Home / اعلامیه / د امریکایي یرغل د پنځلسم کال د پوره کیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
د امریکایي یرغل د پنځلسم کال د پوره کیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د امریکایي یرغل د پنځلسم کال د پوره کیدو په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه


 سبا د اکتوبر 7مه نیټه ده، دا ورځ هم د افغانستان په تاریخ کې د مرغومي د شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼله کیږي.

۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ  یعني د 2001 م  میلادي کال د اکتوبر پر 7مه نیټه، د امریکا په مشرۍ نړیوالو یرغلګرو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف، زموږ د هیواد پر سپیڅلي حریم،  وحشیانه پوځي یرغل وکړ .

   امریکایی یرغلګرو په ظاهره د خپل وحشت لپاره د سپتمر د 11مي پیښه یوه بهانه وګرزوله، په داسي حال کې چې په هیڅ ډول دا بهانه د توجیه وړ نه وه او نه ده . دا ځکه چې د سپتمبر په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو .

 مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ.

  د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي ؛  نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې :

 1 –  افغانستان به پر خپلو پښو دروي .

 2 –  نشه يي توکي به له منځه وړي .

 3 –  د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي.

 4 –  سوله ، ثبات او امنیت به تأمینوي.

 ـــ  خو نن دا دی ۱۵ کاله تیریږي، موږ او تاسو وینو چې هرڅه ، سرچپه روان دي ،  افغانستان پرخپلو پښو ولاړ څه ، چې په نړۍ کې يې یو محتاج ترین هیواد تري جوړ کړی ،  له پریمانه امکاناتو سره سره ، هیڅ ډول بنسټیز کار  په کې ترسر ه نشو.  

ـــ  نشه ئي توکي چې دامریکایې یرغل څخه مخکې  یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي دکښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه، اوس یې  ټوله نړۍ ګوري  چې د بل هروخت په پرتله  نن  افغانستان  دنشه يي توکو په کر او صادرولو کې د نړۍ ریکارډ مات کړی .  

ــــ  د افغان ولس د خوښی حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین ، غل او د شروفساد ګډوله سیټپ یې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې.

ــــ د ثبات او امنیت دا حالت دی چې امریکایی جنرالان خپله اعلان کوي چې په یوه میاشت کې 1000 تنه انسانان وژل کیږي . د عامو خلکو پر کورونو او عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو  ورځنی معمول ګرځیدلی .

  په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام  په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۵ مي کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینی تويې نه کړي ، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد  او خپل راتلونکي برخلیک په اړه  په  خپله پریکړه وکړي.

  دا هماغه  سالمه او معقوله لاره ده  چې اسلامي امارت پنځلس کاله وړاندې هم تاسوته  د قضيې د ریښتوني حل په اړه در په ګوته کړې ، او په وار وار یې درته تکرار کړي ده .

کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي!   هغه مهال به بیا تاسو په زرهاوونورعسکر هم له لاسه ورکړي ، په سلګونو میلیارده نور ډالر به مو هم ضائع کړي وي؛ خو د یو تاریخي او شرموونکي شکست په بدل کې،  چې  همدا اوس، اوس هغه وخت  را نژدې شوی دی.، انشاء الله . او علائم یې ټوله نړۍ پخپلو سترګو ویني .

« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ـــ ژباړه:  برلاسي او مرسته هرڅه چې دي، دهغه الله له خوا دي چې ډير زورور او دحکمت خاوند دی»

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱/۵هـ ق

۱۳۹۵/۷/۱۵ هـ ش ـــ 2016/10/6م


Leave a Reply !



//