Home / شعراو ادب / دا د غیرت ټاټوبی
دا د غیرت ټاټوبی

دا د غیرت ټاټوبی


حکمت زرمتی
د دې مظلوم اولس آهونه دومره سپک مه ګڼه
لا میرویس خان او ابدالي له کلي ورک مه ګڼه
موږ حقیقت کې په الله باندې مین خلک یو
زما استشهاد د مجازي مینتوب پړک مه ګڼه
موږ چې تر یاره رسوي ستا د زندان زولنې
د وصل پړي دي پرې رسو دا ولچک مه ګڼه
زموږ شهیدان خدای په قرآن کې دي ژوندي بللي
زموږ قبرونه له هډوکو څخه ډک مه ګڼه
لا مو شاجورې له مرمیو ځیني تشې نه دي
هر یو ګوزار مو د ثقیل آخیري ټک مه ګڼه
دا د حکمت د مینې کور د ا د غیرت ټاټوبی
دلته ختمېږې دا خبر خبر د شک مه ګڼه

Leave a Reply !



//