Home / اعلامیه / په کندز کې د وروستیو فتوحاتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
په کندز کې د وروستیو فتوحاتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په کندز کې د وروستیو فتوحاتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه


څرنګه چې تاسو خبر یاست !

   ټولو مجاهدینو ته امر شوی چې د دښمن په وړاندې د الله تعالی په نصرت پراخ تهاجمي بریدونه ترسره کړي.

    لله الحمد مجاهدین پرمخ روان دي،پراخي سیمي فتحه شوي دي  او الله تعالی ته امید لرو چې د هیواد په ډېرو برخو کې ، خصوصاً د کندز په ولایت کې به ملت دلازیاتوشاندارو فتحو او لاسته راوړنو شاهد و اوسي.  – ان شاء الله .

  اسلامي امارت  د خپل درانه مسئولیت له مخې لاندې څو مهم ټکي د هیوادوالو، مجاهدینو، حتی د دښمنانو لپاره اعلانوي.

۱ ــ د اچې فتوحات د الله تعالی په نصرت اومرسته لاسته راځي په دې کې د مجاهدینو د قوت، د هغوی د اسلحو او امکاناتو ډیر رول نه وي؛ نو مجاهدین او هیوادوال باید په کندز کې ټول فتوحات د الله جل جلاله نصرت وبولي او د الله تعالی عبادت، دعاګانو او د شریعت احکامو ته تر پخوا لا ډير متوجه شي، غرور، تکبر او رياکاري ترې ونشي.  اطاعت وکړي او په صبر، استقامت، حوصله او میړانه سره د دښمن مقابله وکړي.

۲ ــ  مجاهدینو ته مو لارښوونه ده چې عام هیوادوال تري زهیر نشي، د هغوی حقوق تلف نشي، په کندز کې هم د عامو خلکو کورونه، ملکي تأسیسات،  بې طرفه غیر نظامي ادارې او مؤسسات، کلینکونه او شفاخاني، مدارس، مکاتب، ليسي او نورې تعلیمي ادارې، بي غرضه رسنۍ او مهم حیثیت لرونکي اشخاص شتون لري؛ مجاهدین به د دغو ټولو په ساتلو، کې خاصه پاملرنه کوي، ترڅو د خلکو  سر، عزت او مال ته زیان ونه رسول شي. 

۳ ــ   هیوادوال دې هيڅ تشویش نه کوي، مجاهدین د دوی زامن او د ټولنې هغه صالح قشر دی، چي په ديني مکلفیت پوهیږي او د ملت ژوند، اموال اوعزت ورته خاص اهمیت لري، نو د مجاهدینو په باره کي دې هغوی د هيڅ ډول خطر، زیان او ګواښ احساس نه کوي او نه بايد د دښمن د بدو تبلیغاتو ترتأثیر لاندې راشي، البته د احتیاط له مخي يې د کابل ادارې له خلکو، خصوصاً له نظامي أماکنو څخه  ځانونه لري وساتي، د مجاهدینو په مقابل کې دي په هيڅ ډول فعالیت کې برخه نه اخلي.د اسلامي امارت مجاهدین ستاسو مدافعین دي، ستاسو مال، سر او عزت به ساتي او ستاسو له حقوقو به هر راز دفاع کوي او پرتاسو هيڅ ډول تعرض او تعدا ته اجازه نشته. 

۴ــ  هغه خلکو ته چې د کابل په اداره کې فعال دي، خصوصاً هغو کسانو ته  چې په نظامي برخه کې لاهم فعالیت  ته دوام ورکوي؛ خبر ورکول کیږي چې که هغوی له مخالفت څخه لاس واخلي، د کفارو او د هغوی د غلامانو له صف څخه را جلا شي؛ د مجاهدینو غیږه ورته خلاصه  ده، د دوی سر،  مال او عزت به په امن کې وي، هیڅوک ورته زیان نشي اړولی، خو شرط دا دی چې نور به په عاجله توګه له مخالفت او د مجاهدینو له مقابلې څخه لاس په سر کيږي. او کنه وي د خپلو اعمالو د سزا ګاللو مسئولیت به يې پخپله غاړه وي.  

۵ــ په کندز کې تجاران، دکانداران، کسبه کاران، د شرکتونو مسئولین او ټول هغه اشخاص چې سرمايي یې هلته بندې دي، هغو ټولو ته اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې مجاهدین ورته ورسيږي؛ څوک يې مالونه نشي ضایع کولای ، دوی دې هیڅ تشویش نه کوي ، د دوی اموال او هر ډول ملکیت له تعرض څخه محفوظ دي. 

۶ــ  خبریالان او رسنۍ له برید څخه په امن دي، د هغوی ژوند ته څوک ګواښ نه پيښوي، خو شرط دا دی چې هغوی به ځان بې طرفه ساتي، د ژورنالیزم د اصولو سره سم به نشرات او راپورونه خپروي، که يې د کابل ادارې څخه حمایت وکړ، یا يي د مجاهدینو پر ضد پروپاګند وکړ، یا يې په یو طرفه ډول خبرونه خپاره کړل، یا يې د ملکي خلکو د زیانونو په رپوټونو کې بې انصافي وکړه او پټ يې کړل؛ بیا به نو طبعا دولس او مجاهدینو ذهنیت  د دوی په حق کې منفي وي او د شکایت  حق  به  ځکه  نلري  چي  د خپل عمل له عکس العمل  سره  به  مخ  کیږي .

۷ــ  ټول دولتي اموال، تأسيسات، تعلیمي اونوري ادارې په امن کې دي، هيڅوک يې لوټ کولای نشي،اسلامي امارت امر کوي چې مجاهدین دې د فتحو په مهال د ټولو دولتي ادارو او اموالو په کلکه ساتنه وکړي چې بیت المال ضايع نشي او ملي شتمنیو ته زیان ونه رسیږي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱/۲هـ ق

۱۳۹۵/۷/۱۲هـ ش ــ 2016/10/3م


Leave a Reply !



//