Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د کابل مورال بایللي قواوې عام المنفعه ځایونه ورانوي
د کابل مورال بایللي قواوې عام المنفعه ځایونه ورانوي

د کابل مورال بایللي قواوې عام المنفعه ځایونه ورانوي


د الله تعالي په نصرت بیا د مجاهدینو په م یړانه او قربانۍ او د ولس په بیدریغه مرسته د هیواد په لر او بر کې فتوحات دوام لري چې د کابل اداره یې سخته وارخطا کړی ده. د مخکې په څیر یې اوس بیا د عام ولس وژلو، ځورولو او د عام المنفعه تأسیساتو تخریب ته مټې راپورته کړی. دوی فکر کوي چې لدې لارې به ولس مجبور کړي چې د مجاهدینو له کومک او همکارې نه لاس واخلي او له بل پلوه به خپله ناکامي او بې کفایتي پټه کړي.
د مجاهدینو له لوري د کندوز ښار د نیولو نه وروسته ګوډاګیو عسکرو د خپل عادت له مخې د ښار دننه په تجارتي او ملکي ځایونو د هاوان او ثقیله وسلو بریدونه تر سره کړل چې په نتیجه کې یې څو مارکیټونو اور واخیست او ولسي خلکو ته په ملیونونو افغانۍ زیان واوښت. لدې مخکې د اګست په ۲۲ نیټه دولتي چورلکو کندوز ښار ته څیرمه د الچین پل والوزاوو ترڅو کندوز ښار ته د مجاهدینو د راتګ مخه ونیسي. همداشان په کندوز کې د بریښنا شرکت په کارکوونکو برید، په بغلان ولایت کې د برق د پایو ورانول، د روغتونونو بمبارول او له مکتبونو څخه د نظامي پوستو په توګه کار اخستل هغه ناروا اعمال دي چې د اشغالګرو او د کابل ادارې د اجیرو عسکرو له لوري تر سره شوی. د فبروري په ۱۷ نیټه په میدان وردګ ولایت کې د اشغالګرو او ګوډاګیو عسکرو له لوري د سویډن موسسې په روغتون برید وشو چې په ترڅ کې یې څلور مریضان له روغتون نه راویستل شول او د شپې په تیاره کې د روغتون نه بهر په خنجرونو او برچو شهیدان کړۍ شول. د روان کال د اګست په ۱۷ نیټه د بشر د حقوقو څار سازمان هم پخپل راپور کې تائید کړه چې د کابل اداره د مکتبونو څخه د نظامي پوستو په توګه کار اخلي.
اشغالګر او د دوی لاسپوڅي باید پوه شي چې د درواغو مزل لنډ وي، دوی نشي کولی چې نور افغان ولس ته فریب ورکړي او حقایق پټ کړی. دا هم واضح ده چې د ولس هوساینه او د عام المنفعه تأسیساتو ساتنه د اسلامي امارت د سترو اهدافو څخه دی. د اسلامي امارت محترم زعیم شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه الله په خپل اختریز پیغام کې پدې هکله مجاهدینو ته ځانګړې سپارښتنې کړی دي. د کابل اداره نور باید پدې هم پوه شي چې اوس دغه حربه زړه شوی چې دوی به عام المنفعه تأسیسات ورانول او بیا به یې تور په مجاهدینو لګاوو. د پخوا په څیر اوس د بوسو لاندې اوبه نشي تیروی او نه په خالي شعارونو د عسکرو بایللی مورال اعاده کولی شي.


Leave a Reply !



//