Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د اشغال د دوام لپاره یو بل کنفرانس
د اشغال د دوام لپاره یو بل کنفرانس

د اشغال د دوام لپاره یو بل کنفرانس


ټاکل شوی ده چې د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل کې د اکتوبر د میاشتې په ۴-۵ نیټه د افغانستان په هکله یو کنفرانس جوړ شي. ویل کیږي پدې کنفرانس کې به د ۷۰ هیوادونو او ۳۰ نړیوالو غیر دولتي مؤسساتو پلاوي ګډون وکړي. د وارسا د کنفرانس په خلاف چې د تیرې جولائي د میاشتې  په ۹-۸ نیټه جوړ شوی و او نظامي بڼه یی درلوده، د بروکسل کنفرانس د کابل د فاسدي ادارې د مالي تمویل او سیاسي ملاتړ لپاره راغوښتل شوی دی.

باید ووایو چې د بون لومړي کنفرانس څخه بیا د بروکسل تر وروستي کنفرانس پورې، یرغلګرو هیوادونو هڅه کړی چې له دی لارې په افغانستان کې خپل اشغال او فاسدې ادارې ته مشروعیت او دوام ورکړي. ددې کنفرانسونو د جوړیدو تر شا یې دغه لومړنی هدف و او دی خو د هر کنفرانس څخه وروسته، د کاغذ په مخ د ملیاردونو ډالرو دمصرف سره سره، د عمل په ډکر کې ، د کابل د ادارې ناکامي، ناروا کړنې ، اداري فساد، ناندری، د ولس په حق کې ظلم او بې عدالتۍ نوره هم زیاته شوی ده.

هلته چې هیوادوال د ښاروالۍ بیل هم د رشوت پرته نشي تحویلولی، هلته چې دولتي څوکۍ او د جنرالۍ رتبې په پیسو رانیول کیږي او مخدره مواد په دولتي موټرونو کې انتقالیږي، د وزیرانو تقرري یې له واشنګټن او اروپا یي پلازمینو څخه تر سره کیږي، آیا دغه شان اداره د ولس لپاره رښتینی خدمت کولی شي؟ هلته چې دولتي ادارې د یو څو ډلو ترمینځ په طول او عرض تقسیم شوی وي، آیا با اهلیته او با استعداده هیوادوال د روښانه راتلونکي امید کولی شي؟

موږ وینو چې اقربا پروري، اداري فساد او اختلاس د شتمنو او نیسمنو ترمینځ فاصله زیاته کړی. له یوې خوا ځینې کسان ملیاردران شوی خو له بلې خوا ولس د سهار او ماښام ډوډۍ نلري. همدا اوس زمونږ د هیواد څلویښت سلنه وګړي د غربت د خط لاندی ژوند کوي.

آیا څوک ښودلی شي چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې کومه ستره ملي پروژه بشپړه شوی؟ بالعکس داسې مصارف شوی چې یا خو یې ولس ته ګټه نده رسیدلې او یا هم د موقت وخت لپاره ورځنې کار اخیستل شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ مخالف نه دی بلکې دا یې د لوړو جهادي اهدافو برخه ده. خو د ولس د سوکالي او ترقۍ په نوم د یوڅو کسانو جیبونه ډکول او یا دغه پیسې زموږ د هیوادوالو په وژلو او د هیواد په تخریب مصرفول زموږ د ولس په حق کې ستره ناروا او ظلم دی . ددوی دا ډول کړنې څرګندوي چې یرغلګر او لاسپوڅي حکومتونه هیڅکله نشي کولی د ولس مشروع غوښتنې پوره کړي لکه څنګه چې د اشغال په تیره یوه نیمه لسیزه کې دغه واقعیت په کراتو ثابت شوی دی.

د هیواد استقلال، ارضي تمامیت او آزادي، د خپل دین او کلتور په رڼا کې ژوند کول او د خپل هیواد اداره جوړول د هر ملت مشروع، اساسي او په بین المللي سطحه منل شوي حقوق دي چې په دغه کنفرانس کې یې ګډونکوونکي تر پښو لاندېې کوي.

زموږ په آند د افغانستان مسلمان او نجیب ولس به هغه وخت د سرتاسري پرمختګ او سوکالۍ نه برخمن شي چې د هیواد څخه اشغال ختم او په افغانستان کې واقعي اسلامي او ملي حکومت رامینځ ته شي– یو داسي حکومت چې د اقتصادي تګلارې سرټکی یی د ولس ټولې روا غوښتنې ترسره کول وي نه د یرغلګرو د فرمایشاتو پوره کول او د اشغال د دوام لپاره دخپل ولس بمبارول او د هیواد ورانول.


Leave a Reply !



//