Home / تازه لیکني او مقالې / جنګي جنایتونه ( سپټمبر)
جنګي جنایتونه ( سپټمبر)

جنګي جنایتونه ( سپټمبر)


سید سعید

د روان( ۲۰۱۶،ز) کال د سپټمبر دمیاشتي په لومړۍ نیټه دشپې مهال د کندوز ولایت  مرکز اړوند ملرغي سیمه کي داخلي عسکرو دهستوګني پر سیمه هاوانونه توغولي،په دې حمله کي څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،د رسنیزو راپورونو په اساس خلګو ددې پیښي په غبرګن کي لاریون کړی، ددې پیښي عاملین یې سخت غندلي او د محاکمې غوښتنه یې کړې،همداراز خلګو  داردو او اربکیانو له لوري دهستوګني پر سیمو د توغندیزو بریدونو غندنه کړې او ژر ترژره یې ددغه ډول حملو ددریدو غوښتنه کړې ده.

د سپټمبر په ۲مه دفاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ کي په بازارکي د داخلي عسکرو په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۴مه د شپې مهال دارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالۍ په فیروز  کلي کي اربکیانو دخلګو کورونه چور کړي،دوکانونه یې سوځولي او دوه ماشومان یې له ځان سره تښتولي دي.

د سپټمبر په ۵مه دسرپل ولایت په مرکز کي اربکیانو د لویې لاري پر سر له موټرو څخه درې تنه ملکي وګړي را کښته کړي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۷مه د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د وکیل عبدالله خان وردګ  په کلي کي داخلي عسکرو دچاپې په مهال خلګ وهلي،یو تن یې شهید کړی او یو بل تن یې ژوبل کړی دی.

د سپټمبر په ۷مه د کندوز ولایت دامام صاحب ولسوالۍ د جوی بیګم په سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي درې ماشومان شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۸مه د کندز ولایت مرکزاړوند د ګورتیپې د کلاچیانو پمپ سیمه کي یرغلګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا دخلګو په کورونو چاپې وهلې،خلګ یې وهلي او پنځوس تنه ولسي هیوادوال یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د سپتمبر په ۱۱مه د لغمان ولایت  مرکزمهترلام مربوط په  بدیع آباد سیمه کي د ځایې عسکرو دهاوان په برید کي یوه میرمن او یو سړی شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۱مه دننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ میر غونډۍ سیمه کي دداخلي عسکرو دتوپچي په ډزوکي یو ماشوم شهید او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۱۴مه د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په آقتاش سیمه کي اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملګرتیا دچاپې پرمهال خلګ وهلي،کورونه یې تلاشي کړي او یوولس تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۵مه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د شالي خیلو په کلي کي اربکیانو د چاپې په مهال د مدرسې زده کونکي(قاري عصمت الله او محمد) شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۶مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دخاورین پله په سیمه کي یرغلګرو  د داخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې، دکورونو تر تلاشي کولو وروسته یې شپږ تنه ولسي وګړي بندیان کړي او دملکي خلګو یو موټر او درې موټر سایکلونه یې سوځولي دي.

د سپټمبر په ۱۸مه د ننګرهار ولایت د پچیرآګام ولسوالۍ په صبرسیمه کي اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا دخلګو په کورونو چاپې وهلې،کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي او دوه تنه ولسي وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه دارزګان ولایت د چورې  ولسوالۍ په کنات اوزیارت سیمو کي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي اووه تنه دښځو او ماشومانو په ګډون ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ مربوط په کوترخاني سیمه کي دکورنیو عسکرو دتوپچي په ډزوکي یوه ماشومه ژوبله شوې او یو سړی او ماشوم شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۰مه یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا د شپنیو عملیاتو په لړ کي د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د صوفي زمان په کلي چاپې وهلې،د کورونو دروازې په بمونو الوزولي،خلګ یې وهلي،مالونه یې چور کړي او درویشت تنه ولسي هیوادوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره بیولي دي.

د سپټمبر په ۲۱مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په سربندکلي کي کورنیو عسکرو دچاپې په مهال دخلګو مالونه چور کړي،دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۲مه  د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کي داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۲مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د سوچ په سیمه کي دکورنیو عسکرو دتوپچي په ډزو او هوایې حمله کي دوې میرمني او دوه نارینه شهیدان شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۳مه دهرات  ولایت د شینډنډ ولسوالۍ  دولرګ او سملانو سیمو کي د کورنیو عسکرو په بمبار کي دوې ښځي شهیداني شوي او دوه کوچنیان زخمیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۳مه د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلقو سیمه کي د اشغالګرو په بمبار کي دوه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۳مه دکندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په  پتاڼیو سیمه کي یرغلګرو دشپنیو عملیاتو په لړ کي د ملکي خلکو په کورونو چاپي وهلي، خلګ یې وهلي،کورونه یې تلاشي کړي او شل تنه ولسي هیوادوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د سپټمبر په ۲۴مه د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په  بلوچ  سیمه کي اربکیانو  یوپلار اوزوی (  قربان  اوخال مراد ) شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۶مه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د غازي محمدجان بازار سیمه کي د کورنیو عسکرو دتوپچي په بریدونو کي دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

دسپټمبر په ۲۶مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ مستوفي سیمه کي داخلي عسکرو دهستوګني پر سیمو دهاوان بریدونه کړي،په دې بریدونو کي دوه ماشومان شهیدان شوي او یو سړی ټپي شوی دی.

د سپټمبر په ۲۸مه د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په نهرصوفي سیمه کي د داخلي عسکرو دڅرخکو په بریدونو کي یو ملکي وګړی شهید شوی او دیوې نجلۍ په ګډون در ې تنه ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۲۸مه د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په  قرلقو سیمه کي دداخلي عسکرو په هوایې بریدونو کي دښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ولسي وګړي شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۸مه پژواک اژانس خبر ورکړ چي: د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي اووه ویشت تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي،دیارلس تنه شهیدان شوي او څوارلس تنه ژوبل شوي دي.د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي منلې چي په دغه برید کي ولسي وګړي په نښه شوي،نوموړي ویلي چي برید دعامي روغتیا وزارت د یوه کار کونکي په کور شوی چي تازه له حج څخه راستون شوی و او په همدې مناسبت یې کور کي ګڼه ګونه وه.

د سپټمبر په ۲۹مه دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري اوشاکاریز سیمه کي یرغلګرو دمسافرو په یو پیکپ موټر چي له کندهار څخه دنیش ولسوالۍ ته روان و،په نښه کړی، دموټر ټول سپرلۍ( یو ماشوم،یوه میرمن او یوتن ملکي وګړی د موټر چلونکي په ګډون) شهیدان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]


Leave a Reply !



//