Home / شعراو ادب / ښه ژوند/الهام
ښه ژوند/الهام

ښه ژوند/الهام


سيد احسان الله الهام


امنیت لکه صحت دی آرامي په ژوند کې ښه ژوند
بس اړینه خپلواکي ده خپلواکي په ژوند کې ښه ژوند

د طالب مقصد عقبی ده څو په
سپينه  ټنډه ورشي
هر صالح بنده طالب دی طالبي په ژوند کې ښه ژوند

تر غلام زنداني غوره تر غلام معیوب بهتر دی
غلامي د سپکې پېټی آزادي په ژوند کې ښه ژوند

اې د خدای پار دی  غرقیږو د ناحق لمنه پریږدئ
اې د خدای پار دی څه پوه شئ حقیاري په ژوند کې ښه ژوند

سوله هر څومره ضرور ده هو! چي دین پکي خوندي وي
دین ته سوله دینداري ده  دینداري  په ژوند کې ښه ژوند

سوکالي او خوشحالي د هر زړګي پوره ارمان شه
بربادي شه په مرګ ورکه، آبادي په ژوند کې ښه ژوند

تزکیه د
نفس کیږي زړه له خیرو پرې پاکیږي
لاس نیوی دی حقه لاره مریدي په ژوند کې ښه ژوند

چي خپلوي بې ضرورته ګوره پرې نه کړې الهامه!
پیغمبر ده خوښه کړې خپلواني په ژوند کې ښه ژوند


Leave a Reply !



//