Home / شعراو ادب / د رڼا نيلی/عرفاني
د رڼا نيلی/عرفاني

د رڼا نيلی/عرفاني


عرفان الله عرفاني

د اسمان  پر افق  باندې
سورشفق  دی  راخلتی
په  شفق  کې  زېري  ښکاري
خدايه  ته  يې  بختور کړې
سپوږمۍ  راغله  سپين  لباس  کې
د رڼا نيلی  يې  زين  دی
سپنې  وړانګې  يې  خورې  کړې
ووروي  د رڼا غشي
د تيارو لښکرې  ځغلي
د ماښام  کډه  پر شا ده
را ټول  کړی  يې  له  غولي
تور ټغر د ترږميو
ګوډ او مات  له  کلي  درومي
ستوري  پړک  وهي  ځلېږي
برېښوي  دوزخي  سترګې
آشر کړی  کهکشان  دی
له  ابليس  نه  ده  لار ورکه
آذانونه  د بلال  دي
انعکاس  يې  کوي  غرونه
هيبت  ناکه  انګازې  کړي
هر تکبير ملکوتي  دی
کڼوي  د تکبير کړيکه
د باطل  څپړ غوږونه
د دېوانو د کلاوو
نړېدلي  دېوالونه
د بلاوو زګېروي  خېږي
نور له  زوره  دي  لوېدلې
د موسی  امسا ده  لاس کې
ښاماران  مو ووده کړي
اوس  چيچل  کولی  نشي
د ساحر سِحر ناکام  شو
پاړوګر په  منډو سر دي
فرعونيان  وهي  کوکارې
عرفاني  ته  په  دې  پوه  يې؟
دا زموږ د ايمان  زور دی
خدای  د حقې  لار مل  دی


Leave a Reply !



//