Home / شعراو ادب / تاند او حماسي شاعر ملا عبدالله ثاقب په یوه  مرکه کې :
تاند او حماسي شاعر ملا عبدالله ثاقب په یوه  مرکه کې :

تاند او حماسي شاعر ملا عبدالله ثاقب په یوه  مرکه کې :


شاعر هغه څوک دی، چې د یرغلونو په وړاندې یې د شعر له مورچل څخه د بغاوت غږ پورته کړی او ولسونه یې په غورځنګ راوستي!

مرکيال خالد رعد

پوښتنه : لومړی که ځان راو پیژنئ؟

ځواب : زه عبدالله د مرحوم مولوي عبدالولي رحمه الله زوی، د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ د زاړه کلي اوسېدونکی یم چې في الحال له خپل خواږه وطنه لري د هجرت په ديار کوئټه کې ژوند کوم.

پوښتنه : له کله نه مو شاعري پيل کړې او د شاعري انګيزه مو له کومه وه؟

ځواب : شاعري سره مي له کوچنيوالي مينه وه خو په ليکلو مي يې په هغو شپو ورځو کې پيل وکړ کله چې طالبانو کابل فتحه کړ، دا چې انګېزه له کومه وه، دقيق نشم ويلی؛ مګر دومره ويلی شم چې له دې وړاندې د هيوادوالو بدې شپې ورځې او د کابل د فتحې نيمکرغه ورځې او شپې د دې لامل شوې چې خپل احساسات د شعر په چوکاټ کې د کاغذ په مخ وليکم.

پوښتنه : شعر ولې لیکئ؟

ځواب : د نورو فعاليتونو تر څنګ د شعر له لارې هم د دين، هيواد او ټولنې ښه خدمت کيدلی شي، په ادبي ډګر کې بيا د شعر ژبه ډيره موثره ده، ګورئ! په هيواد چې هر کله ناروا يرغلونه شوي، د شعر په مټ يې هم مقابله شوې ،چې اغيز يې موږ ليدلی، ژوندی  مثال يې د ميوند ټپه يادولی شو، چې د غازيانو حتمي ماتې يې په يو شاندار بري بدله کړه.

پوښتنه : شعر ليکلو ته مو په نثر ليکلو ترجيح ولې ورکړې؟

ځواب : له نثر سره مي طبعا چندان نه لګيږي او ځان مي هم پرې نه دی ازمايلی، او بل کله چې ما په شعر ليکلو پيل کاوه، هغه مهال په ټولنه د شعر اغيز ډير ښکاريده؛ ځکه چې کوم اشعار به د ترنم بلبلانو په خپلو خوږ حنجرو زمزه کړل، تر ډيرو غوږونو به رسيدل او موثر هم وو.

پوښتنه : تر اوسه مو په دې لار کې د چا پيروي کړې ده؟

ځواب : په عموم کې خو د ټولو په دين او هيواد مينو مشرانو شاعرانو پيرو يم ،مګر په ځانګړي ډول مي د چا په پل قدم نه دی ايښی.

پوښتنه : شاعر بايد څنګه شعر وليکي؟، چې هم يې د خپل زړه تڼاکه چولې وي او هم يې ټولنې ته څه وړاندې کړي وي.

ځواب : زما په نظر ښه شعر هغه دی چې ښه مضمون ولري، يو داسي پيغام پکې نغښتی وي چې لوستونکی يا اورېدونکی ترې يو څه زده کړي، او هغه څه پکې مراعت شي چې شعر ته ښکلا بښي، نو په دې صورت کې کولی شو، هم ښه شعر وليکو، هم ټولنې او ژبې ته خدمت وکړو، چې په نتېجه کې يې د سړي زړه يخيږي.

پوښتنه : د سنګر او مورچل په يارانو شاعرانو کې مو څوک ډير خوښېږي او ولې؟

ځواب : د سنګر او مورچل ياران شاعران مي ټول خوښيږي، ټولو ته احترام لرم، دوی دين او ولس ته د قدر وړ خدمتونه انجام کړي، د حماسي شعر ډګر يې تود ساتلی، الله تعالی ته سوال کوم چې له موږ سره يې ټول خدمات په خپل دربار کې قبول کړي، البته هغه شاعر مي ډير خوښيږي چې شعر يې بامعنی او سپيڅلی پيغام له ځان سره لري.

پوښتنه : د شعر ليکلو دې ځای ته رسيدو کې مو څه شي ډير رول لرلی؟

ځواب : په شعر ليکلو کې له ډير صبر څخه کار اخلم، ښه دقت او غور پکې کوم او هيڅکله يې په بشپړولو کې بيړه نه کوم، د کميت په ځای يې کيفيت ته ډير پام کوم، دغه راز په خپل شعر نظر ثاني هم له پامه نه غورځوم، که د کتلو لپاره يې څوک راپيدا شي ضرور يې ورته وړاندي کوم، لنډه دا چې په شعر کې تر اوسه شاګرد پاتې شوی يم.

