Home / اعلامیه / د بروکسل کنفرانس په هکله د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه
د بروکسل کنفرانس په هکله د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

د بروکسل کنفرانس په هکله د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه


ټاکل شوې ده چې د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل کې د روان  ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې په ۴ـ۵ مه نیټه د کابل د ادارې سره د مالي مرستې لپاره یو بل کنفرانس جوړ شي. د یادونې وړ ده چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې  د افغانستان په هکله د یرغلګرو هیوادونو په لارښوونه مختلف کنفرانسونه جوړ شوي  دي خو دغو کنفرانسونو افغان ولس ته هیڅ ګټه نه ده رسولې بلکې پدغه موده کې یوازې په بیسارې توګه په هیواد کي د شتمنو او نیستمنو ترمینځ واټن زیات شوی دی. د هر کنفرانس په ترځ کې زمونږ د هیواد په نوم وعده شوې پیسې یا د بهرنیو قراردادیانو جیبونو ته لویدلې  او یا د هغوی داخلي شریکانو حیف و میل کړې دي خو د ولس په ژوند کې  یې کوم مثبت بدلون نه دی راوستلی.  داهم ټولو ته معلومه ده چې د کابل اداره هیڅ قانوني مشروعیت نه لري حتی  پارلمان یې حکومت غیر مشروع ګڼي او حکومت یې پارلمان.

په حقیقت کې  یرغلګر هیوادونه د خپل استعماري خصلت له مخې تل کوشش کوي چې د دغه ډول کنفرانسونو په جوړولو سره خپل اشغال ته  دوام ورکړي او خپل استعماری اهداف ترلاسه کړي دا ځکه  چې دوی  ته تل خپل اهداف مقدم دي، نه د ولسونو نیکمرغي او هوسایې .

 که واقعآ د دوی هدف  د افغان ولس غوښتنې او پرمختګ وی ، نو هرو مرو به  یې په تیرو کنفرانسونو کې  د اشغال د خاتمې په هکله فیصلې کړې وای او یایې  پدې کنفرانس کې وکړي، او یا به یې  په  تیره یوه نیمه لسیزه کې  د هیواد په سطح د لویو  اقتصادي ، صنعتي، زراعتی او نورو زیربنایي پروژو لپاره مشروطې مرستې ورکړی وای ترڅو افغانستان خپلواک او پخپلو پښو دریدلی وای لاکن  ټولو ته  څرګنده ده چې یرغلګرغواړي افغانستان تل په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې په یرغلګرو متکي پاته شي. همداراز، د دغو مرستو یو بل غمیز اړخ دا دی چې د نوموړو مرستو یوه  غوښنه برخه  یا د فاسدو چارواکو له خوا  په اختلاس رسیږي او یا زمونږ د ګران  هیواد په ورانولو او د ولسي وګړو په وژلو   کې  مصرفیږي.

د افغانستان د اسلامي امارت په آند، که نوموړی کنفرانس رښتیا هم د افغانانو د اقتصادي سوکالۍ په موخه جوړیږي نو د دوی وجداني او اخلاقي مسئولیت دې چې تر هر څه وړاندې د اشغال د پای ته رسولو فیصله وکړي. خپل پوځیان او وژونکې سلاوې زموږ د ګران هیواد څخه وباسي. د مظلومو بیګناه افغانانو د ځورولو، وژلو، بمبارولو او په ولس د کابل غیر مشروع ادارې د تحمیلولو نه لاس واخلي.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱/۱ه ق

۱۳۹۵/۷/۱۵ ه ش

۲۰۱۶/۱۰/۲م


Leave a Reply !



//