړه سواند او مؤمن رهبر په اختریز پیغام کې ویلي ، مجاهدین باید د عام المنفعه تأسیساتو ساتنه لکه لارو، پلونو، روغتیایي چارو، د څښاک اوبو، بندونو او زراعت خپله اسلامي وجیبه وبولي .

دا ضروري ده چې مجاهدین دغه کار ته د روان اسلامي انقلاب د هڅو د یوې مهمې برخې په توګه وګوري ترڅو له یوې خوا زمونږ کړیدلی او مسلمان ولس د اسلامي نظام لاندې د سعادت او ارامۍ خوند وڅکي اوله بلې خوا یې د اسلامي نظام او د هغه لپاره د روانو جهادي هلو ځلو سره مینه نوره هم زیاته شي. ددې علاوه ، محترم زعیم پخپل پیغام کې فرمایي: “عامو مجاهدینو ته دي د نظامي او عسکري تربیې ترڅنګ له مسلمانانو سره دښه چلند، د ملکي تلفاتو دمخنیوي، د عدالت د تأمین او مردمدارۍ په برخه کې هم تربیه ورکړل شي او وخت په وخت دې ورته  د دوی د حقوقو او حیثیت ساتنې په برخه کې لازمې لارښوونې کیږي” . ددغه کار ترسره کول به د ولس خواخوږي یقیني او د مقصود منزل په لور زمونږلاره را لنډه کړي. ان شاء الله


Leave a Reply !



//