پوښتنه : هر شاعر غواړي منلی او ټولنې ته مقبول شعر وليکي، دوی د دې لپاره څه بايد وکړي؟

ځواب : د داسي يو ارمان ترسره کيدلو لپاره مطالعه ډيره اړينه ده، شاعر بايد د منليو اديبانو نثرونه او شعرونه ډير مطالعه کړي، دغه راز د سيرت او تاريخ کتنه هم د شاعر د علم زياتېدو لپاره ضروري ده، دوی بايد يوازې د سيلاب او قافيې په زده کولو اقتفا و نه کړي بلکې په خپل هر شعر نظر واخلي او د لا ښه والي په هڅه کې شي.

پوښتنه : تاسي ډير شعرونه په نعت خوانانو ويلي، ايا له بلې خوا نشر يې بې اغيزي وي؟

ځواب : زه اکثر ترانې ليکم چې نعت خوانان يې راته زمزمه کوي، غزلي چې عموما په مجلو او ويب سايټونو يا ټولنيزو رسنيو کې نشريږي، ډيرې کمي مي ليکلي دي، کوم غزل چې د نعت خوانانو لخوا ويل شوی په هغه مي بسنه کړې او چاپي رسنيو ته مي نه دی ليږلی خو اراده لرم چې نور دې اړخ ته هم پام وکړم، او د شعري ټولګې چاپولو ته مي هم اوس زړه ښه کړی دی.

پوښتنه : په اوسني جهادي ادبي بهیر دا انتقاد کیږي چې د کمیت په لحاظ ښه دی مګر کیفیت یي ټیټ دی، تاسو یې څرنګه ارزوئ او سپارښتنې مو څه دي؟

ځواب : که دې ته وکتل شي چې په حماسي شاعرانو کې ډير کم د ادبياتو له پوهنځۍ فارغ او شاعران شوي او ډير هغه دي چې د ډير شوق او لږ مطالعې په زور يې شعر زده کړی؛ نو بيا يې شعرونه که ډير ښه نه دي بد هم نه دي، خو د کيفيت د ټيټوالي لويه وجه يې دا کيدای شي چې په مطالعه يې ځانونه نه دي روږدي کړي او بل موږ ادبي ټولنې هم نه لرو چې نوی شاعر ورته په خپل شعر د کره کتنې په موخه او په دې ډګر کې له مشرانو شاعرانو د مشورې اخيستلو لپاره رجوع وکړي، مګر له دې ټول فقر او فقدان  سربیره بیا هم  په دې ورته شاباسی ورکوم چې  سنګر يې ګرم ساتلی دی .

پوښتنه : په دې وروستیو کې مو تازه اشعار نه معلومیږي  وجه یې څه ده؟

ځواب : ځان مي نه دی بې شعره کړی، البته د ژوندانه بوختياوو ډير مصروف کړی يم او د پخوا په پرتله کم شوي دي، څه مي چې ليکلي هغه مي ملا فقيرمحمد درويش، مولوي عبدالحکيم سجاد او قاري عبدالعزيز نوراني صاحب ته ورکړي چې ان شاءالله ډير ژر به د دوی د خوږو غږونو د مينوالو تنده پرې ماته شي.

په پای کې که خپل یو شعر راسره شریک کړئ.

دا يو غزل چې تازه مي ليکلی درسره شريکوم.

—–

خدای دي تل لره افغانه مجاهده

د وخت لويه قهرمانه مجاهده

د نيکو توره دې پرې نښوده زنګ ده

شاباس شاباس مسلمانه مجاهده

پام چې دام د فتنه ګرو کې را نه شې

د عمر په پله روانه مجاهده

خاوندان د زور او زر دې کړل نهيلي

غلام نه شوې د چا، ګرانه مجاهده

تا چيلنج يې چې عصري ټيکنالوجي کړه

نړۍ ځکه ده حيرانه مجاهده

د سرونو په قيمت ګټلې سوبه

درنه يو نه سي ارزانه مجاهده

سر دي خم نه شي د وخت هيڅ يو طاغوت ته

زه دي ځار شم له ارمانه مجاهده

له غليم نه په ميدان ګټلی جنګ چې

پر ميز و نه بايلې ځوانه مجاهده

د اميد سترګې دي خاص دا ستا په لوري

زموږ د هيلو ترجمانه مجاهده

——–

مننه چې وخت مو راکړ.

له تاسې هم مننه کوم ژوندی اوسې.


Leave a Reply !



//