Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د افغانستان د مسئلې په هکله د اسلامي امارت اصولي موقف او غربي رسنۍ
د افغانستان د مسئلې په هکله د اسلامي امارت اصولي موقف او غربي رسنۍ

د افغانستان د مسئلې په هکله د اسلامي امارت اصولي موقف او غربي رسنۍ


په دې ورځو کې غربی او غربپالو رسنیو یو لړ بې اساسه راپورونه خپاره کړي چې ګویا په دوحه قطر کې د اسلامی  امارت د سیاسي دفتر هئیت د کابل  د ادارې هئیت سره د افغانستان د مسئلی په هکله  خبرې کړې دي. د دغو رسنیو اوسني راپورونه د هغوی خپله  قیاس ارایي او تحلیل دی چې هیڅ حقیقت نه لري. اکثر دغه ډول راپورونه د اړوند هیوادونو د استخباراتي دستګاوو له خوا د رسنیو معلوم الحال  کسانو ته د نشر لپاره ورکول کیږی او هدف یي د تبلیغاتی موخو ترلاسه کول وي یا غواړي چې په نظامي ډګر کې د کابل د ادارې د عسکرو د مورال بایللو مخه ونیسي.

ټولو ته څرګنده ده چې په وروستیو کې په هیواد کې د اسلامی امارت  مجاهدینو پرله پسې  فتوحات ترلاسه کړی، او لا پرمخ روان دي نو د اسلامي امارت مخالفین او دښمنان  لکه د اوبه وړي سړي په څیر اوس هر ځک او بوتي ته لاس اچوی او بی اساسه تبلیغاتو ته یې مخه کړې. تجربو ښودلې چې  دغه ډول مقطعي موقف او کړنې د افغانستان د مسئلی واقعي حل مزل نه یوازې اوږدوي بلکی نور یي هم مغشوش کوي.

د افغانستان  اسلامي امارت د لس ګونو زرو شهیدانو او غازیانو کور او  یو هدفمند ځواک  دی. په تیرو پنځلسو کالونو کې په میړانه او متانت سره په ډیرو جګو او ټیټو کې بریالی شوی دی. هدف یې له همغه پیل څخه د اشغال خاتمه، د هیواد بشپړه خپلواکي ترلاسه کول او د اسلامي نظام قیام دی. تل یې د پورتنیو اهدافو په رڼا کې له سوله ایزی لارې د افغانستان د مسئلې حل غوښتلی او غواړي یی.

مونږ تل ویلی د افغانستان مسئله دوه اړخونه لری. خارجي اړخ او داخلي اړخ. په خارجي اړخ کې د اشغال خاتمه د مسئلې اصلي ستونزه ده. دغه مسئله که د خبرو له لارې وي او که له نظامي لارې، باید پای ته ورسیږی. د دې پرته د افغانستان مسئله نه شي حل کیدای. همداراز، د تیرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان مسلمان ولس په هیواد کې د واقعي اسلامي نظام لپاره قرباني ورکوي. د هیواد په لسګونو زره اصیل زامن په دي لاره کې شهیدان شوي، ټپیان شوي او معلول شوي دي. دا باید ټولو ته واضح وي چې د افغانستان د مسلمان ولس په خوښه اسلامي نظام د افغان ولس مسلم اسلامي او انساني حق دی. اسلامي امارت د اقتدار جګړه نه کوي بلکې د سپیڅلو اهدافو د حصول لپاره جهادي هلې ځلې کوي.

لکه څنګه چې د اسلامي امارت اوسنی محترم  زعیم او مخکنیو قدرمنو زعماوو په خپلو پیغامونو کې ویلی، ټول افغانان د هیواد د خدمت او ساتلو حق لري. نو اسلامي امارت په خپلواک افغانستان کې د افغان شموله اسلامي نظام غوښتونکی دی. انحصاري فکر نه لري. د مسئلې واقعي حل دا دی چې افغانان په همدې اسلامي او ملي مشترکاتو راټول شي.

خو که د اسلامي امارت داخلې او خارجي مخالفان او دښمنان فکر کوي چې په بې اساسه او بې ځایه تورونو به د افغانستان مسئله حل کړي، یا به اسلامي امارت ته تاوان ورسوي او یا به د ولس او امارت تر مینځ بې اعتمادي رامینځ ته کړي، دا به د دوی د نورو تیرو ناکامو هڅو په څیر یوه بله ناکامه هڅه وي او په ښکاره به د افغان ولس په سترګو کې خاورې شیندل وي نه د مسئلې حل.


Leave a Reply !



//