Home / اعلامیه / د میزان ( شپږم) د کابل د فتحې د شلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
د میزان ( شپږم) د کابل د فتحې د شلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د میزان ( شپږم) د کابل د فتحې د شلمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه


د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان شپږمه نیټه د افغانستان په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې او تاریخي ورځ بلل کیږي. په دې ورځ د هیواد د تاریخ یوه توره پاڼه واوښته، د تنظیمي هرج و مرج کرغیړنه دوره پای ته ورسېده او د هیواد په پلازمینه د اسلامي سوله ایز نظام سپین بیرغ په رپیدو شو.

د هیواد په تاریخ کې د دې متبرک سر آغاز د شلمې کلیزې په رارسیدو خپل مؤمن، مظلوم او رنځیدلي اولس ته مبارکي وایو او یو ځل بیا د سرتاسري شرعي حاکمیت د اعادې هیلې او ارزوګانې ورسره شریکوو.

د میزان په شپږمه د اسلامي امارت په لاس د کابل فتحه ځکه د افغانستان په تاریخ کې مهم رویداد بلل کیږي، چې په دې سره د شر، فساد، بې نظمۍ، تعصبي جګړو، لوټ تالان او ډیرو نورو نارواوو ټغر د افغانستان له پلازمینې ټول شو. هغه کابل چې د عامو خلکو شخصي شتمنۍ، تر ځمکه لاندې د بریښنا تارونه او حتی د ژوبڼ حیوانات یې له تنظیمي تالانګرو په امن نه وو، د میزان په شپږمه یې د امن، سولې او درنښت یوه داسې ورځ پیل کړه چې په تیرو کلونو کې یې کله هم نه وه لیدلې.

د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د کابل فتحه نه یوازې د هیواد برخلیک ټاکنې ته په نظر سره یوه تاریخي پیښه وه بلکې د دې پیښې خپل جوړښت او څرنګوالی هم کمساری و. د اسلامي امارت ځواکونه په توره شپه له څو خواوو په کابل ښار ورننوتل. مګر نه خو د چا کور یا شتمني چور شوه، نه ملکي خلکو ته زیان واوښت، نه دولتي ادارې، بانکونه، دوکانونه او صرافۍ چور شوې او نه هم بله کومه داسې پیښه رامنځته شوه چې په دغسې جګړه ایزو شیبو کې عادتا رامنځته کیږي.

د دې علت دا و چې د اسلامي امارت مجاهدین د ټوپکیانو په شان کابل ته د چور او فساد لپاره نه وو راغلي، بلکې د نظم، ادارې، سولې او اسلامي نظام د راوستو  لپاره یې د کابل د فتحې اقدام کړی وو.

د امریکایي اشغال او ګوډاګیانو په پنجو کې ښکېل کابل اوس یو ځل بیا د داسې وضعیت سره مخ دی چې دې تاریخي ښار ته د میزان له شپږمې د وړاندې وخت خاطرې وریادوي. کابل یو ځل بیا د زورواکو ټوپکیانو تر منځ د نفوذ په ساحو او کوڅه واکيو ویشل شوی دی. دولتي ځمکې او شنې سیمې یې ټولې ټوپکیانو جور کړې. هماغه پروني ټوپکیان یو ځل بیا د کابل د تپو په سر له یو بل سره ډغرې وهي، یو بل ته مورچې نیسي او تعصبي جګړو ته لمن وهي. امنیتي وضعیت یې دومره خراب دی چې د مالدارانو د اختطاف، قتل او مسلحو سرقتلونو پيښې د ورځې دود ګرځیدلی. د کابل ځوریدلي ښاریان چې د مفسد رژیم غصب، اختلاس، لوټ تالان او ځبيښاک یې حوصله ختمه کړې، یو ځل بیا د داسې ناجي ځواک په تمه دي چې د افغانستان زړه یو ځل بیا له امریکايي غلامانو او د شر او فساد له عناصرو وژغوري.

څرنګه چې د ظلم او فساد واکمني دوام نه لري، ان شاء الله لرې نه ده چې کابل یو ځل بیا د سولې، صلاح او اسلامي نظام مخ وویني او له فاسد حاکمیت څخه نجات ومومي. ان شاءالله تعالی. و ماذالک علی الله بعزیز

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۷/۱۲/۲۵هـ ق

۱۳۹۵/۷/۶هـ   ش ــ 2016/9/27م


Leave a Reply !



//